په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال پيټريوس پرون د اکتوبر پر ٢٠ – مه نېټه د افغانستان د مشرانو جرګې له غړيو سره ليدلي دي.
د آيساف له خوا خپره سوې خبر پاڼه وايي چي په دې ليدنه کي د مشرانو جرګې ١٦ غړي حاضر ول او د افغانستان پر روانو حالاتو او مهمو موضوعاتو بحث ورسره وسو.
د خبر پاڼي له مخي جنرال پيټريوس د مشرانو جرګې غړيو ته د پوځي عملياتو په ترڅ کي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي لږولو په هکله معلومات ورکړل او په هغو سيمو کي چي د وسله والو تر لاس لاندي دي، د امنيت د راوستلو او دولت د واکمنۍ د ټينګولو ژمنه وکړه.