لېونى په خوب ويده و
د پېړو نه د صدو نه
هېڅ د ځانه خبر نه و
زه فکرونو ورته يوړم
چې دا څنګ په خوب ويده دى
هسې نه په خوب کې مړ شى
زه ددې احساس له غمه
دده خوا ته ورنزدې شوم
چې له خوبه ئې راويښ کړم
ده ته دا خبره اوکړم
يوويشتمه صدۍ راغله
بس که نور خوبونه پرېږده
د قامونو په سيالۍ کښې
د دنيا په ترقۍ کښې
لږه منډه وهل غواړى
ما چې څنګه ګوتې وروړې
او د خوبه مې راويښ کړو
لېونى شو بدغضبه
که کوتک ؤ او که کاڼي
که ټوپک ؤ که ګولۍ وه
ټول ئې ما پسې راټول کړل
زه په دې ګناه ککړ شوم
چې د خوبه مې راويښ کړو
اوس زما د سر دښمن دى
دا پښتون دغه وطن دى