کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۷)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۷)

دقریب الرحمن سعید ژباړه :
تاسو ددې  ناول  اولسمه برخه  لولئ….
پرلپسې ( ۳۱)…

راجپوتان چې  کله د خپل راجه رتن سین   او شهزادګۍ  کیتهل    د تښتولو  وروسته     جیتور ته  ورسیدل  نو دهغوې په راتلو  سره د  جیتور   راجپوتانو  یو ستر  جشن  جوړ کړ  او هرې  لورې  ته خوشحالۍ شوې . کله چې  راجه  رتن  سین او  شهزادګۍ  کیتهل   د جیتور   قصر ته  ور  ننوتل  نو د نور و  (رانیانو ) څخه علاوه د  رتن  سین  هغه ډیرې  ښایسته اوښکلې  راني   پدمنې  هم ددې دواړه  د  زړه له کومې  استقبال وکړ . پدمني  خپله  لور کیتهل  تر ډیره  پورې  په خپله  غیږه  کې نیولې وه ، دهغه تندې او مخ  یی ښکلاوه   او مینه یی ورسره کوله .  د ټولو خلکو سره  د لیدو  وروسته  راجه   رتن سین  خپله  راني پدمنی او  لور  شهزادګۍ  کیتهل   د محل  یوې  ځانګړې  خونې  ته له ځانه سره  یوړل  ،کله چې درې  واړه یو بل ته مخامخ کیناستل نو  راجه  رتن  سین  په خبرو پیل وکړ  او خپلې  راني پدمنی ته یی و ویل :
 پدمني  په دې کې هیڅ  شک نه شته  چې زما دلور  کیتهل  کوژده  د علاؤالدین د ستر سالار کمال الدین سره  شوې ده .  په هغه وخت کې  دا کوژده ما هم تایید کړې وه  ، دا په دې خاطر  چې  کمال الدین دسلطان علاؤالدین   ډیر محترم او هغه ته ډیر   ګران  شخصیت دې. په دې خاطر ما  په زندان کې   د اوسیدو په وخت کې  دا  کوژده   خوښه کړې وه. 
پدمني  ! تا ته  به  دا خبر هم  را رسیدلې وي  چې  راجپوتان   ددې  کوژدې  څخه سخت  ناراضه شوي دی . نو د ټولو  راجپوتانو  د نارضاییت  په  اساس  ما ددې کوژدې  څخه  دلاس په سر کیدو   پریکړه  کړې ده . زه  فکر کوم چې کمال الدین  زما د لور  کیتهل  له پاره په هیڅ  توګه  وړ  انسان نه دې.
پدمنی  واوره ! ددهلی  څخه د جیتور  په  لور د راتللو په وخت کې  ،په لار ه کې دخپلو فوځونو  سپه سالار  پورن مل  ماته د کیتهل  د لاس  ته راوړو  په اړه  پیغام   را کړې دې .  هغه کیتهل  سره مینه کوي   او غواړې  چې هغه  خپله  د ژوند  ملګرې کړې . ما پورن  مل   ته   هوکړه  کړې  ده . اوس  زه تاسو دواړو  مور او لور ته وایم  چې  تاسې هم په ذهنې توګه   تیارې  اوسئ ، په ډیر نژدې وخت کې به  کیتهل او  پورن  مل  یو دبل سره  واده وکړي .
راجه رتن  سین  تر دې  ځاېه  خبرې  وکړې  چې  نا څاپه   شهزادګۍ  کیتهل  خپل  خفګان ډاګیزه کړ  اوډیره  په   غصه شوه . دخپله ځایه  را پورته شوه  او بلې  خونې ته ولاړ ه ،  راجه  رتن  سین  ته  د کیتهل دا حرکت   خوښ  نه شو . هغه  غوښتل  څه ووایی   چې د لاس  په اشارې  سره  پدمنې  هغه د څه ویلو څخه منه کړ ،کله چې  پدمنی هغه ته  د  غلی  پاته کیدو وویل  نو  راجه  رتن  سین  د  واورې  په څیر ویلی  شو  او په  دې وخت کې  یی هیڅ  هم  و نه شو ویلاې.
دکیتهل  دتللو وروسته  دلته په خونه  کې تر  لږه وخته  پورې  چپه چپتیا وه ، اوبیا  پدمنی  رتن سین  ته  په وینا  پیل وکړ او ورته یی وویل :
ته  په دې معامله کې  کیتهل ته څه مه وایه . دهغې ددې ځایه څخه پورته کیدل  او وتل  ددې خبرې  ښکاروندوې  دې  چې هغه څومره دکمال الدین سره  مینه  لري ،او څومره د پورن مل  څخه  نا خوښې  او نفرت  ښیئ ، ته  به جذباتي او  احساساتي کیږې نه ، معامله  باید په ډیره  ښه  توګه  حل کړو ، ته به د پورن مل  سره د کیتهل   دواده  په اړه  بیړه نه  کوې . هسې نه  چې په دې توګه  کیتهل  په بغاوت او سرکشۍ باندې  لاس  پورې کړې  او یا ددې ځایه د تیښتې  هڅه وکړې . که چیرې  داسې  وشول نو مونږ  ډیر زیات  بدنامه شو . ته ماته وخت  راکړه  ، زه  به  کیتهل سره خبرې  وکړم  اوهغه  به  اهسته  اهسته  د پورن  مل  سره د واده  له پاره تیاره کړم . او زه  هیله لرم  چې یوه ورځ  به زه په دې کار کې  بریالۍ  شم .
