کور / تازه خبرونه / کندهار : د ماين په يوه چاودنه کي درو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار : د ماين په يوه چاودنه کي درو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ سهار مهال د پنجوايي ولسوالۍ د زله خان په کلي کي د ملکي وګړو يو سراچه ډوله موټر د سړک د غاړي پر يوه ځاى پر ځاى سوي ماين وخوت چي په پايله کي يې يو تن ملکي وګړى ووژل سو او دوه تنه نور ژوبل سول . په خبرپاڼه کي د دې پيښي پړه پر وسله والو طالبانو اچولې خو وسله والو طالبانو پخپله په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي