کور / هراړخیز / په پرتلیزه توګه د تاریخ مرصع تاریخي څېړنه (لومړی څپرکی)

په پرتلیزه توګه د تاریخ مرصع تاریخي څېړنه (لومړی څپرکی)

په برېتانیا کې ۱۶۹ ټوکه پښتو خطي نسخې شتون لري. چې په دغه لړ کې د تاریخ مرصع څو قلمي نسخې هم تر سترګو کیږي.  د دغو لاسي نسخو شمېر پنځو ټوکو ته رسیږي چې درې ټوکه یې په برټش کتابتون کې، یوه یې په انډیا افس  او بله یې افریقا سټډیزSchool of Oriental  and African Studies  کتابتونو کې خوندي دي.


ما دا ټولې  قلمي نسخې له پامه تېرې کړې  د ټولو نسخو تر مینځ لږ توپیر تر سترګو کېده ولې ما هغه نسخه غوره کړه چې د نورو په پرتله له هر پلوه بشپړه وه.


دغه خطي نسخه چې ما پرې کار پیل کړ  او ټکي په ټکي ،کرښې په کرښې او فصل په فصل مې ولوستله نو بیا راته غوره وبرېښېده چې د تاریخ مرصع  په تاریخي  برخې وغږېږم. په کومې نسخې چې زه اوس څه لیکم دغه نسخه د برټش کتابتون په ۲۸۹۳ شمېره کې خوندي ده. د دې نسخې کچه  ۲۱X۳۴ سانتي متره کیږي چې د اپرېل په ۲۸ نېټه ۱۸۸۵ کال په نسخي لیکبڼه کښل شوېده. د تاریخ مرصع دغه ټوک نه یوازې ښه ساتل شویدی بلکې خطاطي او د خطاطي کاغذ یې هم د ستاینې وړ دی.


د کتاب د دواړو پښتیو په ورمېږ (مینځ ځای) لیکل شویدي:


TARIKH I MURASSA PASHTU BRIT.MUSORIENAL 2893


د کتاب پښتۍ ډبله ده چې ښایي له یوه ټینګ پلاسټیک نه جوړه شوې وي. بڼه لږ شانته اسماني رنګ ته پاتې کیږي خو کله چې لومړئ پښتۍ اړوو یو بل ډبل کاغذ چې له څو ښکلو رنګونو نه جوړ دی هم ګورو چې ورپسې پاڼه یې بیخي سپینه ده ولې له دې پاڼې وروسته په ورته کاغذ کې یوازې د برټش موزیم  ټاپه وهل شوېده.د دغې پاڼې په یو بل مخ کې بسم الله الرحمن الرحیم  لولو او ورپسې جوخت د تاریخ مرصع متن په باسمک القدوس سبحان الله وبحمد په جمله پیلیږي چې لومړی همدغه جمله ژباړل شوېده: ؛پاکي ده هغه خدای تعالی  لره چه زما ئی د اختیار  او اقتدار په قدرت کامله سره  د خلقت انسانی په جناب  ګردون  اقتدارئ د بادشاهانو عالی تبار وسپارلی  دی…؛


  په همدې ډول جملو سره د څښتن تعالی ستاینه نوره هم غوځوي او له پنځلس نیمو کرښو نه لاندې بیا د دې کتاب لومړی بیت داسې دی:


څوک له خاورو ایرو پاڅوي  تخت  ورکړه


څوک  له تخته د ایرو په ډیران ولي


که څه هم له دغه بیت نه څو جملې پاس او لاندې د څښتن تعالی له ستاینې پرته په دریم  مخ کې د ضحاک بادشاه، د خلفاءراشیدین ، د فرعون او موسی یادونه هم کوي. ولې په څلورم مخ کې په ډېرو خوږو جملو  د طبیب او ناروغ  مثالونه وړاندې کوي.