راجه  رتن سین د پدمنی ددې خبرې  سره  اتفاق وکړ   بیا  پدمنې ددې خونې څخه ووتله اوهغې خونی ته ورغله  چې کیتهل  په کې ناسته وه .
هغه خونې ته  د ورننوتلو سره  سم  پدمنی حیرانه  شوه ، هغې و کتل  چې کیتهل  هلته  دکمرې په منځ کې په یو ځاې ناسته  ده  ، اوسر یی د پښو په منځ کې ایښې   او په زار  و  قطار  ژاړي ، سلږۍ وهی او ساه   یی  ځي راځی . څرنګه  چې  کیتهل د پدمنی  یواځنۍ  لور وه  او پدمنې  هغه دخپله ځانه  هم  ډیره  محبوبه ګڼله ، نو دخپلې  لور  ددې حالت  په کتلوسره  پدمنی  بیچاره  هم د وازګې  په څیر ویلې کیده ، سمدستې  ور مخته شوه  او کیتهل   یی دخپل  ځانه سره  را ونغاړله ، کیتهل هم خپل سر  د خپلې  مور په سینې  باندې کیښود  او سلږۍ یی وهلې.
د ډیرې  زیاتې  تسلۍ او تشفۍ  وروسته  پدمنې  په دې و توانیده  چې کیتهل  را پخلا کړي ، کیتهل هم خپل ځان  سنبال کړ  بیا یی خپلې مور ته  په  خبرو کې وویل :
مورجانې  ! دا خلک  ولې  ما   دګلانو  د بوټو د منځ  څخه  باسی  او د تباهۍ اوبربادۍ  کندو کې  مې ورغورځوي. ولې دا خلک  زما دمحبت خوشبویی  په  ورانو او ګنده بویو   د بدلولو  په  هڅو کې دي . دې  غیر مسؤلو  خلکو  له ما څخه شیشه  جوړه کړې  او غواړی په   تیږو  مې  ور  وغورځوی .  خو  واوره    زما مورجانې! کمال الدین زما د غوښتنو  او محبت   محور دې .  زما د  وجود  په  هر ازمیښت کې  هغه د اسانتیاو  د محل  رنګ  دې ،  مور جانې !  زه  د کمال الدین پرته  ژوندۍ نه شم پاته کیداې ، کمال الدین زما  ستورې  او زه یی  سپوږمۍ  یم ، هغه زما د  ذهن او زړه  سکون  دې  او زه دهغوې دخوشحالیو  نغمه  یم . هغه زما  له پاره د امن او  شتۍ   روح  دې او زه دهغه  له پاره  په ګلونو کې    جوړه  شوې  ښایسته ځاله یم .
مور جانې دکمال الدین نه پرته  زما له پاره  د نغمو اواز  د سوزیدونکې  عذاب  نه  هم بدتر دې . د کمال الدین نه پرته زما  ژوند د اور  په سکروټو باندې  دې  ،  مورجانې  واوره ! ما   په خپل تندې  کمال الدین  د سپوږمۍ  په څیر   ښایسته کړې دې  .
مورجانې ! دکمال الدین په مقابله کې  دا پورن  مل  دنفرتونو  تنور  او دکرکې  سکروټه ده ، که  چیرې زه مو د کمال الدین پر ځاې  د پورن  مل  سره واده کړم نو مورجانې  په یاد ساته  چې که  زما د لاسه  نور څه پوره  نه شي  نو دومره خو  حتما کولاې  شم  چې  تر هر څه لمړۍ به  خپل ځان د مرګ  په  کونی کې ورښکته کړم، ګوره مورجانې  ! پورن  مل  یو بدمعاشه او بداخلاقه  انسان دې . خو کمال الدین دده  په پرتله  د اخلاقو  یوه نمونه ده . مورجانې !  ایا زما دخواهش  او  زماد غوښتنې  پر خلاف  تاسې  ټول  سره  را ټول  شوي یاست . ایا ماته زما   د ساه  ښکلو اجازه هم نه را کول کیږي . ایا ماته  دومره   حق  هم  نه  تر لاسه کیږی  چې زه خپل میړه، خپل خاوند ، او خپل  محبت  په خپله  و ټاکم . مورجانې ! که ماته  دا حق  را نکړاې  شي  نو واوره  چې دا به له ماسره   ډیر زیات   تیرې  او ظلم  وې . او ګوره  مورې !  زه به دا هم درته ووایم  چې  زه هیچاته هم   داحق  نه ورکوم  چې زما  د وجود  د شریانو  څخه بیېدلې وینه  کې  اور  واچوي  اوزما  ژوند   دنفرتونو اوکرکې  په لباس کې  را ونغاړی .  که  څه  هم دداسې کار کونکې  زما خپل مور او پلار  وي  ، زه به دهغوې  دهرې  دغسې   پریکړې  مخالفت وکړ م .
