لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په رالېږل سو ې خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار د امنيې قومندانۍ پوليسو يو تن تهديدونکى نيولى په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کس يې د پنځمي امنيتي حوزې په ساحه کي په داسي حال کي چي د څلورمي ناحيې د يو تن اوسېدونکي حيات څخه ١٥٠٠٠٠٠ لکه پاکستانۍ کالداري ترلاسه کولې لاس په لاس نيولى په خبرپاڼه کي د نوموړي نوم ملا فريد احمد ښودل سوې او په اړه يې ويل سوي چي نوموړى د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي اوسېدونکى دئ چي دا پيسې يې د حيات څخه د هغه تر تهديدولو وروسته د تهديدوني په بدل کي ورڅخه اخستلې .