بابوزئ
زوۍ مړې! چا ته دي ډالۍ کړه دا زمري کنداريان
په وينو ليت پيت دي کړه ولي ؟ دا نامي کنداريان
تاله به څوک څومره توښه درکړي چي وارزيږي
لکه د باغ ګلان دي مړه کړل ګلا لي کنداريان
===========================
يوخوامو پړانګ بل خوامو پاڼ نېولې
زموږ دښمن سيمه په چاڼ نيولې
يو يې قصاب بل يې شين سترګۍ ګوره
دواړو قېضه زموږ د سکاڼ نيولې
======================
د مسلمان پر ځنکدن به ملا ياسين ويلو
هم يې د مړي د عزت او د تکفين ويلو
دې اوسني ملا ته ګوره اول ځان پټاو کي
د مقتديانو ژوندون اخلي په نفرين ويلو