کله چې کیتهل  غلې  شوه  ، نو مور یی پدمنې  د هغه  د مخ   ددواړو  غومبرو  څخه په ډیره  مینه   په خوږ  ه  توګه   یوه  اوږده  موچی  واخسته   اوبیایی  دځانه سره  را ونغاړله  او ورته یی وویل :
زما لورجانې ! ته ولې دومره غمژنه او اندیښمنه یی .  ډاډه اوسه ، باور  وکړه ، زه  تاته  ډاډ  درکوم  چې هیڅ کار  به ستا د خوښې پر خلاف  و نه کړل شي . خو بیا  دا یاد  ساته  چې دا هر څه به  په پوره  راز  او په پټه توګه تر سره کیږي ، ته هیڅکله هم او په هیڅ  ځاې کې  هم د خپل پلار  پر خلاف خبره مه کوه . اوس  ته ورته ګوره  چې زه  ستا دپلار  څخه پورته  اودهغې نه هم پورته له تاسره څه کولې  شم .  لورې  !  ستا  د  راتلو  تر مخه ماته خبر  را رسیدلې و  چې کمال الدین  د جمنا  ددریاب  په غاړه  ستا عفت او عصمت  خوندی ساتلې دې، او یواځې  ستا نه بلکه دکنپل  عزت  یی  هم  خوندی کړې دې . نو په همدې خاطر ته د کمال الدین  په لور  نیغ  په نیغه ورغلې . ماته  داخبر  هم راغلې و چې کمال الدین د کمال  خاوند دې  ، ډیر ښه  توره  وهونکې ، جنګجو او  د نیک نفس  خاوند  دې . کله چې ماته داخبر  را ورسید  چې ته د کمال الدین  سره منسوب  شوې یی . نو زه بلکل  خاموشه  وم . ما هیچا ته هم داخبره نه ده کړې . اوهغوې  چې ماته یی داخبر  راوړې و هغوې ته هم ما دا تاکید کړې و  چې دا خبره  د بل هیچا  غوږ ته هم و نه رسیږی . خو دا چې  اوس   پورن مل او مادهوراې  چې ته یی دلته راوړې  یی ، په دې خبره خبر شوې  نو دا بیله خبره  ده .   خو ته صابره اوسه ، زه ستا له پاره ډیر څه کول غواړم . ته  ولاړه  شه  ، لاس و مخ  پریمنځه  ، کالی  بدل کړه  بیاراشه  چې  ډوډۍ سره یو ځاې   و خورو.  کیتهل  د خپلې مور پدمنی  ددې خبرو  څخه ډاډمنه شوه  ، بیا هغه د خپلې مور پدمنې   غسل  ځاې  ته  ورغله .
۳۲
یوه  ورځ  سلطان علاؤالدین  خلجېي  دخپلو  امراو ، سالارانو او  د عدلیی د مسؤلینو  غونډه راو بلله . کله چې دوې  ټول په قصر کې  دسلطان  علاؤالدین  تر مخه را ټول  شول نو بیا سلطان  ټولو ته  په وینا کې وویل:
زما دوستانو ! ما  اراده کړې ده  چې دلته په  درالسلطنت  کې  دومره  ځواکونه و ساتل شي  چې د اړتیاو په وخت کې  په ډیره   ښه توګه  دفاع  وکولې شی  او د اړتیاو په وخت کې  زمونږ په  کار  راشي .  تاسو خلکو وکتل  چې  منګولیان  هره ورځ  پر مونږ  یرغل کوی ،په هر ځاې کې  بغاوتونه  سر  ر ا پورته کوې ، په ځینو  وختو کې  یو نیم  راجه  سرکشي کوې   چې په اساس یی  زمونږ د  مقبوضه ځایونو  امنیت  خرابیږي  او له منځه  ځي.
دهمدې  اندیښنو د په نظر کې نیول په اساس ، زه غواړم  د لښکر په  شمیره کې  ډیرښت راوړم . خو دلښکر  د ډیرښت  له پاره  پوره   مالې  بودجې  ته اړتیا ده . څومره  مال  چې   په   شاهی  خزانه  کې شته هغه د لښکرو د تنخواګانو او نورو  اړتیا و  له پاره نژدې  پنځه کاله  بسنه کوي ،  خو ماتاسې خلک ددې له پاره  را بللی یاست   چې دخپلمنځی  مشورې کولو نه وروسته  ماته ووایاست  چې  څه ډول  ګام  واخستل شي تر څو  په دې  ستونزو  باندې  قابو  ومومو . ترهغې  چې زما  خپل  فکر  دې  ، هغه دا   چې د چنګیزخان او نورو  حکمرانانو په څیر  مونږ ته هم  ښایی  چې دخپلو  عسکرو په تنخوا کې    کمښت راوړو  ،نو په دې توګه  به زه په اسانۍ  سره وکولې  شم دلښکرو په شمیره  کې ډیرښت  راوړم . خو زه نه غواړم  چې زما پریکړه پر تاسې باندې  مسلطه شي . تاسې  مې په دې خاطر را غوښتې یاست  چې  په خپلو  منځوکې  مشوره وکړو  بیا کومې  نتیجې ته  ورسیږو ، هیله  ده  چې  له ماسره به مرسته وکړئ . د علاؤالدین ددې حکم سره سم ټولو امراء و، سالارانو او  نورو  مسؤلینو  په خپلو منځو کې مشوره  کول پیل کړل .
