کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تاسو سیاسي پښتنو واکمنو ته

تاسو سیاسي پښتنو واکمنو ته

د عادل جل جلاله په نوم


په ننني افغان حکومت کي پښتانه شته چې هم واک لري او هم په پوره اندازه قدرت ، هم جنرالان دي اوهم  وزیران، هم د پارلمان غړي دي او هم ډالري میلیونران اوجلاالتمأب کرزی صاحب هم ولسمشر، پښتون!
تاسي لوستونکي خبر یاست چې په شمال کي پښتانه له کوره شړل کيږي  او د ټاکنو پر  مهال  د پښتنو سیمې قصداً او عمداً ناامنه کيږي چې ټاکنې ونشي کړائ ، دا چې ولې  فکر کوم پدې نن سبا ړانده  کاڼه  هم پوهیږي . دا ډول دسیسې نورې هم ډیري دي چې په ډَول د ډَولونو د  پښتنو مسلم حقوق د پښو لاندې کیږي او داسي نور، چې دپوره معلومات لپاره تاسو درنو با درده او با احساسه هېوادوالو ته دلاندنۍ لینک بلنه درکوم چې ښاغلي عبدالله شیرزي په لر او بر برېښنا پاڼه کې لیکلې ده .
http://larawbar.com/details.php?id=22017


