کور / تازه خبرونه / بغلان: طالب قومندان وژل سوئ دئ

بغلان: طالب قومندان وژل سوئ دئ

د آيساف ځواکونه په بغلان ولايت کي د يوه طالب قومندان د وژلو ادعا کوي.
د سي اين اين تلوېزون وايي دغه قومندان عبدالجميل نومېدى چي د بغلان د دوو ولسواليو مسئوليت يې درلودى.
راپور وايي نوموړى د شنبې په ورځ د ايتلافي ځواکونو په يوه هوايي حمله کي له ١٥ نورو ملګرو سره وژل سوئ دئ.
طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.