ټولو تر ډیره  وخته  پورې  خپلمنځې  خبرې کولې ، بیا  چې   کوم  ګډ  وړاندیز  ته ورسیدل    نو دهغې  د ډاګیزه کولو  له پاره یی د دهلی کوټوال  علاءالملک  غوره  کړ. ددې وروسته  علاء الملک  سلطان علاؤالدین ته  مخ کړ او  ورته یی وویل :
درونده سلطانه ! مونږ د عسکرو د تنخوا  د کمولو سره موافق نه یو . ستا مقصد  به هله  پوره کیږي  چې ورځنی  د اړتیا وړ  شیان  په کم  قیمت  باندې  خلکو ته  ورکول  شي  اوهمدا  راز  د وسلو ،  آسونو او … شیانو په قیمت  کې هم  مناسب  کمښت   را منځه ته شي . او دهغوې  ارزاني  هم وی  او دهمدې  ارزانۍ  په  اساس   که چیرې  بیا ته د  عسکرو  په تنخوا کې کمښت هم راوړې  نو  لښکریان  به  په  هغه کې کمې نه محسوسوي ، سلطان علاؤالدین دا وړاندیز و منود . اوبیا یی د  دې وړاندیز د عملې کولو  له پاره سمدستې  څو  ګامونه  پورته کړل .
دهغه لمړۍ  کار داو  چې  هغه  خپل  یو کس امیر د  منډیی  کوټوال  و  ټاکه ،دهغه کار داو  چې  هغه    د بازار  په نرخونو باندې   څارنه وکړی او د شیانو  قیمتونه  لوړیدو  ته پرې نږدي .
هغه بل حکم دا وکړ  چې د خالصه شاهی   د  لاسته راوړنو   د برخې  په بدل کې  دې  غله واخستل شي .  اودا  غله  دې په ګودامونو کې  ذخیره کړل  شي . نو که  چیرې  په بازار کې  د غلې کمښت  پیدا شی  نو هغوې دې  دا  ر ا ټوله کړل  شوې  غله  د  غلې  منډیی ته  عرضه کړي  او د شاهی نرخ  په مطابق  دې یی و پلوري .
دسلطان  علاؤالدین دریم حکم داو  چې  د ټول هیواد  غله پلورنکې  دې راټول او د جمنا  د دریاب  په غاړه  دې ورته  ځایونه  ورکړل  شي  تر څو دهیواد  د غلې  تولیدات  په یوه ځاې کې سره راټول  کړل شي . اوهغه د شاهي نرخ   له مخې و پلورل  شی . همدا  راز  د حیواناتو پلورونکو څخه ژمنه  واخستل شي  چې هغوې به د سلطانې احکاماتو په مطابق  عمل کوي .
څلورم  حکم  یی دا وکړ  چې  ، څنګه چې تاجرانو ټول وخت  دا کول  چې غله  به یی را ټولوله او  دخپله ځانه  سره به یی  خوندی  ساتله ، اوکله به چې په  هیواد کې  غله کمه  شوه  نو هغه به یی را ویستله  او په لوړ قیمت  به یی پلورله . علاؤالدین ددې  کار سخت مخالفت وکړ  که چیر ې کله به هم دا ډاګیزه شوه چې کوم کس  به  په دې نیت  غله  را ټوله کړې وه  نوهغه  غله  به دسرکار  په حکم    ضبط  کیده او شاهی  خزانی ته به تحویلیده  اوپه  هغه  وګړی  به  جرمانه  عاید کیدله.
پنځم  حکم یی دا  وکړ  چې  په  فصلونو کې د خلکو   د وړتیاو  څخه  چې  څومره غله  زیاتیږی  نو هغه دې هملته  په  پټی کې  وپلوري . اودخپلو اړتیاو  څخه  دې یوه دانه  زیاته هم  له ځانه سره نه ساتي . مامورینوته  یی حکم  وکړ  چې هغه دې  هملته په پټی کې  مال  تر لاسه کړی ، هملته  دې یی قیمت ورکړي  او هیچا ته دهغه د خپلو کورنیو  اړتیاو  نه د زیاتو پریښولو  اجازه ورنکړي . اوپه دې توګه د غلې  د ذخیره کیدو  څخه  مخنیوی  کیده .
شپږم  حکم یی دا وکړ  چې  سلطان ته  دې  د منډیی دکاروبار او تجارت  اودقیمتونو د کنترول  ورځنې راپور  ورکړل شي  که چیرې  څوک  ددې حکم  څخه  لږ  څه  خلاف  کار  هم وکړی نو دمنډیی  مامورینوته  سخته سزا  ورکول  کیږي ، همدا  راز  یی د قحط د زمانی  له  پاره دا حکم   هم  جاری کړ  چې  یوازې دخپلو اړتیاو  له پاره  خپله غله  وپیرۍ ، اوددې نه  علاون   نیم من   زیاتې  هم  له ځانه  سره یو نسۍ .  ددې حکم   مخالفینو ته هم  د سختې  سزا ورکولو حکم  اورول  شوې و . ددې ډول  معاملاتو د تحقیقاتو  له پاره  د شاهی مامورینو  یوټیم  ټاکل  شوې و چې  د شاهی  فرایضو  په  انجامولو کې  یی دپوره سختۍ  څخه کار اخست . تر څنګ  یی  دسلطان  جاسوسانو  هم  د بازار د حالاتو  څخه پوره پوره  ځان خبراوه او دحالاتو په اړه به یی سلطان  ته  خبر ورکاوه . دهمدې  سختو قوانینو  په موجودیت کې هیچا دا جرئت  هم نه شو کولاې چې هغوې دې د غلې په قیمت کې  لږ څه  تغیر او تبدیل هم وکړی.
