کور / تازه خبرونه / کندهار والي د ژړۍ ولسوالۍ څخه ليدنه کړې

کندهار والي د ژړۍ ولسوالۍ څخه ليدنه کړې

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي کندهار والي پوهنوال توريالي ويسا ، د ملي امنيت رئېس ، د ٤٠٤ نمبر ميوند زون قوماندان او يو شمېر نورو حکومتي چارواکو سره د ژړۍ ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه .
والي په دې سفر کي د لومړي کنډک د درېيمي لوا د سرتيرو سره وليدل او هغوى يې په دې اړه چي د هرات او کندهار پر لويه لاره يې امنيت راوستلى وستايل .
د لومړي کنډک قومندان ډګروال توريالي صادق وويل چي په پلټونکو عملياتو کي سيمي د وسله والو څخه پاکي سوي او کومي کورنۍ چي بېځايه سوي دي ژر تر ژره به خپلو سيمو ته ستانه سي او د دوى له لوري به تر خپله وسه ورسره مرسته کوي .
هغه همدا راز وويل چي دوى د يادي ولسوالۍ د سپين پير په سيمه کي د ويالو او لښتيانو د پاکولو، د اوبو د سرعت لپاره د پيپونو غځولواو د څاه ګانو د اوبو د زخيره کولو د بند پروژې تر کار لاندي دي.
په کندهار کي د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان بريد جنرال عبدالحميد د قومي مشرانو غونډي ته وويل (( زموږ ملي امنيتي ځواکونه ورځ تر بلي فعاله او شمېر يې زياتيږي ښوونځي، کلينيکونه، سړکونه، پلچکان او نور عام المنفعه تائسيسات جوړوي .
هغه له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چي خپل ځوانان د ملي اردو په ليکو کي شامل کړي او د امنيت په ټينګښت کي مرسته وکړي .