توري پيسې، تور هدفونه!
تېره شنبې ، د اکتوبر پر درويشتمه نېټه، د نيويارک ټايمز ورځپاڼي خبريال ، ډيکسټر فيلکينز، د يوه رپوټ په ترڅ کي رسوا کړه، چي په کابل کي د ايران سفير، فدا حسين مالکي، د تهران له هوايي ډګر څخه د الوتني پر مهال په الوتکه کي دکرزي د دفتر رييس، عمر داوود زي، ته هغه پلاسټيکي کڅوړه ورکړه، چي د اورپايي اتحاديې د پيسو، يورو، په بنډلونو ډکه وه . د دې خبر خپرېدو يو ځل بيا د غلو او مزدورانو وضعه اندېښمنه کړه . په پيل کي دکرزي د ارګ چوکره ګانو او په کابل کي د ايران د سفارت مقاماتو دواړو دا خبر په کلکه رد کړ. د کرزي مطبوعاتي چپړاسي د واقعيتونو په پټولو سره دا خبره هم زياته کړه، چې ايران له افغانستان سره دبيارغونې په برخه کي د قانوني سرچينو له لارې مرستې کوي؛ او د ده د ادعا له مخي دا مرستې له هر ډول شک او شبهې پرته،په شفاف ډول کيږي؛ مګر نن بالاخره کرزي اعتراف وکړ، چي ايراني مقامات په ريشتيا سره هغه ته په کال کي يو يا دوه پلا د پينځو، شپږو يا اوو لکو يورو په اندازه پیسې ورکوي . په دې ډول د کرزي او انډيوالانو کوږ بار تر مزله و نه رسېد؛ يو ځل بيا يې مخونه تور؛ او په ګرده نړۍ کي يې د غلا، ټګۍ برګۍ او وطن پلورني خبر ازانګې وکړې .
د دې شرمناکي او ننګيني پيښي په څېړنه کي لومړنۍ پوښتنه دا ده، چي کرزي او د هغه د ارګ نوکرانو ولي د نيويارک ټايمز تر رسوايي مخکي، د ايرانیانو د دغه راز« نغدي مرستو» يادونه، نه وه کړې؟
بېله شکه، چي د عمر داووزي په ګډون د ارګ ځيني محرم کسان په دې تورو او کرغېړنو معاملوخبر وه؛ خو سره له هغه هم هيڅکله د دې پټي معاملې په اړه دولتي اراکينو، مطبوعاتو او خلګو ته څه نه وه ويل سوي .
د نړۍ په هيڅ هيواد، هيڅ ډيپلوماټيک دود او دستورکي داسي نه دي ليدل سوي، چي د هيوادو تر منځ « مالي مرستي » داسي مرموزه او شکمنه بڼه ولري . دا څنګه ممکنه ده،چي د يوه هيواد « مالي مرستي » بې رسمي او قانوني تشريفاتو، يوازي د دوو کسانو په حضور کي، هغه هم د غلو،ټروريسټانو، قاچاقبرانو او جاسوسانو په ډول په الوتکه کي د سفر پر مهال، مقابل لوري ته وسپارلي سي؟!
آيا ايرانيانو نسوای کولای خپلي مالي مرستي له بين المللي تعاملاتو سره سم، د يوې رسمي غونډي په ترڅ کي افغانانو ته و سپاري؟!
څوک دي ددې پراخي نړۍ له يوه ګوټ څخه فقط يو مثال را وښيي، چي ديوه هيواد رسمي مقاماتو دي د بل هيواد رسمي مقاماتوته په پلاسټيکي کڅوړوکي نغدي پيسې ور کړي وي . آيا ايرانيانو نسوای کولای يا په دې نه پوهېده، چي ور کړل سوي پيسې د يوه چيک په بڼه، د افغانستان د ماليې وزارت يا کوم بل رسمي مقام ته و سپاري؟!
سربېره پردې ، آيا کرزی د هيواد د اساسي قانون او نورو نافذو قوانينو د حکمونو له مخي د دې واک لري، چي له بهرنييو هيوادو څخه تر لاسه کېدونکي نغدي مرستي د يوه تحويلدار يا معتمد په توګه، له ځان يا نورو وفادارو انډيوالانو سره وساتي؟!
