کور / تازه خبرونه / غور: د ولايتي شورا غړي او پوليسو نښته کړې ده

غور: د ولايتي شورا غړي او پوليسو نښته کړې ده

دغور ولايت دولايتي شورا غړي غلام يحيى او ده پورې اړوند شپږو وسله والوکسانو دپوليسو پريوې پوستې د يکشنبې په سهار بريد وکړ.چې دپوليسو په ځوابيه ډزوکې دغلام يحيى پورې اړوند دوه تنه ټپيان شوي دي .
دغور ولايت امنيې قومندان دپيښې دپخلى ترڅنګ ويلي چې دنوموړې ولايت په چارسرې ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې وکيل يحيى او ده پورې اړوند کسانو په يوې پوستې بريد وکړ.
نوموړى زياتوي دغه يرغلګرکوونکې کسان دپوليسو له لورې نيول شوي اوڅيړنې ترې روانې دي .
امنيې قومندان په وينا وکيل يحيى په دې وروستيوکې دوسله والوطالبانوسره ځينې راکړې ورکړې هم پيل کړې وي .