په پنځم  مخ کې د رباعي تر سرلیک لاندې دغه شعر تر سترګو کیږي:


خانان هغه دی چه پخپل نام دی


نه په دنیا دی نه پخپل کام دی


پدغې قلمي نسخه کې له پښتو بیتونو سربېره د فارسي  بیتونو بیلګې هم ګورو  د مثال په ډول پنځم مخ کې دغه بیت یادولی شو:


از هر چه طلب کنی شب وروز


پیش از همه نیک نامی اندوز


له دې چې راتېر شو د نوشېروان کیسې او د حجاج او یزید کړه وړه هم په ګوته شوي دي.


افضل خان خټک د تارخ مرصع په پاڼو کې ډول ډول مطالب ځای کړي دي چې د دې نسخې په شپږم مخ  کې د کلیله  ودمنه یادونه په یوه بیت کې هم کړې ده:


کلیله دمنه چه لولی     —    دانایان ګڼرې خپل ځان


که په داکښ  څه فائده وی  —  بند به نه وه شاه جهان


چه اسمان فتنی بر پاکا        —   هور ته څه کا دانایان


د شعر له دغو بېلګو  وروسته د څښتن تعالی د رضا سپارښتنه ، د عادل پادشاه کړه وړه، د غفلت او شرابو بد ګڼل، د زیار ګاللو ښېګڼې، د چا ناموس ته بد کتل… د کتاب د لیکوال لخوا څېړل شویدي.


قطعه:


مخ په ښڅو یا شراب  یا چه ډیر ښکار کا


دا دری توکه دی دمرد هرزه کاری


د دې قلمي  نسخې له اوم مخ نه راوخله تر ۲۹  مخ پورې د سکندر په اړه د یوې فارسي مثنوی په ګډون ډېر توکي په خواږه نثر په زړه راښکونکې ژبه  لکه په ټولنه کې ښه کول، حرام نه خوړل ، عقل کامل ، د ظلم غندنه ، د حضرت داود ، حضرت سلېمان  او د اصحابو کړه وړه، د عادل پادشاه اطاعت ، د چنګېز او دجال غندنه ، کار او زیار ، دروغ ویل ، د انسان ازادي، د غوسې په مهال صبر، مکر، غرور، فریب او نور بیان شویدي… د ۲۷ مخ څو کرښې :


؛فکرم وکړ  چه هېڅ تواریخ  ددی  قوم په ژبه د دوی  نشته هم دا تاریخ م د پښتنو د پادشاهانو له فارسی نه چه په وقت د جهانګیر پادشاه خانجهان لودی چه د فرزندخان په خطاب سرفراز وه خواجه نعمت اله هروی کړی وه ترجمه کړ او هر چه پس له هغه لغایت د خان جهان لودی  لوی لوی امرګانان د پښتنو تېر شوی دی او سرګذشت د کابل د صوبی او حقیقت د خپل قبایل…ورسره  پیوند او ملحق کړم …؛


د تاریخ مرصع منځپانګه


ومووېل چې افضل خان خټک  په تاریخ مرصع  کې ګڼ شمېر مطالب بیان کړي دي. ولې موږ غواړو  پدغه لیکنه کې له تاریخ مرصع نه د غورچاڼ په بڼه هغه څه راواخلو چې تاریخي ارزښت یې د پام وړ وي. خو څه چې نوموړي پدغه ګټور اثر کې ځای کړي دي  د بابونو او دفترونو  په بڼه دي لکه:


باب اول:  ذکر د مهتر یعقوب  اسرائیل الله…


باب دویم:  په بیان او احوال  د ملک طالوت  د دی قوم د غور  وکوهستان  وته  بیا نقل له هغه کړل وکوه سلیمان ته.


باب دریم:  ذکر د خالد بن ولید تر اخر خلافته.


