کور / تازه خبرونه / نيويارک ټايمز: عمر داودزى د اېران معاش خور دئ

نيويارک ټايمز: عمر داودزى د اېران معاش خور دئ

د نيويارک ټايمز په پرونۍ ګڼه کي د افغانستان د جمهوري رياست د دفتر پر رئيس عمرداودزي باندي له اېران سره د اړيکو تور لګولى دئ.
ورځپاڼي د څو تنو افغان لوړ پوړو مامورينو په حواله چي نومونه يې نه دي ذکر سوي د عمر داودزي په هکله نظرونه اخيستي دي، چي نوموړى يې د اېران له استخباراتو سره په اړيکو تورن کړى دئ.
نيويارک ټايمز په خپل راپور کي وايي چي عمر داودزى يو له هغو افغان مامورينو څخه دئ چي هره مياشت له يوه څخه تر دوو ميليونو ډالرو پوري پيسې له ايراني حکومت څخه اخلي او پر هغو عناصرو يې مصرفوي چي اېران ته وفاداره دي.
ورځپاڼي عمر داودزى هم په ولسمشرۍ ماڼۍ د اېران تر ټولو وفاداره کس بللى دئ او وايي نوموړي د اېران په پيسو په دوبۍ، کابل او اروپا کي ملکيتونه رانيولي دي.
ورځپاڼي اېران ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر پر مهال د هغي پېښي يادونه هم کړې چي وايي ولسمشر کرزى د کابل په هوايي ډګر کي د اېران سفير ته منتظر وو، چي کله سفير فدا حسين مالکي الوتکي ته راپورته سو، داودزي ته يې د پيسو ډکه بسته په لاس کي ورکړه.
ورځپاڼي ويلي چي په دې هکله يې د اېران له سفير او عمر داودزي څخه پوښتنه کړې، خو يوه هم نظر نه دئ ورکړئ.