 زه  ځانته د یوه افغان په صفت د دې حق ورکوم چې له دوئ وپوښتم چې په هېواد کی  د پښتنو پر وړاندې په شمال کي څه تیريږي اوکومې دسیسې ندي چې د پښتنو پر ضد نه پلانیږي ، خبر ندي او که ورسره هملاسي دي؟
ړانده دي اوکه هېره لري؟
څه يې په واک کي ندي او که يې خولې او لاسونه چا ور تړلي دي؟
غواړم له دوئ وپوښتم  چې ښونځیو ته تللي دي یعنې په واقعیت د سواد له نعمته برخورداره دي او که له کوڅو راټول شویدی؟
ځانونه سیاستوال راپیژني په انګریزۍ لکه بلبلان ګړیږي زه وایم چې یره  ښکاري چې بېسواده به نه يې  هرومرو  دوه ټکي به يې لوستي وي نو دلته دا پوښتنه پر حقه ګڼل کیږی چې آیا د خپلواتلو پلرنواو نیکونو تاریخ یې  لوستئ  دی او که نه؟
که   نه، نواوریدلي  خو به یې  وي او که اوریدلی يې هم ندي؟
که دا هم په نه ځواب شي نو په کوم کلي جومات کې لوئ شویدي او د کومو پلرو زامن دي چې د خپلو پلرنو او نیکونو له کارنامو يې ندي خبر کړي؟
د پښتنو په سیمو کي چې په اشکال داشکالو بې ګناه پښتانه کورنئ بمباري کیږي او په
 کورو ورننوځي او بې عزتئ ورسول کیږي  دا کوم تړون کوم قانون او کوم حق دی چې په کراتومراتو  دا بې ننګه او بې غیرته عمل تر سره کیږي؟
دا کوم مشاورین دي چې ښاغلي کرزي ته  د چوپتیا مشوره ورکوي کله چې د پښتنو پر وړاندې دسیسې جوړیږي او سیمې یې نا امنه اعلانیږي او افغان ضده کسان په ډګر د پښتنو پر وړاندې د ویستلو او د افغان او افغانستان د نه منلو چغې وهي؟
دامنم چې دا دسیسې او دا پښتون ضده افغان ضده ملی خائينان ډير لا تر پخوا په دغو هلو ځلو لګیا دي اما اوس خو د بشري حقوقو ملي یووالي او د دیموکراسۍ  او د افغانستان جان  او د قانونمندی او پولیس او هغه هم ملي پولیس (ای کاش چې د ملي کلمې په معنی خو پوهیداي) نارې  یې د نړۍ غوږونه ورکاڼه کړل  نو اوس څنګه د افغان  او افغانستان نه منم، پښتانه دې له شمالی ولایتونو څخه وشړل شی (چې عملاً يې ترسره کړل زندانو ته یې واچول)،ویل کیږي، نو څه شول د دیموکراسۍ قوانین او اصول؟ څه شول دا ملي پولیس صاحبان؟
 ستاسو څارنوال  صاحب؟ اوقضی څه شوه؟
د مارشال فهیم د مړینی خبر په اساس چې د بېنوا او ټول افغان پښتو برېښنا پاڼې بندوي ولې هغه سایتونه نه بندوي چې ملي نفاق ته لمن وهي او  د پښتنو پر وړاندې خپلې کرکې لیکي او ملي هویت ته او افغاني اتلانو او د تاریخ ځلانده ستورو ته به سپکه لیکي .
ګوره ای پښتون واکداره! ستا منطق او وجدان دا مني چې زه له مخدومه  وژاړم؟
له قانوني وژاړم  او یا له عبدلله ؟
آیا زه له بسم الله او عظیمي وپوښتم؟
د  قانون پلي کولو لپاره له چا وپوښتم؟
ای پښتون واکداره! آیا په حقه به نه وم که د مخدوم خان  پر ځاي له کرزي وپوښتم؟ غوره به نه وي  چې له الکو خان صاحبه وپوښتم؟
د منطق حکم به دا نه وي چې د عظیمی او بسم الله پر ځای له جنرال وردګ صاحبه وپوښتم؟
او تاسو ته عرض وکړم ای په  تش  نوم پښتون ولس مشره اوکه  فهیم خان او خلیلي خان صاحبانو ته؟
ځانونه وپیژنئ او پلرونه مو وپیژنئ او نیکونه مو رایاد کړئ!
د پښتنو په نوم یادیږئ ، پښتانه وپیژنئ!
له تاریخ او د هېواد په ملي هویت ځانونه خبر کړئ!
د ابدالي او ملالې له لمنو دعا واخلئ!
د مکناتن له قبره وپوښتئ چې چا ولې او چیرته په ککرۍ ویشتی دی!
تاریخ  مو ګوره پروا نلري د قلم په بدبویه رنګ به مو ثبت کړي او دشاه شجاع او سقاؤزوی سره به یوه تله کی وتلل شئ !
غلیم  دې ګوره په کمین کی دی  زړسوی  درباندې نلري  دا افغان دښمنه ډلې ټپلې مو  په تورو او ژورو کندو کې غواړي وګوري!
ګوره دغیرت او د حماسو تاریخ لرئ د پلرونو او نیکونو شملې مو ډېرې هسکې دي دومره حساس وخت کي او د دومره غټ مسئولیت پر وړاندې دومره بې پروا مه پاتې کیږئ چې دا ډول سیاست او ژوند د سرکوزو خلکو کار دی!
دا بې غوري او بې پروایي مو لیکل کیږي هره لویشت د خاورې به شهادت درباندې درکړي د ملت لاسونه  به مو د ګرېوانو راونیسي له قبرو به مو هډوکي  محاکمه کړي !
ګوره ای پښتون د پارلمان غړیه وزیر صاحبه څارنوال  صاحبه والي صاحبه  او ای د پښتون په نوم د هېواد ولسمشره!
ګوره عادل ته سر ټیټ کړئ او دعدل لاره ونیسئ ، دومره هم په ډالرو زړه مه بایلئ چې اور به  درپورې کړي !
ګوره دا ابر ځواک به عادل په خپل غم اخته کړي بیا به  یوازې پاتئ وئ بچیان به موسر ټیټي  وي  په تاسو به شرمیږي !
ټول افغانان سره خویندې وروڼه دي او مساوی الحقوقه!  ګډ کلچر او فرهنګ  لري ټول افغانستان د ټولو افغانانو ګډکور دی هر څوک چې هر چیرته مېشت وي همالته یې مسلم د اوسیدلو حق دی!
بندې کړئ هغه وېب پاڼې چې تفرقو ته لمن وهي پښتون ضده تبلیغات کوي سقاؤزوی  او عبدلخالق ته په درنه ګوري او ابدالي او غازي امان لله خان ته په سپکه !
د هغو مبلیغینو او لیکوالو مخه ونیسئ چې افغان نه مني او افغانستان!
محاکمه کړئ هغه بې ضمیره او پست هېوادوال چې پښتانه له خپلو کورو اوباسي زندانو ته یې اچوي او ورته سپکې سپورې رسیږي ، محاکمه کړئ هغه سیاستوال چې د دافغان اتلانو او نومیالیو ته د مرده باد سازمان ورکوي!
محاکمه کړئ هغه واکداران چې دا ملي ضده څېرې د خپلو د توپک په خولو حمایه کوي !
پښتنو د خپل ستر بابا ابدالي د پاتې میراث په اساس  له هغه وخته لا تراوسه ټولو مېشت قوموته چې د هېواد تابعیت یې لرلائ دی،  وروڼه ویلي دي، وايي او وايي به!
 پښتنو د تاریخ په اوږدو هیچ چاته ددې اجازه او مهال ندې ورکړئ چې د قوم او ژبې پر اساس څوک له کومې سیمې وشړي!
او هیڅ څوک به ثبوت نکړي چې پښتنو کله هم د نورو افغان مېشتو قومونو پر ضد  کوم داسې عمل تر سره کړئ وی چې نن   دا ډول  عکس العمل  ورته انتظار وي خو دا  دې  ددوئ په یاد وي چې  افغان تاریخ به دوئ هرمرو خائینین وبولي او په بدرنګو نامو به یې یاد  په خپلو پاڼو کي د تل لپاره وساتي  او په ياد يې وي چې د خپل لاس اغزي به انشأالله تعالی، که نن وي که سبا، وريبي!
هر څوک په هر عنوان چې دا ډول مغرضانه او غیر ملي د نفاق ویروس ته لمن وهي مونږ یې غندو او  دمحاکمې غوښتنه یې کؤو او د افغان او فغانستان او د ملي یووالي دښمن يې بولو .
که محاکمه مو له  وسه  نه وي نو د مخنیوي خو به مو څه د لاسه پوره وي؟
او که دامو هم له توانه  نه وه پوره، نو ای معزز  واکداره بیا شرافتمندانه ووایه
نه غواړم دا تش په نوم ولسمشري!
نه غواړم  دا تش په نوم وزارت!
نه غواړم دا تش په نوم د پارلمان غړیتوب!
نه غواړم دا تش په نوم څارنوالي!
نه غواړم دا تش په نوم ولایت!
لا اقل خپل وجدان ،  تاریخ او بچو ته به نه وې ملامته !