آيا کرزی دا ثابتولای سي، چي ور کړل سوي پيسې يې چيري ساتلي وې؛ او د کومو قانوني مقصدو له پاره يې لګولي دي؟!
آيا کرزي ايرانيانو ته دا نسوای ويلای، چي دی يا د ده د دفتر رييس، تحويلدار نه دئ؛ نو ځکه بايد د هيواد د نافذو قوانينو له مخي ټولي مالي مرستي د ماليې وزارت او افغانستان بانک له لاري، افغاني مقاماتو ته وسپارلي سي .
آيا د ماليې وزارت دکرزي د د فتر اړتياوي اولګښتونه نه برابرول، چي ده يې د پوره کولو له پاره په ناچارۍ سره، ايرانيانو ته لاس اوږداوه؟!
آياکرزي د ټولي دولتي دستګاه د مشر په توګه ددې وس نه درلود، چي د خپل دفتر د مصارفو د حواله کولو له پاره، ماليې وزارت يا نورو مالي ادارو ته امر وکړي؟! آيا د ماليې وزارت او نورو مالي مؤسسو مسوولينو، په دې برخه کي د هغه امرونه ته غاړه نه ايښووله؟ که يې نه ايښووله آيا ده يې د ګوښه کولو اختیار نه لاره؟!
که په پلاستيکي کڅوړوکي دا پېسې ريشتيا هم سپيني او قانوني وای، بيا به نو د کرزي د دفتر ټول کارکوونکي رسماً په هغه خبر وای؛ او مطبوعاتي چپړاسيانو ته به يې په پټو سترګو د ردولو اړتيا نه وای!
دې ټکو ته په پام سره، د ايراني سفير له خوا دکرزي د دفتر رييس ته د پيسو د کڅوړي ورکول يوه توره، کرغېړنه اوپليته معامله ده، چي په هيڅ بڼه، هيڅ ژبه او هيڅ منطق د منلو وړنه ده .
ګران هيوادوال په دې واقعيت هم ښه پوهېږي، چي ايرانيان هيڅکله دکرزي پر مخ مين نه دي . هغوی دا توري او کثيفي پيسې، په افغانستان کي د خپلو شومو پلانو د تحقق له پاره په چارښاخو بادوي . موږ ټولو ته څرګنده ده، چي ايران څه موده مخکي زموږ بېوزلي مهاجر د مخدره موادو د کاروباريانو په تور جوپې جوپې په دار وځړول؛ خو دکرزي بې غيرته ادارې يې د پوښتني کولو جرأت هم و نه کړ . کرزي د خپلو شيعه متحدينو او بالنتيجه ايراني اخوندانود خوشالو له پاره د شيعه ګانو دشخصي احوال قانون تصويب کړ؛ په هيواد کي يې د ايران مذهبي او فرهنګي يرغل ته بې ساري لاره هواره کړه . البته د ايران د خطرناکو ستراتېژیکو مقصدونو اوږده کيسه دلته نه ختميږي . دکرزي د مزدوري او فاسدي ادارې اراکينو ته په يوه سطحي او سرسري نظر وګورئ، چي زموږ په هيواد کي همدا اوس د ايران سياسي، پوځي، مذهبي، فرهنګي، اقتصادي اوتبليغاتي نفوذ کوم حد ته رسېدلئ دئ؟
ايران نه يوازي په تېرو دېرشو کلو کي د افغانستان په ورانۍ او وينو تويولو کي لوی لاس لاره، بلکي همدا اوس او تر دې وروسته به هم د خپلو مزدورانو له لاري، په دې غم ځپلې خاوره کي د ډېرو افغاني ضد دسيسو له لويو طراحانو او عاملانو څخه وي . دا ګرده امکانات د کرزي د مزدوري او فاسدي ايتلافي ادارې په برکت، د ايران اخوندي رژيم ته میسر سوي دي .
