کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مافيايي کړۍ او د بېوزلۍ تر چاړې لاندي ولس

مافيايي کړۍ او د بېوزلۍ تر چاړې لاندي ولس

د طالبانو د رژيم له ماتې را وروسته د افغانستان په سياسي ، اقتصادي  او ټولنيزو ډګرونو کې بدلونونه راغلل . دغه بدلونونه که له يوې خوا د جګړه ځپلي افغانستان د پرمختګ د يوه فرصت په توګه يادېدل له بلې خوا همدغه بدلونونه له يو شمېر نيمګړتياوو سره هم مله ول.
په لومړي سر کې داسې فکر کېده چې نوی سياسي بهير به د افغانستان د لسيزو لسيزو ترينګلتياوې ستونزې او څپڅپانده حالت له منځه يوسي خوپه عمل کې هغسې و نه شول.
د سياسي بهير مخکښان هغه کسان شول چې د افغانستان د ستونزې د اصلي جرړو په سترګو ورته کتل کېږي .
اقتصادي بنسټونه هم د هغو کسانو ګوتو ته ورغلل چې غوښتل يې د مافيايي فعاليتونو په مرسته په پيسو کې انفلاسيون، د بيارغونې په پروژو کې فساد او په نورو اقتصادي ډګرونو کې خپلې اغېزې ته لاره هواره کړي.
د تېرو نهو کلونو په ترڅ کې په سياسي ډګر کې افغانستان نه يوازې له تمې سره سمه وده و نه کړه بلکې يو ډول شاتګ يې هم کړی دی . د افغانستان جګړې بيا د اتيايمو او نوييمو کلونو پېر ته ورګرځېدونکې دي اوپر حکومت باندې خپله د افغانانو او نړيوالې ټولنې باور خپلې ټيټې کچې ته رسېدلی دی . په اقتصادي ډګر کې هم له څو د ګوتو په شمېر ښارونو او په هغو کې هم د ځمکو، و دانيو، او بانکي مافيا له څو کورنيو پرته د نورو خلکو عايد تر ۲۰۰۰کال نه دي زيات شوي .
په تېرو نهو کلونو کې د افغانستان سياسي شاتګ کېدای شي ګڼ لاملونه ولري خو دلته يې موږ په اړه څه نه وايو بلکې يوازې د اقتصادي شاتګ خبره لږ راسپړو.
تېر نهه کاله د افغانستان لپاره په اقتصادي ډګر کې له فرصتونو ډک ول ، که دغه فرصتونه سم کارول شوي وای نو اوس د افغانستان د وګړو د بېوزلۍ او وزرګارتيا کچه هومره لوړه نه وه.
ددغو فرصتونو ډېری برخه د بيارغونې په لويو او وړو پروژوکې وه چې لويې پروژې د اقتصادي بنسټونو له دود سره سمې اوږدمهالې او  ورو پر مخ ځي خو وړې پروژې لږ وخت غواړي چې په دې توګه په لږ وخت کې کېدای شي ډېرې پروژې عملي شي .
خو په افغانستان کې د لويو پروژو په اړه د حکومت او نړيوالې ټولنې تر منځ د ګډ دريځ او ژبې د نشتوالي ځينې ستونزې را وټوکولې مګر په کوچينو پروژو کې بيا د مافيايي کړيو ونډه ډېره روښانه ده .
دغه وړې پروژې د مافيايي ډلو لپاره د اقتصاد خورا ګټورې سرچينې دي . دوی بې له دې چې پوښتنه ګروېږونه ورڅخه وشي دغه پروژې داسې پلي کوي چې دلګښت درې برخې يې په جيب کې اچوي او يوه يې هم پر پروژه لګوي.
په دې لړ کې د مشر نعيم نظامي په اړه يوه بېلګه را اخلو.
د اسنادو او شواهدو له مخي يو له دغسي کسانو څخه په ختيځ زون کې د PAGS په نوم يوې نادولتي موسسې مشر نعيم نظامي دی چي د اداري فساد د پټ ساتلو په نيت يې پر مهمو پوستونو خپل خپلوان مقرر کړي دي او په پراخه کچه په اداري فساد کي ښکېل دی .
د افغانستان په اقتصادي ډګر کې زيات شمېر داسي مافيايي  کړۍ او په اداري فساد ککړ کسان دندې لري او د افغانانو لپاره په سوال را وړل شوې پيسې خپل جېب ته اچوي او په کور د ننه او بهر پرې خپل ژوند جوړوي .  افغان دولت که غواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي مافيا او بيا د اداري فساد مخه و نيسي نو ددغسې موسسو فعاليتونه دې له سره وارزوي او هغه کسان چې د ولس په پيسو او حق کې يې لاسوهنه کړې وي بايد مجازات شي .
اقتصادي پرمختګ له شفافيته  پرته نه شي راتلای او شفافيت د يوه بهير په توګه د پاکو خلکو له ګمارلو سره نيغ په نيغه اړيکي لري . دولت که غواړي افغانستان پر ځان بسيا شي نو شفافيت ته دې پام وکړي چې د هېواد اقتصادي څرخونه جوړ شي  او کنه نو ولس به  همداسې د بېوزلۍ تر چاړې لاندې ساه اخلي چې د مرګ او ژوند دواړو مسوليت او ګناه به يې په سر کې د ولسمشر او بيا د نورو اړوندو چارواکو پر غاړه وي .