کور / تازه خبرونه / ولسشمر: په اعدام د محکومو بنديانو دوسيې دي وڅېړل سي

ولسشمر: په اعدام د محکومو بنديانو دوسيې دي وڅېړل سي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د يوه فرمان په صادرولو د عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتي دي چي د هغو بنديانو پر دوسيو باندي له سره يو ځل بيا غور وکړي چي د جنايي جرمونو پر اساس په اعدام محکوم سوي دي.
راپورونه وايي چي د هيواد په محبسونو کي شاوخوا ١٠٠ کسه بنديان په اعدام محکوم سوي دي، چي د ولسمشر کرزي لاسليک ته يې دوسيې معطله ده، خو ولسمشر کرزي يې محکمو ته په باب د بيا کتني حکم کړى دئ.
د افغانستان حکومت درې کاله دمخه د پلچرخي په زندان کي د مختلفو جنايي جرمونو مرتکبين اعدام کړل چي د بشري حقونو د نړۍ والو ټولنو نيوکي يې را وپارولې.
همدا راز هغه مهال طالبانو ادعا کوله چي دغه کسان د جنايي جرمونو مرتکبين نه دي، بلکي د دوى ملګري دي چي له حکومت سره سياسي مخالفت لري.