د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي تېره ورځ ناپېژاندو وسله والو يو تن د فابريکې په سراى کي په ډزو وواژه . د نوموړو مسئولينو په وينا چي وژل سوى کس حاجي غلام سرور نومېده او د تواضع په نامه د يوې شخصي کمپنۍ کارکوونکى و . د پيښي مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دئ اخستى او نه يې په اړه تراوسه څوک نيول سوي دي .