۳۳
یوه  ورځ کمال الدین د سلطان علاؤالدین د قصر په یوې خونه  کې  ورننوت .  دغه وخت  په دې  خونه کې سلطان  علاؤالدین او  کوټوال  علاءالملک  نه  علاوه یو بل کس  هم ناست و  چې د  کمال الدین له پاره  اجنبی و . کمال الدین  دهغه سره هیڅ ډول  پیژندګلوی  نه درلوده ، کمال الدین  ورغې  او دسلطان  علاؤالدین  او کوټوال  علاءالملک  سره یی  ډیر ګرم  روغبړ  وکړ    اوبیا یی د هغه  اجنبی  سره هم  همغسې ګرمه مصافحه  وکړه  لکه  څنګه یی   چې د علاؤالدین  او علاءالملک سره کړې وه . کله چې کمال الدین دعلاءالملک تر څنګ  کیناست ، نو بیا علاؤالدین  کمال الدین  ته  وویل :
کمال الدینه  زویه ! ما ته د  یوه  ډیر مهم  کار په  اړه  را غوښتې  یې . دا وګړې  چې  ستا تر مخ   ناست دې  ته دهغه  سره  نه پیژنې . خو ما ستا  له راتلو دمخه  هغه  ته  ستا په اړه  تفصیلې  معلومات  ورکړې دې. اوس  تاسې  دواړو  ته غواړم  یو ډیر مهم کار  وسپارم .
زویه  ! دغه سړې  چې تاته مخامخ  ناست  دې  عین الملک  نومیږی، د ملتان اوسیدونکې دې  په دې خاطر ورته  عام خلک  عین الملک  ملتانی وایی.   زویه !  دا  زما له پاره همدومره  مهم  وګړې دې  لکه  څنګه چې  ددې  دمخه  د ملتان حاکم  ظفرخان  و. زه  تاسو دواړو  ته د مالوه  او  راجین   کار  درسپارم .  اوهغه څه  چې  زه درته  وایم  هغه په ډیر غور  سره  واورئ .
د هغه وخته  راهیسې  چې د راجپوت  راجه  زما  په  غیر حاضرۍ کې د دهلی د زندان  څخه  د راجپوتانو لخوا   ویستل شوې  دې  نو دهمغه وخته راهیسې د مالوه اوراجین  راجه   دماغ  ډیر  خراب  شوې دې . هغوې  د رتن  سین  د زندان  نه  ازدیدل او بیرته خپلې  سیمې  جیتور  لورې  ته   دهغه  تلل زما  ستره کمزورې  ګڼی . خو   دې  د احمق زوې ته  دا  معلومه  نه ده  چې  دا پیښه  زما  په نشتوالې کې ترسره  شوې ده   ، اوهسې هم  ما غوښتل  رتن سین  ازاد کړم ، ځکه هغه زما له پاره هیڅ  ډول  خطره  نه  حسابیږي .
کمال الدینه  او  عین الملکه ! زما دوستانو !  زما مخبرانو ماته خبر راوړې  دې  چې د  مالوه او  راجین  راجه   کوکا    زمونږ سر ه د جنګ  په خاطر  ډیر ستر  فوځ  جوړ کړې دې   چې په هغې کې  څلویښت  زره ډیر  ښه  آس  سپاره  دي  او  یولک   روزل شوې   پیاده  عسکر  دي  . په دې  تر تیب   هر وخت  راجه  زمونږ د مقابلې  له پاره  دغه  یونیم لک  شاوخوا  لښکر  ډګر ته  را ویستلې شی .
ما ته دا خبرونه  هم را رسیدلې  دي   چې د مالوه  او راجین  راجه  اوس  د جیتور  د راجه  رتن  سین  سره هم  څه  سازباز کوي  او دواړه  غواړی  چې خپلو  ځواکونه سره  یو ځاې کړې او پر مونږ باندې  یرغل  وکړی.
خو د راجه رتن  سین  له  اړخه  زه کومه  خطره  نه احساسوم ، ځکه  چې ما  د هغه  خورین ،راجکنور،  دچتوړ  حاکم ټاکلې دې ، او راجکنور  د یوه لښکر سره یو ځاې  د دهلي  څخه  د چتوړ  په  لور روان  شوې هم دې.  زه هیله من  یم  چې چتوړ  ته درسیدو  سره  سم  به  راجکنور  زما د نصیحت  سره  سم  خپل  کار پیل کړي  او نه یواځې  خپل ماما  رتن  سین  به   د خپل  ځان  د تابع کولو کوشش وکړي  بلکه  ، زما  لور  کیتهل  به  هم  را پیدا  کړي .  خو اوس  زه په راجه رتن  سین باندې  ډیر  فشار  نه  راوړم . ځکه  زه ویریږم  که  ما داسې وکړل نو هسې نه  چې  هغه په انتقامی کار  لاس  پورې  کړې او  کیتهل  له منځه یوسي  او یایی بل چیرې  واده نه کړي.   خو که  چیرې هغه داسې وکړې  نو دابه زما له پاره  د ډیر غم  او خفګان  وخت وي .  په دې خاطر د راجه  رتن سین   معامله  اوس دهغه  خورین  راجکنور ته  پریږدئ ، ما  راجکنور  په پوره تفصیل سره  پوه کړې دې او هغه  به  انشاءالله  چتوړ ته  د رسیدو  سره سم  خپل کار  پیلوي .
