کور / تازه خبرونه / انډونيزيا: زلزلې تر ١٠٠ ډېر خلګ وژلي دي

انډونيزيا: زلزلې تر ١٠٠ ډېر خلګ وژلي دي

په انډونيزيا کي د يوې سختي زلزلې له امله تر ١٠٠ ډېر خلګ وژل سوي دي.
چارواکي وايي دغه مرګ ژوبله تر زلزلې وروسته د سونامي له امله رامنځته سوې ده، چي د سوماترا او جاوا ټاپوګان يې زيانمن کړي دي.
چارواکي وايي پر مرګ ژوبلي سربېره ډېر مالي تاوانونه هم خلګو ته رسېدلي دي او ښايي د مرګ ژوبلي کچه هم تر دې لوړه سي.