داسی بریښی چی نور نود ولسمشر دصبرکاسه ډکه شوې، او دنړیوالو دوستانو اصلی څیره ورته په ډاګه شويده.
پرافغانستان باندی دامریکا له برید نه څه دپاسه نهه کلونه تیر شول، پدې موده کی دبشریت دحامیانو په نوم نړیوالې ټولنې له نژدی دوه سوه زره بهرنیو سرتیرو سره یو ځای افغانانو ته خپل کور او کلی سور اور کړل. بشردوستانو پربشریت بمونه واورول، بې ۵۲ اونورې پرمختللې وسلې یې پرې وکارولې، دوزخ ته ورته زندانونه یې ترې ډک کړل، په زرګونو بیګناه افغانان یې په یو او بل نوم ووژل…
اخر دا هرڅه دڅه لپاره؟ او تر څو به دا حالت روان وی؟
دامریکا یانو موخې تر اوسه چاته معلومې نشوې، کله وایې چی القاعده لټوو او له پښو یې غورځوو،کله په افغانستان کی د نشه یې توکو په وړاندی مبارزه، کله دبشراو ښځو حقوق، کله ښه حکومتدارۍ… او کله بیا ډاډمن امنیت پلمه کوی.
یو ټکی چی دتیرو نهو کلونو په تیریدو سره افغانانو ته په ډاګه شوې هغه دا چی د نړیوالې ټولنې په شتون کی پورتنۍ چارې کمې شوې نه بلکه لا یې زور اخیستی. او داخبره اوس تر لمرسپینه شوی چی بهرنیان خپلې ستراتیژیکی موخې لری، دافغانانو له غمه نه دی مړه. آن تر دې چی ولسمشر کرزی هم چی یو وخت یې بهرنی دوستان دافغانانو یوازینۍ تکیه بلل، اوس پدې اعتراف کړی چی دبهرنیانو او زموږ موخې سره بیلې دی.او بهرنیان په افغانستان کی ستونزې جوړوی.
د تیر یوه کال په موده کی دولسمشر او بهرنیو دوستانو ترمنځ یې دځینو مسایلوچی دبیلګی په ډول یې څو دلته یادوم (د۱۳۸۸ کال ولسمشریزې ټاکنې، دکندهار عملیات، داربکیو جوړول… ) پر سرناندرۍ راپورته شوې، له بده مرغه ولسمشر له ډیرو هڅو او ټینګار سره سره بیا هم له خپلو پریکړو تیر شو او بهرنیان یې پدې قانع نکړل چی دا دافغانانو خپلمنځی مسایل دی باید افغانان پخپله پدې اړوند پریکړه وکړی.
دا ځل بیا د بهرنیانو او ولسمشر ترمنځ د خصوصی امنیتی کمپنیو دتړلو پر سر لانجه ده، ولسمشر لستوڼی رانغښتی چی دیوخپلواک مشر په ډول د ولس دستونزو داوارولو لپاره لاس په کار شی، او خپله خپلواکی په ډاګه کړی.خو مکار بهرنی دوستان یې بیا غواړی چی په افغانستان کی هرڅه ددوی په خوښه او امر ترسره شی، او دوی هیڅکله دا نشی زغملای چی افغانان په خپلواک ډول تصمیم ونیسی.
دا به وروسته په ډاګه شی چی خدای مکړه ولسمشر بیا دپخوا په څیر دبهرنیانو امر په پټو سترګو منی، او که دا ځل په رښتیا سره دتاریخ له پریکړی ویریدلی، دافغانستان داسلامی دولت له خپلواکۍ نه دفاع کوی، اودځوریدلو افغانانو دستونزو په اوارولو کی به په خپلواک ډول تصمیم نیسی.