زه اوس  غواړم  چې د مالوه او راجین د شهزاده  کار   ور تمام کړم ،ماته دهغه په اړه   ډیر  بد بد خبرونه را رسیږی. ما ته  دا هم   ویل شوی  چې دا وګړې  نه یواځې  زما پر خلاف  افواهات  خپروی بلکه خپلو مشیرانو او سالارانو ته دا هم وایی  چې  کله چې هم هغوې د سلطان  د عسکرو  سره  ټکر کوي  نو هغه به  د سلطان  لښکر ته ډیره  بده ماتې ورکړي ، او ورته وایی چې   راجپوت  ټیتیږی  نه  بلکه  نور  ځانته  ټیټوی .  کمال الدین او عین الملکه ! زما  زامنو! زه  غواړم   ستاسې ددواړو  په واسطه  راجه  ته  دا ثابته  کړم  چې مونږ  هم  ټیټیدل نه بلکه  ځانته  دنور و   په ټیټولو  عادت  یو .
کمال الدینه  زویه ! هغه لښکر  چې ستا د قومندې لاندې دې  هغه  لا دپخوا  څخه  په جنګونو کې برخه  اخلې  همغه به  ستا  د قومندې  لاندې پاته وی . هغه لښکر  چې د عین الملک  ملتانی تر قومندې لاندې کار کوي  نو هغه ما  د پخوا څخه  عین الملک ته  ور پیژندلې دې .  زه غواړم  چې تر سبا ماښامه پورې  تاسې ددې  ځایه څخه  کوچ وکړئ ، نو په دې لړ کې  که تاسې  څه ویل غواړئ نو ویی  وایی . هو ، کمال الدینه  ماتاته  دا هم  غوښتل ووایم  چې ،څرنګه  چې ستا دوست  کریم الدین نوې  نوې واده کړې دې  نو په دې اساس  هغه  په خپل لښکر کې  له ځانه سره مه اخله ، هغه  پریږده  چې دخپلې  نوې  را واده شوې ناوې  سره هملته په حویلۍ کې  واوسي . دهغه  په دې خبره  کمال الدین  وخندل  او ورته یی وویل :
درونده  سلطانه ! ته  فکر  مه کوه  ، زه  کریم الدین  په خپل  لښکر  کې نه  شاملوم ،، درونده  سلطانه ! که  چیرې  عین الملک  ته کوم  اعتراض  نه وی  نوزه  او عین الملک  به دخپلو  قرارګاهانو  په لور  ولاړ شو . تر څو  خپلو  لښکرو ته   همدا  اوس د تیاریدو  حکم وکړو . ځکه  سبا  کوچ  ته باید هغوې تیار   واوسي . اوزه هیله  لرم  چې  د مالوه او راجین  څخه به زه او عین الملک    ستا  له پاره ښه  خبرونه  راوړو .
دکمال الدین په ځواب  باندې سلطان  ډیر  خوښ  شو . بیا دخپل ځایه پورته شو. سلطان  علاؤالدین  بیا بیا د کمال الدین  ،  عین الملک  او علاء الملک  سره  الوداعي  روغبړ  وکړ اوبیا  ددې خوني څخه هلته په قصر کې بلې خوني ته ولاړ.  خو کمال الدین ، عین الملک او  علاء الملک  ټول  د قصر  څخه ووتل  او دخپلو  قرار ګاهانو په لور  ولاړل .
۳۴
دکمال الدین اوعین الملک ملتاني  د کوچ  خبر  چې کله د دهلي څخه  مالوه او راجین  ته   ورسید نو دمالوه راجه هم متحر ک  شو . که څه هم دهغه سره  ډیر  ستر  فوځی توان  و  چې دهغې  په واسطه یی په ډیره  ښه توګه  کولاې شول دکمال الدین  او عین الملک  مقابله وکړي  خو د خپلې  سوبې د ډاډ من کیدو په خاطر  د مالوه  راجه   کوکا   دوه   ډیر مهم  قدمونه  پورته کړل .
لمړۍ قدم یی دا واخست  چې خپل یو ګړندې  قاصد یی  د  جالور  راجه  کانیرو   په  لور واستاوه  اودهغه  نه یی  و غوښتل  چې  د سلطان علاؤالدین د لښکر  د مقابلې  له پاره دې ورسره مرسته وکړي  تر څنګ  یی  کوکا  ،کانیرو   په دې هم  خبردار کړ  چې که  چیرې نن د سلطان  علاؤالدین لښکر دهغه  پرخلاف  ډګر ته راوتلې دې  نو سبا  کانیرو  هم د سلطان  دلښکر  ښکار ګرزیدې شي . په دې اساس که چیرې  کانیرو نن دهغه  کومک وکړي  نو که  چیرې  سبا  په کانیرو باندې سلطان  یرغل راوړي  نو زه  راجه کوکا به دهغې  دکومک  له پاره  ور  ودانګم .
