ستا تصوير چې راسره وو
د هجران په تورو شپوکې
په ژړا رانه لوند شوى
بل تصوير مې زړګى غواړي
بل تصوير ته مې زړه شوى
يو تسل به مې د زړه شي
کله کله ورته ګورم
دا غمجن زړه به مې ښه شي
ښه ده زه هم څوک لرمه
زما هم څوک جانان شته دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه