کور / هراړخیز / شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی

شیرشاه سوري : دیووالې په لور دافغانانو بلونکی

اوومه  برخه :
هیبت خانه  ! کله  چې ته د حبیب ککړ  سره  یو ځاې په سورجګړ  باندې حمله وکړې  نویاد  ساته   چې  تر دې وخته  د مونګیر  د کلا په  داخل کې دسلطان محمود  لښکر  سلامت  پروت دې  ، هغوې  به خامخا د کلا  څخه را وزی او په سورج ګړ  کې  به د خپلو فوځونو  دمرستې اوستاسې پر خلاف د جنګ  له پاره دهغه  ځاېه  راوځي . نو د اسماعیل  سوري لښکر به دهمدې  لښکر  پر خلاف  په  حرکت  راځی ، هغه وخت   چې ته  او حبیب خان ککړ   دواړه  په سورج ګړ  باندې  یرغل  وروړئ  نو په  هماغه وخت کې به  اسماعیل  سوری دخپل لښکر سره  یو ځاې   د مونګیر د کلا او  سورجګړ  تر منځ  په  سنګر کې  ناست  وي  او هر هغه  لښکر  چې  دمونګیر  څخه را ووزی او د سورجګړ  په لور  راځی   نو پر هغوې  به حمله کوي او دهغوې  لارې  به بندوي .
تر هغه  چې  پرما او زما د لښکر  پورې  اړه  لری  نو زه به همدا اوس او په همدې وخت کې حرکت  کوم  او دمونګیر د کلا  تر څنګ  به   په کوم مناسب  ځاې  کې  ځاې په ځاې کیږم . هغه  وخت  چې ته  او  حبیب ککړ   سورج ګړ  ولکه کړئ   او په دې ځاې کې  د دښمن  د مزاحمت کونکې  لښکر   مزاحمت  له منځه یوسئ  نو ښکاره  ده  چې  ددې ځاې  خلک  به دخپلو  ځانو  د خوندي  ساتلو په خاطر د مونګیر دکلا په لور  تیښته کوي  . تاسې  به هغوې تعقیب  کړئ .د سورج ګړ  څخه را تښتیدونکې به  یقینا په دې وخت کې  دسورج ګړ او مونګیر دکلا  تر  منځ  دخپلو هغوې  ځواکونو سره یو ځاې کیږی  چې د اسماعیل سورې  سره په  جګړه بوخت وي ،بیا به   تاسې دواړه  د اسماعیل سوری  سره یو ځاې شئ  او ددښمن پر خلاف   به   سخته  حمله وکړئ ،  خو د مونګیر  په لور د راتلونکو  لاره مه نیسئ ، ځکه کله  چې ماتې خوړلې  لښکر   په تیښته راو تښتی  او مونګیر  کلا ته  ورشی  نو بیا  تاسې   درې  واړه خپل راتګ   ارا م   کړئ ، کله چې  دا بګیل  فوځونه د مونګیر  کلا  ته  د شمالې  دروازو  له  لارې  ور ننوځی  نو په همغه وخت  کې به زه د کلا ددروزاې  ساتونکې  له منځه  یوسم . اودهغوې په ځاې  به  دخپلو لښکرو کسان و ټاکم . اوبیا  به  په خپله دمونګیر کلا  ته ور  ننوځم . زما وروسته به تاسې  هم د مونګیر کلا ته  را ننوځئ ، په دې توګه  به  په همغه  یوه   شپه کې  مونږ  د سورج ګړ  سره  یو ځاې د مونګیر کلا  هم  خپله ولکه  کې راوړو . 