دفتر اول: په ذکر د احوال سلطان بهلول او سلطان سکندر  لودي ابراهیم…


دویم دفتر:  ذکر احوال  د شیرشاه او اسلام  شاه او بعضو پښتنو…


دریم دفتر: په بیان د امراګان  عظیم الشان…


څلورم دفتر:  په بیان د کابل د صوبی سرګذشت…


پنځم دفتر: په بیان د غوری د خښی چه له ولایت دی سرزمین ته راغلی دی…


شپږم دفتر: په بیان د خپل قبایل د سرګذشت…


اوم دفتر: ذکر احوال خوارق  عادت او کرامت د درویشانو نور ددی طایفی چه په مرتبه د ولایت ته رسیدلی وو…


تاریخ مرصع تر یادشوو  سرلیکونو لاندې بشپړې څرګندونې کړې دي خو زموږ د څېړنې ښکالو هغه توکي دي چې تاریخي  ارزښت ولري.  ولې  له هغه موضوعاتو سره کارنلرو چې هسې  روایتي انګېرنې وي  او کوم علمي او تاریخي بنسټ  ونه لري لکه: ؛عبدالرشید پټان ته حق تعالی دری  فرزند کرامت کړی وو سړبنی  او دویم بیټنی او نوم ئې د دریم غرغشتي کړ…؛(۱)


له دې پرته یو شمېر نور سرلیکونه چې دمخه یې یادونه وشوه زموږ په دغې څېړنه کې ځای نلري  په ځانګړي ډول هغه څرګندونې چې  د پښتون ټبر تاریخي شتون ته زیان رسوي او دا هغه لیکنې دي چې کلونه کلونه یې د مذهبي سپېڅلتیا په نوم د پښتنو اریایي توب ته تاوان رسولی دی. که څه هم اوسنیو څېړونکو د اوسنۍ پرمختللې ټکنالوژۍ او علمي مېتود په رڼا کې دا ډول  ناسمو څرګندونو ته دپای ټکی ایښی دی او د ا یې د تاریخي لاسوندونو له مخې سپینه کړې ده چې پښتانه د لرغونو اریایانو یوه څانګه ده.  ولې بیا هم د یادونې په توګه ویلی شو چې د تاریخ مرصع د دغې قلمي نسخې له ۳۱ مخ نه تر ۱۱۸ مخ پورې چې پیل یې د مهتر یعقوب (ع) په  نوم شویدی او بیا د ادم (ع) د پیدایښت کیسه (چې دی په سراندیب او حوا په جده پرېوتل) د ابلیس کړه وړه ، د ملک طالوت کیسه ، د حضرت محمد(ص) پیغمبري، د خالد بن ولید داستان ، له حضرت ابوبکر صدیق  نه راواخله تر نورو اصحابو پورې دغه ټول  سرلیکونه  یو د بل پسې پدغه کتاب کې راغلي دي.


د تاریخي  مرصع له یادې شوې ګڼې وروسته د اسلام د سپهسالار  حجاج  بن یوسف ، عمام الدین محمدقاسم  په اړه هم څرګندونې د افضل خان خټک په کتاب کې تر سترګو کیږي.


نوموړي دغه موضوع ته ښایي ځکه اشاره کړي وي چې هغه مهال پښتنو د اسلام د سپېڅلي دين  په خپرېدو کې په ځانګړي ډول د هند په نیمه وچه کې وړ ځای درلود.   د بېلګې په توګه هغه مهال چې د اسلامي خلافت پلازمېنې  اړیکې  د سیند نه اسلامي فاتحینو سره پرې شوی  په سیمه  او پلازمېنه کې یو څه ګډوډۍ  را مینځته  شوی.  پدغه لړکې د هند د نیمې وچې  یو شمېر راجاګانو  یو ځل بیا په دغو فاتحینو برېدونه پیل کړل. خو پښتنو نه  یوازې دویته پناه ورکړه بلکې د دوی  ملاتړ یې وکړ.


د هندوستان د تاریخ په ۲۶۰مخ کې پدې اړه راغلي دي چې ؛په دویمه لیږدي پېړۍ کې د سیند او د سیند شاوخوا اوسېدونکو په مسلمانو عربو برید وکړ. همدغه پښتانه وو چې دوېته یې پناه ورکړه او د دوی ملا یې وتړله.(۲)


 غزنوي محمود او غوري شهاب الدین
د تاریخ مرصع په پاڼو کې


په ټوله کې تاریخ مرصع د هغو افغاني پادشاهانو په اړه چې په هند کې واک ته رسېدلي دي او یا لږ تر لږه یې د هند په نیمه وچه برید کړی دی د لومړي لاس ډېرې پېښې پخپلو پاڼو کې را غبرګې کړي دي.


