کور / خبرتیا او پيغامونه / د فاتحې اعلان

د فاتحې اعلان

غلام حبيب د پوهنې وزارت د مقام ياور او سيد حبيب وريرونه، محمد معصوم او نثار احمد د ورېرونو زامن، خان علم خاوند، نورعلم زوی
ډګروال نورعلم د وردګو ولايت د امنيې قومندانۍ کارمند د خور زوی
 غلام دستګير د غلام محمد غبار لېسې ښوونکی، ضابط سعادت خان، انجينير همايون، فارمسېست هارون، الحاج حيات الله کمين زاده او د بهير مطبعې مسؤول الحاج شېرباز کمين زاده د ترونو زامن.
د پوهنې وزارت د مقام ياور غلام حبيب ترور (عمه) د مړيني له کبله چې جنازه يې پخوا په خپله پلرنۍ هديره وردګو کې خاورو ته سپارل شويده
 ټولو دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې فاتحه يې د پنجشنبې په ورځ  د ۱۳۸۹ هجري لمريزکال د لړم د مياشتې په شپږمه نېټه د ماسپښين له ۱:۳۰ څخه تر ۳:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د پنځمې ناحيې د کوېټيانو په جامع جومات کې اخيستل كيږي.
انا لله و انا اليه راجعون