زما دوستانو  واورئ ! مونګیر داسې مستحکمه او  ټینګه  کلا ده  چې هغه  تر اوسه  پورې  نا قابل  تسخیر  انګیرل کیږی . اوپه  ماضي کې  هیڅ  حکمران  په  هغې د ګنګا   په دریاب  باندې د ولکې  کولو تر مخه  ولکه  نه ده  کړې . په  هرصورت  مونږ به  دا کار  همدا  نن  شپه تر سره کوو . اوزه هیله  من  یم  چې  هغه  پلان  چې مونږ تیار کړې دې  که  چیرې  پرې  په   پاک  نیت سره   عمل وکړل  شی   نو سورج ګړ  اومونګیر   به  د سهار د لمر د  راختلو سره  سم   زمونږ په ولکه  کې راشی . ددې خبرو  وروسته  صاحب خان  خاموشه شو  نو  هیبت  خان  نیازي ، حبیب ککړ او  اسماعیل  سوري درې واړه  په پوره  ډاډ  سره  وخندل  . تر لږه  وخته  پورې  هغوې  درې  واړو  په خپلو منځو کې  مشورې وکړې   او دکومې   معاملی دحل کولو هڅې یی کولې ، دهغې وروسته هیبت خان نیازی   په ډیره  عاجزۍ  سره  صاحب  خان  ته وویل :
صاحب خانه  ! هغه  پریکړه  چې تا  کړې ده   ،په  خداې  سوګند  چې دهغې  نه بله  ښه  پریکړه    نه شي پیدا کیداې . مونږ به  په  پوره  توګه  ستا د پلان  په عملې کولو کې   قدم  اخلو ، ستا د مشورې په مطابق  به زه  او حبیب خان  یو ځاې دخپل ټول  ځواک  سره  یو ځاې   په سورج ګړ  باندې حمله کوو . هغه کار دې  چې اسماعیل سوري  ته  ور سپارلې  دې هغه یی په ډیره ښه توګه  تر سره کولې شی .     ددې وروسته  اوس که  چیر ې  ته دخپلې بر خې د لښکر سره  یو ځاې  د مونګیر   په کلا کې ور  داخل شې ، نوبیا  به د سهار د راختلو  د مخه   مونږ په ډاډمنه  توګه   په سورج ګړ او مونګیر کلا  باندې  خپله ولکه کړې وي . دهغه په دې خبره  صاحب  خان په پرکونکي توګه وویل :
هیبت خانه !  که چیرې ته  ، حبیب خان  ککړ او  اسماعیل  سورې  زما  د  پلان  په مطابق  عمل کوئ  ، نو سمدستي  لښکر  په درې برخو  وویشئ ، او دخپلو خپلو منزلونو په لور  حرکت وکړئ ،  ددې خبرې سره  سم هغوې  څلور  واړه متحر ک شول  اولښکریی په درې برخو  وویشه ،صاحب  خان خپله برخه  له ځانه  سره واخسته  او د مونګیر په لور  یی حرکت وکړ ، بله برخه  اسماعیل سورې  له ځانه سره واخسته  او دمونګیر اوسورج ګړ  تر منځ  دسنګر  د  نیولو  له پاره  ولاړ .  او دریمه برخه یی   هیبت  خان نیازی   اوحبیب خان ککړ   له ځانه سره واخسته  او د سورج  ګړ  په لور  یی  حرکت  وکړ .
 دصاحب  خان او اسماعیل  سوري د تللو  وروسته   هیبت خان نیازي او  حبیب ککړ    دواړو دخپلې  برخې دلښکرو سره  یوځاې  دشپې په تیارو کې د توپان په څیر  سورج ګړ  ته  ځانونه  ورسول   اوپه  هغه ځاې  یی حمله وکړه . هلته په سورج ګړ کې د سلطان محمود  لښکر ته هم خبر  رسیدلې و  چې صاحب خان پر هغوې د حملې کولو  په تکل کې  دې لورې ته را  روان دې . په دې خاطر  دې لښکر  دا بې عقلي کړې وه  چې  د سورج ګړ په ځاې  یی  دهغې  ځاې دښار   نه بیرون  د صاحب  خان د لښکر سره د مقابلې  له پاره  ځان تیار  کړې و . دهیبت خان او  حبیب  ککړ  له پاره  دې کار ډیره  ګټه  وکړه ، هغوې د سلطان محمود په  دې لښکر  سخته  حمله وکړه  اوپه  څو  لمحو کې یی د ټول  لښکر  حالت  ډیر  ابتر  کړ . د سورج ګړ نه  بیرون   هیبت  خان نیازي او حبیب ککړ  د  سلطان  محمود  لښکر ته ډیره  بده ماتې  ورکړه   اوکله  چې  دسلطان محمود  پاته   خوندی کسانو  غوښتل  د سورج ګړ  د جنګ  د میدان   څخه  و تښتی او  ښار ته ور  ننوځی  نو  هیبت خان نیازي او حبیب  ککړ  هم  د خپلو لښکرو  سره یو ځاې  هلته پسې ورغلل  او ټول  وسله وال  ځوانان  یی  قتل عام کړل ، د شپې په تیارو کې یی هلته په ښار کې یو  ستر وینه تویونکې  انقلاب  راوست ، د ښار  ددیوالونو  دپاسه  چې کوم عسکر  ټاکل  شوی و هغوې هم   ددیوالونو څخه راښکته شول  اود حمله راوړونکی دښمن د مقابلې  له پاره  راغلل . ددې نه علاوه  د ښار دننه  ساتونکې  فوځ  هم  دننه  ښار ته  وتښتید  اودخپلو ماتې خوړلو  فوځونو سره  یو ځاې شول .  په دې توګه په  ښار کې دننه  سخت  جنګ  ونښت  ، خو هیبت خان نیازی او حبیب  ککړ   د ښه  بخت خاوندان و  چې هغوې د ښار په داخل کې هم ټول  متحده  لښکر ته ماته ورکړه  او ډیر زیات   یی  ترې   ووژل . دهغوې  پاته  شوو  د سورج ګړ  د ښار د جنوبې  دروازې  څخه د وتلو  وروسته د مونګیر  د کلا په لور  تیښته وکړه .