نو ځکه مونږ کولی شو چې دغه ګټور اثر د یوه غوره لاسوند په توګه په یو شمېر څېړنیزو لیکنو کې معرفي کړو.  د مثال په توګه کله چې غزنوي محمود د ۳۹۲هـ  نه تر ۴۱۶هـ   اووه لس  واره  د هند په لوی وچې  لوی او واړه بریدونه وکړل . ولې له دېنه د مخه له ۳۹۰هـ  نه تر ۳۹۲هـ   پورې نوموړي سلطان  له جیپال  سره په جګړه کې د لغمان ، پېښور ، د آټک دواړه غاړې  او یو شمېر نورې سیمې لاندې کړې وې. په  (۳۹۷ل- ۱۰۰۶ز) کال یې د هند راجه ګانو ته په ویهند کې ماته ورکړه.


دا چې ومووېل سلطان  ۱۷ وارې په هند برید وکړ خو بشپړ بری یې ترلاسه نکړ او یا یې لږ ترلږه یو واکمن ونه ګماره  چې د ده د غوښتنو پخلی وکړي.


ویل کیږي چې یوه ورځ د سلطان مور له خپل زوی محمود نه وپوښتل  چې  ولې په پرلپسې توګه په هندوستان بریدونه کوې او کوم د پام وړ بری نه ترلاسه کوې؟


سلطان بیا مور ته ووېل  چې تاسو ووایې  څه وکړم؟


مور یې محمود ته ووېل چې د پښتنو په مشرانو او سردارانو غږ وکړه چې ستا ملاتړ وکړي.


په تاریخ مرصع کې هم افضل خان خټک د سلطان محمود یادونه کوي او په اړه یې کاږي: ؛…اته کسه له سردارانو  د افغانو چه نومونه  د دوی په کتابونو د تواریخ کښ دارنګ مسطور  دي یو ملک خانو او ملک عامون او ملک داود او ملک یحیی او ملک احمد او ملک محمود او ملک عارف ملک غازی په ملازمت د سلطان محمودغازی  راغلل.؛(۳)


د دغو مشرانو په اړه ویل کیږي چې کله په ۴۱۶هـ  کال سلطان محمود  د سویلي هند د کاتیا وار پر  سومنات برید وکړ نو  دوی یو بل ته غږ وکړ چې تربورانو  راځۍ چې خپلې لمنې سره غوټه کړو… څنګه چې د دوی ګڼ ګڼ کمیسونه په تن وو یو له بل سره یې لمنې وتړلې او بیایې په سومنات برید وکړ. کله چې  دسومنات دروازه ماته کړه که ګوري چې د لمانځنې بت پرته له کوم تړاوونه د کوټې  په  هوا کې ځوړند دی.  مسلمانان ټول هک پک شول ان تر دې چې د دوی په عقیده یې اغېزه وښندله چې دا څنګه کیدلی شي پرته له کومې ستنې بت په هوا کې ځوړند پاتې دی.


سلطان هم ګوته په خوله وه. ولې کله چې د کوټې چت او دېوالونه وغورځول او ځمکه یې وکندله وې لیدل چې په ډېر مهارت د وخت مهندس په ځمکه، دیوالونو او چت کې آهن روبا داسې ځای په ځای کړې وه چې د بت توله او توازن یې په هوا کې ساتلی وو.


د دغو مشرانو په لړ کې د یوتن نوم په یوه لنډۍ کې هم یاد شویدی چې په هغه مهال کې د کومې پښتنې  مېرمنې لخوا ویل شویده. لنډۍ داسې ده:


