د سولې لر ليد


په دې وروستيو روځو كې په افغانستان د روغې جوړې او سولې هيلې ډېرې شوې دي. د افغانستان دولت د سولې عالي شورى جوړه كړه چې 68 غړي لري. په دې كسانو كې د پخوانيو تنظيمونو ځينې مشران، قومي مشران، ديني عالمان، د طالبانو د وخت ځينې چارواكي، د مدني ټولنې استازي او اته ښځې برخه لري.
د سولې عالي شورى هيله ښكاروي چې ډېر ژر به د خپلو كورنيو چارو لايحې جوړې او د دولت له وسله والو مخالفينو سره به د اړيكو، خبرو او مجالسو ميكانيزم برابر كاندي.
لكه چې ښكاري دا هڅه سيمه ييزه او نړيواله مرسته هم له ځانه سره لري. د پاكستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې دوى په دې برخه كې مرستې ته چمتو دي. د فرانسي، انګلستان، ايتاليا، د امريكا د متحده ايالاتو، ملګرو ملتونو او ناتو چارواكو هم ويلي چې د افغانستان ستونزه يوازې پوځي حل لاره نه لري او په كار دي چې د سولې او ادغام هڅې هم ګړندي شي.
تر اوسه پورې د دې روغې او سولې له پاره د دواړو خواوو شرطونه ډېر درانده دي. د افغانستان دولت او د دولت بهرني ملاتړي وايي چې مخالفين او په ځانګړې توګه طالبان به له القاعده او تروريستي كړيو سره خپلې اړيكې شلوي، د افغانستان اساسي قانون به مني، وسله به ږدي او د عامو افغانانو په څېر به خپلې ټولنې ته راګرځي او عادي ژوند به غوره كوي.
بل خوا طالبان بيا وايي چې لومړى به بهرني پوځونه له افغانستانه وځي او بيا به د سولې خبرې پيل كېږي. ځينې كسان چې د طالبانو په پلوي راډيوګانو ته ټلفونونه كوي، د ګوانتانامو د زندان تړل، د ګوانتانامو او بګرام له زندانونو څخه د طالب بنديانو خلاصون، له تور لست څخه د طالب مشرانو او افرادو د نومونو ويستل او نور شرطونه هم يادوي.
كه حقيقت د موضوع په پام كې ونيول شي، د دواړو خواوو شرطونه ډېر درانده او د اوس له پاره غير عملي ښكاري. د مثال په توګه له افغانستان څخه د بهرنيو پوځونو وتل په لنډه موده كې امكان نه لري. ځكه دا پوځونه په يوه روځ يا يوه مياشت كې افغانستان ته نه دي راغلي چې په يو- دوه مياشتو كې بېرته ووځي. دا پوځونه به هله وځي چې يا بريالي شوي وي او يا د يوه ميكانيزم له مخې د خپلو وتلو پلان جوړ كړي.
بله خوا دا خبره هم غير عملي ښكاري چې طالبان به وسله ږدي، د افغانستان اساسي قانون به مني او د ډېرو  ساده اتباعو په توګه به له دولت سره يو ځاى كېږي. طالبان د خپلې جګړې له پاره يو شمېر موخې او ارزښتونه لري چې همغه ورته سپېڅلي ښكاري.
ښكاره خبره ده چې د جګړو پر مهال د ښكېلو اړخونو غوښتنې ډېرې زياتي وي، خو  ورو- ورو د خبرو په بهير كې د مقابل لوري خبرې اوري، له خپلو يو شمېر شرطونو څخه تېريږي او د مقابل لوري يو شمېر شرطونه مني.
په افغانستان كې اوس د سولې د عالي شورى مسووليت ډېر دروند دى. دوى بايد د جګړې دواړه خواووې خبرو ته چمتو كاندي.
دا خبرې به لومړى پټې وي، خو وروسته به ډګر ته راووځي او ولس به يي په نتايجو باندې خبرېږي.
هغه څه چې د دې خبرو د برياليتوب له پاره ښه ډاډ بلل كېداى شي، سولې او تفاهم ته د افغانستان د پراخه پرګنو تنده او لېوالتيا ده. د افغانستان خلك واقعاً له جګړې څخه ستومانه شوي او د سولې له پاره دعاوې كوي. دا خلك له دواړو خواوو څخه غواړي چې د افغانستان ملي ګټې په پام كې ونيسي، د بهرنيانو له افسون څخه راووځي او د خپلو بچيانو د ګډ وطن د ژغورنې او رغولو له پاره، سره جرګه شي، له ډېرو ځاني او تنظيمي ګټو څخه تېر او د افغانستان ګټې د يوې فريضې په توګه وپالي او د افغانستان د دښمنانو هغه هيلې له خاورو سره برابرې كړي چې د دې وطن له پاره د ورانيو، برباديو بې اتفاقيو او كورنيو جګړو خوبونه ويني.