دلته  هیبت  خان نیازی  یو ډیر  ستر کار  دا  وکړ   چې خپل لښکر یی  یو ځل بیا په دوو برخو  وویشه ، یوه برخه یی  حبیب خان ککړ  تر  قومندې لاندې پریښوله ،اوهغوې ته  دنده وسپارله  چې د سورج ګړ  نظم ونسق   سنبال کړي ، اوپه خپله یی  یوه برخه   له ځانه سره واخستله او دهغو  لښکریانو تر شا ولاړ  چې  د سورج ګړ  دماتې وروسته  د مونګیر  په لور د تیښتې  په  حال کې و.
دبله اړخه  دعسکرو   څو ډلې  د شپې په تیاره کې د  مونګیر   څخه ووتلې او د سورج ګړ  د فوځ  د مرستې  له پاره  هغه  لورې ته ورروان و . خوهلته هغوې ته  په لاره کې  اسماعیل  سورې  تیار ولاړ و .  په دې اساس  د مونګیر  او سورج ګړ  تر منځ د اسماعیل سوری  او  دې  لښکرو تر منځ   ځاې ځاې  نښتې  روانې وې. اسماعیل  سوری دهغوې  لاره  بنده کړې وه  اوپه  هیڅ  صورت  یی  هغوې د سورج ګړ په لور تللو  ته نه ورپریښوول . تر دې وخته  پورې ددوې  تر منځ  همدا  ډول  کشمکش  روان  و چې د سورج ګړ  ماتې خوړلې  فوځ  هم دلته را ورسید . کله چې دمونګیر څخه سورج ګړ  ته  دمرسته کونکو فوځي  ډلګیو ته  د سورج ګړ  دماتې  خبر  ور  ورسید  او په دې وپوهیدل  چې په سور ج ګړ  باندې  صاحب  خان ولکه وکړه نو دهغوې حالت  ډیر خراب  شو  ځکه چې هغه  تښتیدونکو  دوې ته  دا خبر  هم ورکړې  و  چې دښمن دهغوې تر شا  را روان دې ، په دې  اساس  هغوې د اسماعیل  سورې  سره  خپل  جنګ  ختم کړ او دمونګیر په لور  و تښتیدل.  تر دې وخته  پورې  هیبت خان  هم  ددوې  تر شا  را رسیدلې و  او ځان یی د اسماعیل  سورې  سره را یوځاې کړ   اوبیا دواړو  د مونګیر  په لور د تښتیدونکو تر شا ولاړل .
د بله اړخه  صاحب خان  پخپله  لا تر اوسه د مونګیر د کلا  تر څنګ  په یوه پټ  ځاې کې  سنګر نیولې  و او دحالاتو څارنه  یی کوله .  کله چې د سورج ګړ  څخه د راتښتیدونکو  عسکرو  لمړۍ ډله دهغه د مخې  تیره شوه  نو هغه هم یو نا څاپه دخپل   پټنځاې   څخه را ووت  او د سورج ګړ  نه  تر مونګیز  په لور  راتلونکې  لاره  یی دخپل لښکر په واسطه  و تړله .
فضا بلکل  خاموشه وه  ، یوازې  د آسونو د ځغاستو اودهغوې  دپښو   د ټکار  اوازونه تر لرې  لرې  پورې  اوریدل کیده . په دې  منجمدو  او یخو وهلو  شپو کې د  خړو  رڼاو   په منځ  کې  د راتښتیدونکو د آسونو  ګردونه   په  هوا کې  لکه  د وریځو په څیر  پورته  کیدل ، کله چې ددې را تښتیدونکو  زیاتې  ډلې   تیرې  شوې نوبیا  صاحب  خان د خپل لښکر سره  یو ځاې د وریځو د لمړي  څاڅکي په څیر په حرکت  راغې . اودهمغه  تښتیدونکې پسې  دخپل لښکر سره یو ځاې د مونګیر  کلا ته  ورغې .
