د کندهار ولايت سردار مدد خان چوک ته څېرمه د ماين چاودنه وسوه . سيمه د امنيتي مسئولينو له لوري د تګ راتګ پر مخ بنده سوې او د مرګ ژوبلي په اړه تر وسه کره معلومات نسته . د پيښي يو تن عيني شاهدزمرى څرګند وايي چي نوموړي د همدې سيمي څخه د تېرېدو په حال کي و چي يوه زوروره چاودنه يې تر غوږو سوه . نوموړى وايي چي په سيمه کي يې څو تن ژوبل ليدلي چي پوليسو د سيمي څخه لېږدول .