د جلور  راجه  کانیرویو  ددې پیغام دتر لاسه کولو  وروسته  د ډیر زیات  اغیز  لاندې   راغې  او سمدستې  یی یو لښکر  جوړ  او دمالوه د  راجه  کوکا  د کومک  له  پاره یی ور ولیږه .
بل ستر قدم  چې  راجه کوکا واخست هغه دا و چې  هغه د  جیتور  راجه  رتن  سین  ته هم  خپل قاصد ور  واستاوه  اودهغه  نه  یی  و  غوښتل  چې د سلطان  علاؤالدین دلښکر  د مقابلې  له  پاره ورسره  بسپنه وکړي،   راجه کوکا  ، راجه رتن  سین  ته  دا احساس  هم ورکاوه  چې  هغه  تر ډیره وخته  دسلطان علاؤالدین په زندان کې بندي و  او اوس  را  ازاد شوې دې  باید ددې ازادۍ  قدر  وکړي  نوکه چیرې  هغه  غواړې  زمونږدټولو ازادي   قایم اودایم پاته شی  نو بیا  دې  زما  د کومک  له پاره را ودانګي ،که چیرې سبا پرې داسې بد  وخت راغې   نو زه به یی  د کومک  له پاره  ور  وځغلم .
په دې توګه د جیتور  راجه رتن  سین هم د مالوه د راجه  سره دکومک  له پاره  لښکر ور ولیږه .  راجه رتن  سین ددې لښکر  قومندانې خپل  نایب  سالار  مادهوراې ته  ورکړه . په دې توګه  دکمال الدین او عین الملک  ملتانې  په مقابل کې  دمالوه  د راجه کوکا  په  فوځی ځواک  کې پوره زیاتوالې راغې .
کله چې  عین الملک او کمال الدین   مالوه ته  ور نزدې  شول  نودهغوې  څخه تر مخه راجه کوکاد خپل متحده  لښکر  سره یو ځاې دمالوه څخه  بیرون  پړاو  کړې و ، په دې وخت کې حالات  دا ډول وو. چې  را جه کوکا د خپلو یولک  پیاده ا و څلویښت  زره  سپرو سره په  منځنۍ برخه کې  و  ، ښې  اړخ ته یی د جالور د راجه  فوځ  و او چپ  اړخ   ته یی د  جیتور  د راجه  رتن  سین  فوځ  د مادهورې  تر قومندې  لاندې پروت و. په دې توګه د مالوه  څخه بیرون  د کمال الدین او  عین الملک  له پاره  درې متحده  ځواکونه منتظر  و و.
کمال الدین اوعین الملک  ددومره ستر  فوځ   په مقابل کې  پړاو  وکړ . هغوې دواړو  دا  اندازه  و لګوله  چې  ددښمن  ځواک  د هغوې  په پرتله  څو ځله زیات او ځواکمن  دې. نوپه دې اساس هغوې ته د دښمن  سره د ټکر  له پاره  د هڅو نه کار اخستل  په کار دي . هغه وخت  چې  دکمال الدین او عین الملک  فوځونو پړاو کاوه ،داوړه دخپلو  لښکرو مخې ته راغلل  ،بیا کمال الدین عین الملک ته وویل :
زما محترما عین الملکه !  زه پوهیږم چې  په  جنګونو کې  ستاسې  تجربه  له ما څخه ډیره  زیاته  ده . تاسې په عمر  کې هم  له ما زیاد  یاستې ، نو په دې اساس په دې  جنګ  کې  چې ته کومه تګلاره  را ښیئي نو په همغې  به عمل کوو . اوس  چې ددښمن  لښکر  د مالوه  نه بیرون  زمونږ د مقابلې  له پاره پروت  دې  په شمیره کې  زمونږ د فوځ نه ډیر زیات  دې . نو په دې اساس دهغوې   سره دمقابلې  له  پاره د کومې  ځانګړې لارې  خپلولو  ته اړتیاده .
په  ځواب  کې  عین الملک  د لږ  څه وخت  له پاره  په   فکر او تعمق کې ډوب  و ،  سر یی ښکته  اچولې و  ، بیا یی یو دم  سر  را پورته کړ ، دهغه  په سترګو کې  څه ځلیدا  شانته  را پیدا  شوې وه  اوبیا یی کمال الدین ته  وویل:
کمال الدینه  وروره !  په دې کې  شک نه شته  چې زه به  په عمر کې له تا  څخه مشر  یم او زیاته  جنګې تجربه به هم ولرم ، خو  په  جنګې ممارست کې ته له ماڅخه ډیر  پوه  اوماهر  یی  ،  زما ورور  سلطان علاؤالدین  خو هسې ته دخپل  لښکر  ستر سالار  نه  یی   ګرځولې . زما درونده !  زه ستا مننه کوم  چې تا پر ما باندې  باور  او اعتماد وکړ  ، په دې وخت  کې زما په ذهن کې یوه حیله او یو ترکیب  شته ، اوهغه زه درته وایم  . که چیرې ته یی و منې  نو سهی ، اوکه  نه مونږ دواړه  به  یو ځاې  د جنګ  له پاره یوه نوې تګلار ه   جوړه کړو .
