کور / تازه خبرونه / کندهار کې پرلپسې چاودنې وشوې

کندهار کې پرلپسې چاودنې وشوې

د کندهار په بیلا بیلو برخو کې پرلپسې چاودنې وشوې چې له یوې بجې راهیسې تر اوسه څلور چاودنې شوي دي.

ددې ترځنګ په ښار کې یو موټر سایکل او یوه لاسي ګاډۍ چې چاودیدونکي توکي پکې وو کشف شوې ده.

دکندهار څخه زموږ خبریال انجینیر عطاجان د سیمه ییزو پولیسو په حواله وايي چې له چوک مدد څخه تر ډنډ چوک پورې سیمه خطرناکه ده.

تر اوسه پورې د چاودنو له امله د سر او مال د زیان په اړه معلومات نشته

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له چاودنو ورسته لراوبر ته په پکتیکا کې د الوتکې د راغورځولو د ادعا تر څنګ د کندهار د ورستیو چادونو په اړه هیڅ نه دي لیکلي.

دا چاودنې په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې هم پرلپسې چاودنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

خو د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په را لیږل شوي خبر پاڼه کې بیا لیکل شوي چې د کندهار والي توریالی ویسا او  ورسره پلاوي د کندهار ولایت له ژیړۍ ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او د روانو عملیاتو په اړه یی معلومات تر لاسه کړل.