صاحب خان دهغه  ماتې خوړلې  راتښتیدلې  لښکر سره یو ځاې   د مونګیر  کلا  ته ور ننوت . هغه تر ټولو لمړۍ  د کلا  د دروازو  ساتونکې یو په بل پسې ووژل  اوهلته یی خپل  عسکر  و درول.  د سورج ګړ د مونګیر  په لور  د راتښتیدونکو  تر منځ  ډیره افراتفری   جوړه  شوې وه ، نو په دې اساس  تر اوسه پورې  هیڅوک  په دې نه پوهیده  چې  دهغوې  تر منځ  صاحب  خان   هم دخپل لښکر سره یو ځاې  را ننوتې دې. اوتر څنګ  یی  هغه په  دروازه باندې خپل  کسان هم   ټاکلی  او  دروازه  یی په مکمله  توګه  په خپله ولکه کې اخستې ده .
په خپلو  لاسو کې د کلا  د دروازې  د خوندې  ساتلو   نه  وروسته ، صاحب خان د خپلې  برخې  دلښکر سره یو ځاې  دمونګیر   په کلا  کې  د درد   د نوبت   څیر  د یو څپانده  ترنګ  بڼه  ځانته   نیولې وه. هغه لښکر  چې  را تښتیدلې  و   او کلا  ته را ننوتی  و او یا  تر اوسه  پورې  را تښتیدل اوکلا  ته را ننوتل ، په هغوې  یی  دهر  څه  اول  را کیښودل .
دصاحب  خان دا نا څاپی او  ځواکمنه  حمله   داسې  ویرونکې او خطرناکه  و ګرزیده  چې  هغه په لمحو او ساعتونو کې  دغه را تښتیدلی  له منځه  یوړل او تر څنګ  یی په کلا کې   دننه موجود  ساتونکې  هم  یو دبل  پسې   قتل  عام کړل . کوم وخت  چې  صاحب خان  د کلا  دننه  دسلطان محمود  دلښکر په  عامه وژنه  لګیا و   نو په همدې وخت کې هیبت خان نیازی  او  اسماعیل  سوری  هم  دخپلو لښکرو سره یو ځاې  کلا ته  را ننوتل ، او د لمر د راختلو تر مخه یی  دمونګیر په کلا کې د سلطان محمود  لښکر د تیغه  تیر کړې و . اوپه  کلا باندې  صاحب  خان   خپله ولکه  کلکه کړې وه .  صاحب خان ددې ټول  کار د تر سره کولو  وروسته  حبیب خان ککړ ته  پیغام ور ولیږه  او ورته یی هدایت  وکړ  چې هملته  د سورج ګړ  په  ښار کې  دې تم شي  اودهغه ځاې  انتظامات  دې  سنبال کړي ، هغه د مونګیر په کلا   کې  اسماعیل خان  سوری   و ټاکه  او هغه ته یی  حکم وکړ  چې  د بل حکمه  پورې   همدلته  په کلا  کې و اوسیږي   او  ټول  مزاحمتی  ځواکونه   له منځه یوسي . او په کلا  باندې خپله ولکه   ټینګه کړې .  خو په خپله یی  د هیبت خان  نیازي  سره یو ځاې  خپل نیم لښکر    واخست  اودمونګیر  د کلا  څخه  را ووت   او دکول   ددریاب  په  غاړې  کې  پروت   شیرشاه  سوری  په لور  ورغې . 
تر دې وخته  پورې  شیر شاه  سوري  هم   د ګنګا   د دریاب  څخه  پورې  وتې و  او هلته یی   پټ  سنګر  نیولې و   او دسلطان  محمود  د لښکر  د راتلو انتظار یی   کاوه .
دبنګال حکمران سلطان محمود  یو نړۍ کتونکې   انسان و . هغه  د خپل  عمر په  بې شمیره  سفرونوکې  ډیرې  تودې  سړې  کتلې وې . هغه ته هم  خبر ور  ورسیدلې و  چې  شیرشاه  سورې  په  هغه  د حملې کولو له پاره    په ډیره ګړندۍ توګه  مخته  را  روان دې . خو هغه ته  د ا خبر  نه و  ور  رسیدلې  چې  صاحب خان په یوه شپه   د  سورج ګړ او  مونګیر  کلا  دواړه  ولکه کړی  دی ،  دشیرشاه  سوری دحملې نه مخته  د بنګال  حاکم  سلطان محمود  یو بل قدم واخست . هغه  خپل لښکر په دوو  برخو وویشه ، یوه  برخه یی دخپل ځان سره واخسته  او اراده  یی وکړه  چې   پخپله  به  مخامخ د شیرشاه  سورې  سره  ټکر  کوی  خو بله برخه یی  دشپې په  تیاره کې  د شیرشاه سوري په لښکر باندې  د  چریکې  حملې  له پاره  هغه  لورې ته   و استوله .
