د ننګرهار پخوانى امنيه قومندان ايوب سالنګي د کابل د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل سوئ دئ.
د کورنيو چارو وزارت څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي چي نوموړى د کورنيو چارو وزارت په وړانديز د ولسمشر کرزي په امر د کابل د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل سوئ دئ.
جنرال ايوب سالنګي تر ننګرهار دمخه د هرات او کابل د امنيه قومندان په حيث هم دندي ترسره کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي دافغانستان د وزيرانو شورا تېره اونۍ پرېکړه وکړه، چي نور به د ولسمشر کرزي په فرمان لوړ پوړي مامورين نه ټاکل کېږي.