بايد له ياده و نباسو، چي ايران پر کرزي سربېره، د افغانستان نورو مزدورو جنګي او مذهبي ډلو ټپلو هم ته پرېمانه پيسې او مالي مرستي ورکوي . ايراني پراختيا غوښوونکي حتا په افغانستان کي د طالبانو د بري امکان هم له ذهنه نه ليري کوي . له دې کبله د عبدالله عبدالله په مشرۍ د شورای نظار په ګډون پر هري جنګي او سياسي ډلي پانګه اچوي؛ يو له بله يې جنګوي؛ ديوې ډلي په نابودۍ او د بلي په واکمنۍ کي ځان ته د سياسي او ستراتېژيکو مانورو فضا برابروي . ايراني اخوندان ليوني نه دي، چي چا ته د خير او ښېګڼي له پاره مفتي پيسې ورکړې . ايرانی ولس په خپله له ډول ډول اقتصادي ستونزو او کړاونو سره لاس و ګرېوان دئ؛ اما اخوندي رژيم يې پوښتنه هم نه کوي .
په داسي حال کي، چي د کرزي د دفتر ټولي اړتیاوي اصولاًد دولت د نورو ادارو په شان د ماليې وزارت او نورو مربوطو ملي ادارو له خوا برابريږي، نو د ايرانيانو او نورو هيوادو پټي پيسې چيري لګيږي؟
په بشپړ باور سره ويلای سو،چي دا پيسې هيڅکله په رسمي او قانوني چاروکي نه لګيږي؛ ځکه د رسمي او قانوني چارو د اجرأ کولو له پاره خو د کرزي له خپلي ادعا سره سم په بانک کي د څه دپاسه درې نيمو ميليارډو ډالرو زېرمه پراته ده . په دې توګه له ورايه مالوميږي، چي د ايرانيانو توري پيسې په تورو کارونو او تورو پروژوکي لګول کيږي .
په افغانستان کي دننه اوبهر د ځان يا نورو کسانو په نامه د شتمنيیو اوجايدادونو برابرول؛ د ايران سياسي، مذهبي او فرهنګي لاسوهنو ته لاره هوارول؛ په دولتي ادارو کي د ايراني ايجنټانو او خواخوږو له زياتېدونکي رول سره مرسته؛ په انتخاباتو کي د خپلو شخصي، ګوندي او سياسي ملګرو بريالي کول؛ د سياسي وفادرايیو رانيول؛ د مخالفينو تطميع کول يا له منځه وړل؛ د ناراضيانو د سياسي او تبليغاتي فعاليتونو مخنيوی او ډېر نور هغه تور اوکرغېړن کارونه دي، چي له کلونوراهيسي د ايرانيانو او نورو پردو د تورو او چټلو پيسو په زور، پر مخ بيول کيږي .
تر لمر روښانه ده، چي که د پردو همدا توري او چټلي پيسې نه وای، زموږ په ورانه او سوځېدلې جونګړه کي به هم تر اوسه د افغان وژني او ورانۍ دا سرکښه اورونه بل نه وای؛ که د پردو مافيایي اوجاسوسي سازمانو دا کرغېړني پيسې نه وای، زموږ په وياړلي او تاريخي هيواد کي به هم هيڅکله د پښتو او پاړسي، سني او شيعه ، پښتانه، تاجک، اوزبک، هزاره او نورو قومونو پر بنسټ د وينو والې نه بهيدای؛ يو د بل په سروکي به مېخونه نه ټکول کېده؛ زموږ بې ګونا عزيزان اوطنداران به د مغرضو پردو د خوښۍ له پاره په سرتړلو کانټينرو کي نه اچول کېده؛ او په پای کي که د انسان وژني، تباهۍ او ملي نفاق د را منځ ته کولو له پاره دا زهرجني پیسې نه را تلای، زموږ په جنګ ځپلي کور کي به تر اوسه داسي بې عدالتي، زورواکي، لوږه، بې سوادي او وروسته پاته والی نه وای .
د دې تورو پيسو راوړونکي او اخيستونکي نه يوازي د افغانانو نه پخلا کېدونکي دوښمنان، بلکي د وينو، اوښکو، دوښمنيو او نورو بدمرغيیو عاملان او سوداګران دي . اوسنۍ توره او ننګينه معامله د هغوی د بې غيرتۍ، وطن پلورني او بې ايمانۍ يو بل روښانه او انکار نه منونکی ثبوت دئ .
هر دردمن او هيوادپال افغان بايد د مرګ او تباهۍ د دې قاصدانو پر ضد د مبارزې سنګر ته را ودانګي؛ او په هيواد کي د يوه ملي او ولسي نظام په را منځ ته کولو سره، دا غملړلې مېنه نورد هغوی له تورومعاملو او انساني ضد جنايتونو څخه و ژغوري . پای