سلطان محمود  غوښتل  چې دداسې دوه  اړخیزه  حملې  په  واسطه  به  د ګنګا دې  لور ې ته    دشیرشاه  سورې  دلښکر   بیخ  و تار   و کاږی . شیرشاه  سوری  لا تر اوسه   خبر نه  و   چې  سلطان محمود  خپل  لښکر په دوو  برخو ویشلې دې  او د هغې یوې  برخې ته یی حکم کړې  چې پرمونږ د  اړخ  له  خوا  ناڅاپی  حمله وکړي . هغه  دمخامخ  لورې د  بنګال دحاکم د فوځ  د حملې  انتظار  درلود .
دشپې په  تیاره کې  د ګنګا  د دریاب  دې  لورې  ته  سخت  وینه  تویونکې  جنګ و نښت ، دجنګ  میدان  د  چغو  ،  سورو  اود اسونو  د  شړنهار  څخه  ډک و .تورې  او ډالونه  یوله بله  سره  جنګیدل  ، د مړه کیدونکو چغې  او دزخمیانو  اه   او زارۍ   تر لرې لرې  پورې  تر غوږو کیدې . په همدې وخت کې  چې  د جنګ  تنور  د اور  په  جوش کې  پټ و چې  د سلطان محمود  دلښکر  هغې بلې  برخې  د شیرشاه  سورې په لښکر باندې حمله وکړه .
د اړخ   له لورې  د نا څاپې  حملې   په واسطه  دشیرشاه  سورې  دلښکرو په  لیکو کې  کمزورتیاوې  را پیدا شوې و ه، خو شیرشاه  سورې  یو ډیر ښه  منتظم او  پوه   انسان  و . هغه د اړخ    له لورې دحملې  د تم کولو  له پاره دخپل لښکر  یوه برخه  را بیله کړه  خو په  همدې وخت  کې  صاحب خان او هیبت خان نیازي دواړه  دسلطان محمود  دلښکر  په  هغه  برخه باندې یرغل  وکړ  چې د  شیرشاه د لښکر پر خلاف  یی  د اړخ  له لورې  حمله کړې وه . شیرشاه سوری ته  د صاحب  خان  د راتلو اوحملې کولو  خبر  ور  رسیدلې و . نوپه دې اساس  هغه خپله ټوله  توجه  مخامخ  د سلطان محمود دلښکر  لورې  ته کړه .
اوس نو د شیرشاه  سورې   حوصله او  همت  نور  هم زیات  شوې و . اوهغه  ویره   یی  چې د اړخ   له  لارې  احساسوله  هغه یی هم  را کمه شوه .  په دې وخت کې دبنګال  حاکم   سلطان محمود  ته  هم دا خبر  ور رسیدلې و  چې  د شیرشاه سوری  نوموړې  سالار صاحب خان  د سورج ګړ اومونګیر  په کلا باندې د ولکې کولو  وروسته  دهغه  دلښکر په  یوې  برخې  باندې  حمله کړې ده . ددې خبر داوریدو  سره سم د سلطان محمود  همت  له منځه ولاړ . خو تر څنګ  یی  شیرشاه  سورې  په خپلو حملو کې ډیرښت  راوست  اودهغه لښکر یی   د بې همتۍ  او بې  زړه  توب   په دوه  لارۍ کې  و دراوه .  همدا  راز  صاحب  خان  هم  په  هغه  اړخ  کې  دسلطان محمود  په  لښکر  کې  یو قیامت  رامنځته کړې و  اوتر ډیره پورې د  بنګال  دحکمران د  فوځ  په منځ کې ور ننوتې و. او  مخته  راتلونکې  هر  فوځی  یی له تیغه تیراوه . په دې توګه شیرشاه  سورې  اوصاحب  خان دواړو  یو ځاې  د ګنګا د دریاب  په  غاړه د بنګال دحکمران  سلطان محمود  لښکر ته ډیره  بده ماتې ورکړې وه ، او  هغه وخت  چې لمر  را پورته شو نوسلطان محمود  خپله ماتې و منله او دمیدان  څخه  په تیښته  و تښتید.
پرلپسې لري…….