کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره ارزونه اخلي

افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره ارزونه اخلي

د افغانستان کرکټ بورډ ټولو هغو افغان کرکټ لوبغاړو ته چې عمر ۱۹ کلنو پورې وي او په هر ځای کې وي خبر ورکوي چې د دې میاشتي ( ۲۰۱۰ز کال، اکتوبر ) د میاشتې په ۲۸ نېټه ارزونه(ټرېل) په ننګرهار کې اخستل کیږي.
د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلې ارزونه د ننګرهار د کرکټ په اکاډمۍ کې اخستل کیږي، دغه ارزونه به درې ورځې دوام لري په ۲۸ نېټه به پېل کیږي او د اکتوبر تر ۳۰ نېټې پورې به دوام کوي. دغه اروزونه به د ننګرهار په وخت سهار ۹ بجې پېل کیږي او ټوله ورځ به دوام کوي.
دغه ارزونه به د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوره کولو کمیټه او د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف اخلي چې په کرکټ کې د لوبغاړو د غوره کولو ټول معیارونه به په نظر کې پکې نیول کیږي.
یادونه: کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره چې کوم لوبغاړي غوره کوي د عمر د ارزونې لپاره به یې د هډوکې (بون) ټیسټ په منل شوي او معیاري روغتون کیږي او د هر لوبغاړي عمر چې د ۱۹ کلنو څخه کم و هغه به د لوبډلې لپاره غوره کیږي.