کور / تازه خبرونه / پاچاخان ځدراڼ د خوست او پکتيا لار تړلې ده

پاچاخان ځدراڼ د خوست او پکتيا لار تړلې ده

اسوشيېټيډ پريس په خپل تازه خبر کي وايي چي له پکتيا څخه ولسي جرګې ته کانديد پاچا خان ځدراڼ او ورسره نورو وکيلانو د خپلو پلويانو په وسيله نن دريمه ده چي د خوست او پکتيا ترمنځ لاره د تګ راتګ پر مخ بنده کړې ده.
پاچاخان ځدراڼ غوښتنه کوي چي که يې د انتخاباتو خپلواک کمېسون ږغ وانه وري، خپل احتجاج ته دوام ورکړي.
نوموړى چي د پارلماني انتخاباتو په لومړني ليست کي يې نوم نه دئ راغلى، نيوکه کوي چي د رايو د اچولو په پروسه کي درغلۍ سوي دي.
د پکتيا د والي وياند اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي د ځدراڼ پلويانو د شنبې راهيسي د خوست او پکتيا ترمنځ لاره د احتجاج په توګه بنده کړې ده.
پاچاخان ځدراڼ هم د يکشنبې په ورځ اسوشيېټيډ پريس ته ويلي، چي تر هغو يې ږغ نه وي اورېدل سوئ، دغه لاره به خلاصه نکړي.
د انتخاباتو کمېسون چي تېره اونۍ يې يو اعشاريه درې ميليونه رايي باطلي اعلان کړې، له ١٤٠٠٠ څخه تر ١٥٠٠٠ پوري رايي د پاچاخان ځدراڼ وې.
راپور وايي له هغي ورځي چي لومړني نتايج اعلان سوي، د افغانستان په ګوټ ګوټ کي ناکامو وکيلانو د انتخاباتو پر پروسه ډېري نيوکي کړي دي.
پاچا خان ځدراڼ چي په تېر پارلمان کي د پکتيا ولايت استازى وو، د امريکا تر يرغل وروسته د نوي حکومت لومړنى پلوى وو، چي د پخواني پاچا په حمايت د حامد کرزي او شمالي ټلوالي د حکومت په مقابل کي ودرېدئ، خو وروسته يې دغه ستونزه د قومي مشرانو په منځګړتوب هواره سوه.