کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: پاکستاني حکومت د افغان سوداګرو توکي نيولي دي

پښتونخوا: پاکستاني حکومت د افغان سوداګرو توکي نيولي دي

دپښتونخوا په کارخانوبازار کې د دوه سوه ميلونو ډالرو په ارزښت دافغان سوداګرو توکې دپاکستان دحکومت لخوا نيول شوي دي .
دسوداګرۍ اوصنايعو خونه وايي دغه توکې په دې پلمه چې دتيربيل يې نه لري او په ناقانونه توګه پلورل کيږي له دې بازار څخه راټول شوي دي .
ويل کيږي له نيول شويوتوکوسره يوشمير افغان سوداګر هم نيول شوي دي .
په ورته وخت کې په پاکستان کې افغان سفير وايي چې دکوم افغان سوداګر له لورې دوي ته هيڅ کوم شکايت نه دى رسيدلى چې سفارت يې له مخې ګام پورته کړي .
نوموړى زياتوي هڅه به وکړي ترڅو دافغان سوداګرو شته ستونزې له پاکستاني چارواکوسره شريکې کړي اودحل لاره چاره ورته ولټوي .