د قبايلي طالبانو يوې ځايي شورا ويلي چي که د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کي عمليات شروع کړي، دوى به افغانستان واوړي او له هغه ځايه به له پاکستاني پوځيانو سره وجنګېږي.
په ميرامشاه د شورا له خوا په يوه چاپ سوې خپرونه کي راغلي چي د دوى جهاد به تر قيامت پوري روان وي، که پوځ تنګسه پر راولي افغانستان ته به ولاړ سي او د دغه هيواد له ولسمشر حامد کرزي څخه به خپلو نفرو ته د هستوګني مرسته وغواړي.
شورا ويلي چي له ځينو سرغړونو سره سره دوى نه غواړي چي له پاکستان سره د ٢٠٠٧ کال د سولي تړون مات کړي، خو که يې پاکستان ماتوي دوى به جګړې ته دوام ورسره ورکړي.
د قبايلي طالبانو دې شورا په داسي حال کي دغه خبره راپورته کړې، چي د امريکا له خوا د پاکستان له حکومت سره دوه ميليارډه ډالره نوې مرسته اعلان سوې او ويل کېږي چي د پاکستان پوځ به په شمالي وزيرستان کي د طالبانو پر ضد عمليات شروع کړي.
د دې عملياتو غوښتنه د امريکا حکومت په وار وار له پاکستان څخه کړې ده.