کور / هراړخیز / انځوریزه نړۍ : د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه ښکلي انځورونه (۲)

انځوریزه نړۍ : د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه ښکلي انځورونه (۲)


د (( انځوریزه نړۍ)) نومي نوي برخي ته ښه راغلاست !
په دې برخه کي د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه بېلابېل ښکلي، په زړه پوري انځورونه پر لیکه کیږي، چي د هرانځور سره به د همغه انځور اړوند لنـــــډ معلومات هم لیکل سوئ وي .


هالنډ - لېلي ستد

۱. د هالنډ هیواد د لېلي ستد نومي ښار کښي د برتانوي هنرمند انټوني ګورملي یو هنر دئ، چي د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۷مه نېټه یې د افتتاح کېدو رسمي مراسم پر ځای سول . اندازه یې ( l, 25.64 x 13.25 x 18.47 m,) ده، شاوخوا ۲۵ متره لوړوالی لري او وزن یې ۶۰ ټنه دئ . دا هنر په لېلي ستد کي شپږم هنر دئ، چي د ښار په ښکلا کي مهم رول لوبوي .

۲. د امريکا متحده ایالاتو د موټانا ایالت د ګلېشیر نېشنل په پارک کښي ددې پارک ترټولو غټ ترین جهیل چي

۲. د امريکا متحده ایالاتو د موټانا ایالت د ګلېشیر نېشنل په پارک کښي ددې پارک ترټولو غټ ترین جهیل چي “لېک مکډونالډ” نومیږي . دغه جهیل تقریبا ۱۶ کیلو متره اوږدوالی لري .

ايس ټي مېري جهيل

ايس ټي مېري جهيل

ايس ټي مېري جهيل

۳. د امريکا متحده ایالاتو د موټانا ایالت د ګلېشیر نېشنل په پارک کښي د ایس ټي مېري نومي جهیل; دغه جهیل ددې پارک دوهم غټ ترین جهیل دئ، ۱۵،۹ کیلومتره اوږدوالی او سل متره ژوروالی لري .

هوړس شو بېنډ

هوړس شو بېنډ د لمر لوېدو پر مهال

۴. د امریکا متحده ایالاتو په اریزونا کي د پېج ښار ته نژدې د کولورېډو د سیند کږلیچی چي “هوړسشو بېنډ” نومیږي او د “کاینګ بېنډ” په نامه سره هم زیات شهرت لري.

د بايسکلانو پارکينګ

د بايسکلانو پارکينګ

د بايسکلانو پارکينګ

د بايسکلانو پارکينګ

د بايسکلانو پارکينګ

د بايسکلانو پارکينګ

۵. د هالنډ د “الپن آن دین راین” نومي سیمه کي د مڼې په شاني د بایسکلانو د درولو (پارکینګ) لپاره یو ځانګړی ځای جوړ سو، چي پکښي شاوخوا ۹۷۰ بایسکلان ځاییږي . دغه ځای د پولادو څخه جوړ سوئ او د ښار هډې ته نژدې موقعیت لري .

ګلوبل وارمینګ

۶. د مغولستان کابینې د مغولستان په جنوب کي د ګبي په دښته کي غونډه وکړه، ترڅو دا په ثبوت ورسوي، چي د هوا د بدلون يا ګلوبل وارمینګ د موضوع په اړه جدي دي او په اړه یې فکر کوي .
 د ګبي دښته په اسیا کي یو د پراخو دښتو څخه شمېرل کیږي .

۷. په ويټنام کښي د وریجو کروندې

۷. په ويټنام کښي د وریجو کروندې

ښايسته ترین ځای

ښايسته ترین ځای

ښايسته ترین ځای

۸. د ناروې هیواد د لوفوتن په ختيځ کښي راینه . په ۷۰ کلونو کښي راینه د ناروې هیواد تر ټولو ښایسته ترین ځای و . دلته په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کي ۳۲۰ تنه اوسېدل  .

زوړ ښار

۹.  د سويډن هیواد په سټاکهلم کښي د ګېملا سټېن (= زوړ ښار) انځور

۱۰ . په ويټنام کښي د یوه کلي دروازه

۱۰ . په ويټنام کښي د یوه کلي دروازه

د انځوریزه نړۍ د لومړی برخي لپاره دلته کلیک وکړئ :      لومړی برخه


قدرمنو لوستونکو او کتونکو!
دلراوبر ویبپاڼي څخه د انځوریزي نړۍ درېیمه برخه لنډه موده وروسته پر لیکه کیږي، مه یې هېروئ !