پخواني ولسمشرډبلیو بوش له هغه وروسته دتیلو کاروبار ته رسما بډې راونغاړلې چې څه موده وړاندې دامریکا په تګزاس ایالت کې د(بوش ) کورنۍ ملکیتونه او جایدادونه سره تقسیم کړای شول چې په پایله کې یي ولسمشر بوش ته هم دتیلو څوشرکتونه ورسیدل .
دبوش کورنۍ په امریکا کې دنفتو دتجارت یوه له مهمو کاروباریانو څخه شمیرل کیږي ،خودکتونکوپه وینا داچې اوس ولسمشر بوش په خپله په دې کاروبار پسې دسفرموزې پښو کوي زیاتره دسترګو خاوندان داسفرفوق العاده معنی دار بولي ، دلوړو سرچینو په وینا ولسمشر بوش چې کیدای شي په نږدې راتلونکی کې له کویټ او عراق سره دتیلو سترقراردادونه امضاءکړي ،په کویټ کې دخبرو په مهال دې ته هم اشاره وکړه چې په عراق په بریدباندې پښیمانه ندی ،ځکه دده په وینا دایي ترټولو سترارمان وه چې په عراق غوندې هیواد ددوی دیوه مخالف (بعث ګوند)سلطه پای ته ورسوي .
دنړیوالو کتونکوپه وینالکه څنګه چې بوش اعتراف کړی ،که په رښتیاهم نوموړی دعراق او عربي خلیج دتیلو قراردادنه خپل کړي او په دې سیمې کې دتیلو سوداګري پيل کړي نودا په دې اړه شته شکونه ټول په یقین بدل کړي چې دعراق اته کلنه وینه بهونه یوازې دبوش کورنۍ دنفتي تجارت دانکشاف اوغوړیدلو لپاره ترسره شوې او بس …
دخلیج دجګړې په مهال چې بوش الاب (پلاربوش ) دعربي خلیج داشغالولو سناریو عملي کوله هم نړیوالو حقیقت ویونکو مبصرینو داعملیات یوازې دهمدې امریکایي تیلګرې کورنۍ (بوش کورنۍ ) شخصي تجارتي جګړه بلله ، چې دخپل نفتي تجارت دانکشاف په موخه ترسره کیدله ،وروسته چې زوی بوش په عراق حمله کوله هم همدا خبره کیدله ،مګر اوس چې ددغې په نفتو مینې کورنۍ په نمایندګي ولسمشربوش په دې مفتوحه سیمه کې رسما دتیلو استخراج او سوداګري پيلوي ښایي ددغو جګړو او څوکلونو بدمرغیو داصلي موخو په اړه له هیچا سره هم شکونه نه وي پاته شوي .
په پای کې په لنډو ویلای شو چې دبوش پیل کړي تجارت ثابته کړه چې په سیمه کې ترشوې جګړې او لاروانې بدمرغۍ یوازې همدې سوداګرۍ ته دزمینې هوارولو په موخه وې ،چې داحقیقت بیاپه افغانستان او دنړۍ په نورو هیوادونو کې دبشری حق ددعوګیرو امریکایانو دښکیلتیا اساسي اهداف په ښه توګه راپه ګوته کولای شي .