که د خانو لښکرې راغلې


                         زه به ګوملې ته دیار سلام ته ځمه


له دې چې راتېر شو تاریخ مرصع د غوري شهاب الدین یادونه هم کړې ده. هغه غوري شهاب الدین چې  یوه لویه ټولواکمنۍ یې له افغانستان نه راواخله تر هنده پورې ټینګه کړه.افضل خان خټک د غوري شهاب الدین تر څنګ د یو شمېر سیمو خېلونو او قومونو یادونه هم کړې  ده چې موږ یې د ساري په توګه  یادونه اړینه ګڼو: ؛…شهاب الدین غوري په تخت د غزنوي جلوس وفرمایه نور قصدئ په تسخیر د هندوستان وشه… دریم ځل ئ دولس زره پښتانه اطراف او له نواحی د غور طلب کړ… دا ملک  دروه… تیرا او خیبر او پښاور او د اشنغر دی له کفارو اکثر له جهاد د سلطان محمود  له وقت خالی پاتو شوی وو… سواتی او لغمانی او دیکان  او تیراهی  کم قوت وو اول  د لازاک په پښا ور راغی دا ملک  ئی څنی  ونیوه بیا دری تپې غور یاخیل راغی له خښی سره له دلازاک ئی دا ملک ونیوه  د  دلازاک  په حادثه په  هندوستان  متفرق شه… دا ملک په کوه سلیمان   او له نواحی  د قندهار تر سرحده د ملتان ئی اباد کړ  او روه عبارت له هغه غره  دی چه طول ئی  له سوات  او له بجوره  تر  نواحی د بهکر او عرض  تر  بابا  حسن ابدال  دی او کابل  او قندهار  په حدود وکښ د دی غره  واقع دی او کوه  سلیمان او غر د اشنغر  پیمان  د ده غر دی… هر ګاه چه سلطان شهاب الدین  امانت د ژوندون  وسپاره  سلطان  قطب الدین  ایبک پاد شاه شه…؛(۴)


د تاریخ مرصع له څرګندونو  څخه  ښکاري چې پښتانه په ځانګړي  ډول  دلازاک  د سلطان شهاب الدین د واکمنۍ نه  لاپخوا  د هند په نیمه وچه کې  ځای په ځای شوي وه.  هغسې خو پښتانه نه یوازې د ملتان په شاوخوا سیمو کې مېشت او ودان وه بلکې د یوې واکمنۍ  څښتن هم وو. کله چې  د قاسم زوی محمد له سند نه لاړ نو سیند مېشتو سیمه ییزو واکمنو یو ځل بیا له لاسه تللی برم تر لاسه کړ  او ورورو یې په هغو سیمو بیا واک او ځواک  تر لاسه کړچې د عربو په ولکه کې وې.  خو په هغو سیمو کې چې پښتانه مېشت وو لکه د کسي غره ته په څېرمه سیمې ، د ملتان او سیند تر منځ پراته ریاستونه د بېلګې په توګه یادولی شو. 


په څلورمه لیږدي پېړۍ کې د روه او کسي غره  لمر خاته ته د راجا جیپال پادشاهي چې له کشمېر نه را واخله تر ملتانه  او له چنابه نیولې تر کابل یا لغمان پورې  چې د هېواد پلازمېنه یې ویهند وو ټینګه وه. ولې د نوموړي په سلا له ملتان  نه را واخله  تر لغمانه پورې  او د کسي غره  له لمنو  نیولې د روه ټولې سیمې د پښتون  واکمن  شیخ حمید لودي  لخوا اداره کېدې  چې په پای کې د تاریخ فرشته  په قول (لومړی ټوک ۱۸ مخ)  د یوه پیاوړي حکومت بنسټ  کېښود او پلازمېنه د ملتان ښار وه.


که څه هم  په تاریخ مرصع کې د شېخ حمید لودي یادونه نده شوې خو د نورو لودیانو  او د  نورو پښتنو په سر کې د غوري شهاب الدین یادونه په وار وار  شوېده.


موږ دې پایلې ته رسیږو  که چېرې پښتانه له پخوانه په دغه سیمه کې استوګن نه وای  او یا یې د واک او ځواک  اغېزې  تر راتلونکي کول  پورې نه وای رسېدلې نو بیا به کله هم له غوري شهاب الدین نه راواخله تر لودي او سوري ټبره پورې دلته واک نه وای چلولی.


همدا لامل دی چې تاریخ مرصع د غوري شهاب  او قطب الدین ایبک تر څنګ د ملک خضر لودي ، سلطان  بهلول لودي، خان جهان  لودي  او نورو یادونه کوي.