کور / راپور / کندهار : د ١٠ مېګاواټه برېښنا توليدوونکي جنېټرونه راوړل سول

کندهار : د ١٠ مېګاواټه برېښنا توليدوونکي جنېټرونه راوړل سول

د کندهار ښار ختيځ لور ته د ښوراندام په سيمه کي د صنعتي پارک د برېښنا لپاره د لس ميګاواټه برېښنا توليدوونکي جنيټرونه کندهار ته راوړل سول.
د کندهار په صنعتي پارک کي پر يادو جنيټرونو باندي سلګونه ميليونه ډالره لګښت راغلى چي په فعالېدو سره به يې د همدې پارک ٧ لويو او ٣٠ وړو فابريکو ته د اوونۍ اووه ورځي هره ورځ د ١٦ ساعتونو لپاره برېښنا برابره کړي .

کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په صنعتي پارک کي خبريالانو ته د يادو جنيټرونو د ښودني پر مهال وويل((دغه جنيټرونه چي نن يې تاسو وينى دوې مياشتي وروسته به فعاليت ته اماده سي او په ياده سيمه کي به د برېښنا له امله ولاړي فابريکې بېرته په کار پېل وکړي .
کندهار والي د ښوراندام په سيمه کي د نساجي او نخي د فابريکو بيا فعاليت د کندهار او د ټول هيواد د اقتصاد د پياوړتيا لپاره مهم وبلل او د کندهار د سېلو په سيمه کي يې هم دې ته ورته د لس کيلو واټه برېښنا د توليد لپاره د جنيټرونو پر ژر نصبوني او ځاى پر ځاى کوني ټينګار وکړ.
والي همدا راز وويل چي دا جنيټرونه به تر هغه وخته برېښنا توليدوي تر څو چي درې کاله وروسته دهلمند د کجکي په ولسوالۍ کي د برېښنا د توربين کار بشپړ کيږي.