کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د چلی دمسو له کان نه یو جادویی عدد راووت

د چلی دمسو له کان نه یو جادویی عدد راووت

د روڼ اندو هغه نسل چی زه ور پوری تړاو لرم د چلی هیواد دنامه سره دیوی منفی پدیدی دلاری شناخت لری . دانسل چی کله د چلی نوم واوری نو بی اختیاره به دتیری پیړی په شپیتمو کلنو کی د پینوچت خونړي کودتا ورپیاد شی چی د ټولټاکنو د قانونی لاری نه منځته راغلی د زیار ایستونکودیوه استازی حکومت په وړاندی یی د ( سی ای یی ) په ملاتړ تر سره کړه چی په پایله کی یی د (  سان جوسی ) معدن د کارګرانو په ګډون په زرګونوکارګران او نور زحمتکښان چارماری شول .  که دتیری پیړۍ دویمه نیمه برخه په چلی کی ددی هیواد د کارګری طبقی د وینو او جنوسایډ ( کتلوی وژنی ) دلاری شهرت موندلی وو ، خو اوس زه باورلرم چی لږ ترلږه به د روانی پیړی لومړی نیمه برخه د نوموړی معدن دکارګرانو د ژغورنی دلاری چلی ته د درناوی نه ډک  ویاړمن شهرت ور په برخه کړی . کیدلای شی ددی ویاړ کیسی نسل بر نسل تر پیړیو پوری هم وغځیږی .


        هو ، دا دچلی د شمالی برخی د ( کوپیاپو ) په سیمه  کی د ( سان جوسی ) پنامه د سرو زرو او مسو د یوه کان کیسه ده چی د روان کال داګست په پنځمه نیټه په یوه ناوړه پیښه کی دمعدن لاندنی برخی ونړیدی او زیات شمیر کارګران چی پدغه شفت کی تر ځمکی لاندی په کارونو لګیا وه ، دمرګ کندی ته ولویدل . یو شمیر نور ګارګران چی ټولټال ۳۳ کسه کیدل ، دځمکی له مخ  نه یی د ۶۲۲ مترو په ژوروالی په یوه ټونل کی کار کاوه آو د راوتلو لاره یی په بشپړه توګه په ټپه بنده شوی وه ، هم هلته ګیر پاته شول . څه باندی یوه اونی وروسته داپته ولګیده چی نوموړی کسان د ډیر لږ مقدار خواړو سره ژوندی پاته دی . د همدغه ځای نه د چلی دچارواکو زړه سواندی هلی ځلی او میړانه ددغو ۳۳ تنو کارګرانو د ژغورلو په تړاو پیل کیږی چی دکانو دراایستلو په چاروکی یی یوه ستره نړیواله تجربه را منځته کړه او ددی هیواد چارواکو ته یی یو ویاړمن  شهرت  ور په برخه کړ .
        د نوموړو کسانو د ژغورلو چاری له پیل نه تر پایه پوری د ټولی نړۍ د ټولو رسنیو زیږه سرلیکونه وه او ټولو هغو کسانو چی داخبر ورته په زړه پوریوو ، هرومرو به یی لوستی ، لیدلی او یا ارویدلی دی . په همدی خاطر زه نغواړم دا ټولی خبری یوار بیا تکرار کړم . خو پدغو چارو کی یو څو خبری دی چی په یادولو ارزی او لوستل به یی خامخا د لوستونکو دپاره په زړه پوری وی . ددا ډول مالوماتو له ډلی نه یو هم د ۳۳ عدد دی چی داګړۍ په نړۍ کی دیوه جادویی عدد پنامه نومول شوی دی .
      دا د دری دیرشو عدد نور د سان جوسی په معدن کی د راګیرشوو دری دیرشو تنو کارګرانو د ژغورنی له ډرامی سره وتړل شو . څو دقیقی له هغه وروسته چی لومړی ګارګر د ځمکی په دننه کی د۶۲۲ متری ژوری نه  نژدی د نیم متر په قطر دیوه برمه شوی څاه دلاری په یوه ځانګړی جوړ شوی کپسول کی د ۶۹ ورځو په تیریدو د ځمکی مخ ته را وایستل شو ، دچلی اولسمشر چی د ژغورنی ځای ته راغلی وو ، دخپلی وینا په یوی برخی کی دا عدد د یوه جادویی عدد په توګه یاد کړ . د عدد د جادویی نامه سره تړلی لاملونه دادی :                                                                                            الف ـ ۳۳ تنه کارګران په نړیدلی معدن کی ګیر پاته وه .                                                                                ب ـ ددوی د ژغورنی دپاره د دومره ژور څاه دبرمه کولو او نورو اړوندو کارونو تر سره کولوچارو په ټولیز ډول ۳۳ ورځی وخت ونیو .                                                                                                                           ج ـ نوموړی کارګران ددی پیړی د لسم ( ۱۰ ) کال د لسمی ( ۱۰ ) میاشتی یانی اکتوبر په ( ۱۳ ) نیټه د ځمکی مخ ته را وایستل شول چی دغو عددونو مجموعه په ګډه ۳۳ کیږی .                                                                              د ـ رسنیو ته ددغو ۳۳ تنو د  ډاډمنی روغتیا په هکله معجزه ډوله خبر د همدی روان کال په دری دیرشمه ( ۳۳ ) هفته کی ورسیدی .                                                                                                                                    ه ـ نوموړی خبر په دقیق ډول د ۳۳ تورو ( حروفو ) څخه جوړ شوی وو .                                                          و ـ د نمبرلوژی له مخی هغه کسان چی د ( ۳۳ ) عدد سره تړاو لری ، دوی د رهبری کول اوالهام بخښلو دځانګړتیاوو درلودونکی دی .
        داخو هغه څه دی چی تر اوسه پوری ددغه ( ۳۳ ) عدد په باره کی د څیړونکو لخوا څرګند شوی دی ، خو زه فکر کوم چی ښایی نور ډیر څه به هم ښکاره شی چی ددغه عدد سره به تړاو ولری . لدی نه پرته ددغی ډرامی په اړوند یو شمیر ارقام هم چی د رسنیو په لړ کی یاد شوی دی همدارنګه په لوستلو ارزی او کولای شو په لاندی ډول یی یادکړو : 


