د کندهار ښار په کابل شاه کي د چاودېدونکو توکو څخه ډک يو موټر سايکل ولاړ دئ . سيمه د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري د خلکو پر مخ تړل سوې او شنډولو يې بوخت دي . د يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ هم همدا ورځ په همدې سيمي تر څېرمه يوه چاودنه د شپې اووه بجې او پنځه څلوېښت دقيقې مهال وسوه چي شاوخوا پنځه تنه پکښي ژوبل سول او وروسته د شپې دوې بجې او څلور دقيقې بله چاودنه وسوه چي مرګ ژوبله يې نه لرله .