عین الملک تر یوه وخته  پورې  غلی ناست و   اویو ځل بیا یی  وویل :
کما ل الدینه ، زما دوسته ، ته پوهیږې  چې  مونږ د شمیرې  له اړخه  پوره کم  یو . او دا خبره دښمن ته هم ډاګیزه  شوې ده چې  زمونږ  د فوځونو شمیره ډیره  لږه ده . نو د شمیرې ددې  کمښت  نه  به مونږ دواړه  ورونه  ګټه اخلو .  مونږ دواړه  به تر یوه وخته  پورې   تم  کیږو او ددښمن مقابله  به کوو. بیا به  دا سې  و ښایو  چې مونږ  شاته   تګ  ته  اړشوې یو ځکه  ددښمن  فشار  پر مونږ  ډیر شوې دې اومونږ  یی د تم کولو  قدرت نه لرو.  څرنګه  چې ددښمن شمیره زیاته ده  او زمونږه   لږه ، نو په دې اساس به دښمن هغه  زمونږ  جنګی چال  و نه ګڼی ، بلکه  هغه به همدا  و ګڼي  چې  څرنګه  چې  زمونږ د لښکر شمیره  زیاته ده نو په دې خاطر ما  اوتا دهغوې  جنګی  فشار   و نه زغمه او  شا تګ ته مجبور  شو.
خو  د شاتګ  په وخت کې به مونږ دواړه ورونه  یو  کار کوو ، چې د وروسته تګ  په وخت کې به مونږ  به د خپل لښکر  منځنۍ  برخه  سره و غځوو. ددې ګټه به داوی  چې  حمله کونکې دښمن  به زمونږ   په منځ کې د راننوتلو هڅه وکړي ، کله چې زما اوستا تر منځ  فاصله  ډیره  وی اودښمن  هم زمونږ  تر منځ  پوره  را ننوځی  نو بیا به ، زما وروره ، مونږ په  پوره  استقامت سره  پر هغوې  حمله کوو . دخپل لښکر دیوې  برخې  سره  به  پر هغوې باندې   ور  وغورزیږو ، او بله برخه  به بیرته  و ر ګرځی   په مخامخ  باندې  به داسې  ګذارونه کوي  چې  دښمن د کاره و  غورزی .
کله چې  عین الملک  خاموشه  شو نو تر لږ وخته  پورې  کمال الدین هم چپه  خوله ناست و اوڅه  فکر یی کاوه او بیایی عین الملک ته مخ  کړ او ورته یی وویل  :
عین الملکه وروره !  ستا  وړاندیز  بلکل  سهی او د عمل وړ دې ،  په دې باندې دعمل کولو په وخت کې مونږ کولې  شو دښمن ته پوره ګذار ورکړو اوپرې  بریالی شو.  خو دا  راته  ووایه  چې د په شاتګ  په وخت کې او دهغه نه وروسته د بیرته را  ستنیدو په وخت کې به زما اوستا تر منځ  کومه  اشاره  موجوده  وي ،  عین الملک  ورته سمدستی وویل :
کمال الدینه  وروره !  زما په لښکر کې  ښکر او تورم   شته  کله چې  په شاتګ  پیلیږې نو لښکر  کې به  هغه ښکر او تورم  باندې  اواز  وشي . او هغه  به ددې خبرې نښه  وي  چې تاسې  په شاتګ  کولو ته ولاړشئ تر څو دښمن  زمونږ په منځ کې  را ننوځی . او کله  چې دوباره  هغه  ښکر و غږول  شو  نو هغه  به ددې خبرې نښه وی  چې اوس نو په شا تګ  و دروئ  اوبیرته  حمله پیل کړئ .
دعین الملک داخبره  په کمال الدین  باندې ډیره ښه ولګیده ، نوپه  خندانه   خوله  یی وویل :
 عین الملکه  وروره  !  ستا د ا وړاندیز معقول  او عملی هم دې  اوس  به همدا  تګلاره خپله کړل شي ،په همدې  توګه  به مونږ   دمالوه دښاره   بیرون  کوکا او دهغه  متحدینو ته په ماتې ورکولو  بریالی  شو. خوګوره  زما وروره  ! د جنګ د پیل کیدو نه تر مخه مونږ  به خپل لښکر په دوو  برخو باندې ویشو ،نوکله  چې دښمن  زمونږ  لیکو ته  را ننوځی  نوبیا  به  په هغه  وخت کې مونږ  ویشلو ته اړ  نه اوسو . اودهمغه  لمړنی  ویش په  اساس   به  په دښمن د وخت  د ضایع کولو  پرته  ګذار  وکړو .
عین الملک   وخندل اوکمال الدین ته  یی  وکتل او بیا یی ورته وویل:
کمال الدینه  وروره ! که خبره  همداسې وي  نو دخپلو خپلو لښکر و  په لور  به ولاړ  شو ،  لښکر به  په دوو برخو  وویشو   او دخپلولښکرو  تر مخ به و دریږو  او ددښمن د حملې  انتظار  به کوو. هغه تګلاره  چې مونږ یی استعمالوو ، هغه زما اوستا تر منځ   معلومه  شوه ، اوپه همغې  به  عمل کوو . د عین الملک ددې وړاندیز  سره کمال الدین هم  متفق  شو اوبیا دواړه دخپلو خپلو لښکرو مخې ته ورغلل.
پرلپسې لري…….