کور / تازه خبرونه / کرزى: له اېران څخه پيسې زما په امر اخيستل کېږي

کرزى: له اېران څخه پيسې زما په امر اخيستل کېږي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي د دفتر رئيس يې رښتيا هم له اېران څخه پيسې اخلي او دا چاره د ده په امر ترسره کوي.
ولسمشر کرزي وويل د اېران حکومت له هر کال د افغانستان له جمهوري رياست سره دغسي نقدي مرستي کوي، چي دا پيسې بيرته په جمهوري رياست کي مصرفېږي.
وړمه ورځ د نيويارک ټايمز ورځپاڼي خبر ورکړ چي د ولسمشر کرزي د دفتر رئيس عمر داودزى له اېران څخه پيسې اخلي او د دغه هيواد د نفوذ د ساتلو په خاطر يې په حکومت کي دننه، د پارلمان پر وکيلانو او حتى يو نيم طالبانو باندي په دې موخه وېشي چي د اېران دپاره کار وکړي.
نيويارک ټايمز ويلي وو چي د دې پيسو په هکله يې د اېران سفير او عمر داودزى پوښتلى و، خو هغوى له خبرو ډډه کړې وه.
نيويارک ټايمز د هغي پېښي يادونه کړې وه چي په تېر اګست کي ولسمشر کرزى اېران ته د تګ پر مهال د کابل په هوايي ډګر کي د دې هيواد سفير فداحسين مالکي ته منتظر وو، چي کله نوموړى راغلى وو، د جمهوري رياست د دفتر رئيس عمرداودزي ته يې د پيسو يوه بسته ورکړې وه.