لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي افغان او ايتلافي ګډو ځواکونو د دوشنبې په ورځ د سهار څخه د ارغنداؤ ولسوالۍ د چهارباغ په کلي کي د وسله والو پر پر ضد ګډ چاڼيز عمليات وکړل چي په تر څ کي يې ١٢ حلقې په کور کي جوړ سوي ماينونه، دوه پروسونل ضد ماينونه او دوه فيره راکټ انداز اود همدې توکو سره په تړاو دوه مشکوک کسان ونيول سول .
په همدې سيمه کي د چاڼيزو عملياتو پر مهال دوه هغه کورونه ( کلاوي) هم موندل سوي کوم چي د خبرپاڼي په حواله پکښي وسله والو د خوا چاودېدونکي توکي پکښي ځاى پر ځاى سوي ول . خبرپاڼه وايي چي د دې عملياتو په ترڅ کي يو بهرنى او يو د ملي اردو سرتيرى هم ژوبل سوي دي