۱ـ د کارګرانو د ژغورنی تر وروستۍ شیبی پوری ، دوی ۷۰ ورځی دځمکی د ګیډی په ۶۲۲ متری ژوره کی بند پاته   شول  .


 ۲ ـ د ژغورنی دجریان او اړوندو هلو ځلو د خپرولو په موخه د ۳۹ هیوادونو څخه د ټولټال ۳۰۰ رسنیو استازی چی ۲۰۰۰ تنه ژورنالیستان کیدل معدن ته راغلی وه .


 ۳ـ د ژغورنی په تخنیکی چارو کی هره ورځ په منځنی توګه ۷۰۰ لیټره تیل لګول کیدل .


۴ ـ د معدن تر څنګ د ( کمپ هوپی ) پنامه کمپ چی د بندو کسانو خپلوانو دپاره جوړ شوی وو او همدارنګه داړوند روغتون د امنیتی چارو په موخه ۳۰۰ تنه پولیس په کار ګمارل شوی وه .


 ۵ ـ د ژغورل شوو کارګرانو دهر یوه ګروپ د پاره د کوپیاپو په سیمه ایز روغتون کی ۳۵ تنه روغتیایی کارکونکی ټاکل شوی وه .


 ۶ ـ په نوموړی کمپ کی هره ورځ ۸۰۰۰ لیټره دڅکلو اوبه کاریدلی .


۷ ـ ټولټال ۶۰۰ تنه دماهرانو او تخنیکی کارکونکو پرسونل یوازی د ژغورنی په کار کی لګیا وه .


 ۸ ـ په کمپ هوپی کی هره ورځ ۱۳۰ کیلوګرام وچه ډوډی خوړل کیدل .


۹ ـ په هغه ټونل کی چی کارګران ور پکښی بند پاته وه ، د هوامنځنۍ کچه ۳۰ درجی او لنده بل ( رطوبت ) په سلو کی و ۹۰ ته رسیدی .


۱۰ ـ ددی احتمال په پام نیولو سره چی که تر لاس لاندی روان د ژغورنی پلان د کارګرانو په ژغورلو کی بی نتیجی پاته شی ، پر یوه بل الترناتیف وریانت باندی دکارکولو په خاطر ۱۰۰ تنه ماهران ګومارل شوی وه او په بیړه یی کار کاوه .
       لوړ ټکی هغه مالومات دی چی د ډنمارکی رسنیو څخه می د ځان دپاره یادداښت کړی وه . پدی هیله چی لوستونکو ته به په زړه پوری وی !
پای