ژباړه : عبدالرحمن فرقانی
موږ په وروسته پاتې نړۍ کې ، دلوړو آپارتمانونو، اوږدو پولونو او د لوړو فوارو په جوړولو بوخت یو ، او دا ښه کار دی ، خو تردې ډیرضروری کار په وروسته پاتې نړۍ کې دانسان جوړول او د هغه روزل ، او هغه ته تربیت ورکول دی ، تر څو ورسره نظامی روحیه ، ښکلی ذوق ، اخلاقی لیاقت ، قانون ته احترام ، په رویه کې نرمښت ، په احساساتو کې دقیق والی پیدا شي .
هر کله مو چې په وروسته پاتې نړۍ کې خپل ملت ته د لومړۍ نړۍ د مادي پرمختګ ، لوړ ذوق او د دنیا په کارنو کې د بریالیتوب ، او د ژوندانه د کارونو له نظم او ترتیب څخه خبره کړي ، نو ځینی وروڼه راباندې په قهر شوي او غوغا راپوری پورته کړي او راته وایی : له الله تعالی نه وویریږي داسلام بنسټونه مه ورانوئ ، ته به وایی : لکه چې د دوی ناوړه اوله تشدد او تطرف او د سختدریځۍ نه ډک حالت داسلام د لوی دین څخه نمایندګي کوي !!، په حقیقت کې خو د اسلام لوی دین ، سپیڅلی رسالت او هر اړخیزه تګلاره یو څه وایی او زموږ د ژوندانه واقعی بڼه بل څه وایی ، موږ ډیر ځله د اسلام د تعلیمات او لارښونې او داسلام لوړو اخلاق او بې ساریه بیلګې دتطبیق څخه په خپل ژوندانه کې عا جز پاتي کیږوو ، اوکه څوک راباندې نیوکه وکړی نو بیا داسلام پربنست او داسلام د حمایت په اساس له ځانه دفاع کوو .
نو آیا په اسلام کې ، اې وروسته پاتې او بې خوده نړۍ ! د چاپیریال ککړتیا ، په قانون باندې تیری ، د عام ذوق مخالفت ، د ځان لباس او چاپیریال پاکی له پامه غورځول ، اوپه بازارونو کې بې حیایي او بې شرمي ، اوپه نسب باندې تفاخر ، او د جاهلیت د زمانې په څیر قبیلوی ړوند تعصب شته دی ؟ هر کله چې موږ ختیځ او لویدیځ ته ولاړ شوو د وروسته پاتې نړۍ نه لومړۍ نړۍ ته ووځو ، نو لوی اوپراخه توپیراوپرمختګ لیدلی شوو . قسم په خدای چې دا داسې قوم دی چې خپل ژوند ، تولید او صنعت ئې په ټول دقت سره تنظیم کړی دی ، سره لدې چې زه د دوی په عقیدوی او روحانی انحراف هم پوه یم ، او د دوی تعلق له الله تعالی څخه شلیدلی وینم ، مګر هغه ښګڼې او لاسته راوړنې ئې چې په دنیا کې حاصلې کړې دی ، ښایی موږ هم ورنه ګټه پورته کړو . تاسو ته دپه خدای قسم وي ، لږ زموږ وضعیت او حالت ته په وروسته پاتې نړۍ کې ځیر شئ ، نو به وګورئ چې دا نړۍ په دوهمه نړۍ باندې بوج شوی ، په وروسته پاتې نړۍ کې ، فقر ، جهالت ، ناروغۍ ، بې سوادي ، بې وزلي ، بې کاري ، استبداد ، ظلم ، جبر ، وژنې ، ترورونه ، اختطافونه ، تفجیرونه او انقلابونه را ټول شوی دي . او که زما په دې خبرو کې شک لري ، نو بیا د تلویزنونواو رسنیو خبرونه په ځیر وګوري ، او جرایدو او مجلو ته پاملرنه وکړي ، بلکې لومړۍ نړۍ موږ ته انترنیت جوړوی ، خو زموږ ناپوهان او بداخلاقان ورنه د ښکنځلو ، بدواو رد ویلو ، ګواښونه ، غیبتونو ځولۍ جوړوي . اوبیا وروسته پاتې نړۍ غیر مرتبه ګډوډه او استهلاکي نړۍ ده نه څه تولیدوی او نه هم څه جوړوي ، او سلو کالو ته اړتیا لری چې دوهمې نړۍ ته ورسیږي ، دا خوپریږده چې لومړۍ نړۍ ته ورسیږي . آن تر دې چې د لومړۍ نړۍ تولیدات لکه موټر ، الوتکه ، یخچال ، ترکتور .. هم په مسالمت آمیزه ډول نه استعمالوي . اې کاش چې موږدا تولیدات په سمه توګه استعمالولي اود دوی شکریه موادا کولی ، خو موږ دوی ته په خپلو زړوڼو او لمنځونو کې ښیرې کوو او لعنت پرې استوو ، او د یرغلګراومسالم مخالف تر منځ ، او د هغوکسانوترمنځ چې له دوی سره ګډې ګټې لرو توپیر نه کوو ، بلکې ځینو له موږ څخه دوی ټول په یوه ځولۍ کې اچوي او پر ټولو لعنت وایی ، آن تر دې چې په خپل کور کې پرې تیری کوي او ورسره جنګیږي ، سره لدې چې دوی د اټمی بمونو ، دوربرده راکټونو ، الوتکو ، کلشنکوفونو .. خاوندان هم دي .
مګر موږ خو اټنونو ، زاړه رواجونو ، د زاړه دود زړې نښې لکه زاړه خنجرونه او ورستې رسۍ ، د لرګیو کتابونه او صحیفې ، د خاورو کورونه .. خلکو ته ښیوو او وایو دا زموږ لوی فرهنګ او کلتور دی چې د نیکنو او پلرونو راته پاتي شوی ، په داسې حال کې چې نړۍ سپوږمۍ او مریخ ته رسیدلې ، زموږ د دې زاړه او وراسته فرهنګ او دود وړتیا د جاپان او انګلستان دنیکونواوپلرونو د فرهنګ په پرتله څه ده ؟ یقینا چې وروسته پاتې نړۍ د کوما په حالت کې ده او درملنې او دوا ته اړتیا لری تر څو له بې خودۍ او خوبه را ویښه شي ، او دا د تمدن او پرمختګ غولونکی شعارونه او بیانونه مو و نه غلوی چې ګواکې موږ پرمختګ کړی او نړۍ موږ ته حیرانه پاتې ده ، دا تر اوسه هسې تش شعارونه دي ، په حقیقت کې نړۍ تر اوسه وروسته پاتې نړۍ پرخپل ځان باندې دروند بار بولی چې تعامل ورسره ستونزمن اوګران کار دي .