کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پوځي هډې به دافغانستان ستونزې لا ډېرې کړي

پوځي هډې به دافغانستان ستونزې لا ډېرې کړي

 ويسا ورځپاڼې دخپلې يکشنبې ورځې په ګڼه کې خبر ور کړ، چې امريکا له افغانستان څخه پوځي اډې غواړي ويسا د باوري سرچينو له قوله راوړي چې څو مياشتې مخکې امريکايې چارواکو له ولسمشر کرزي څخه د ستراتېژيکې ملګرتيا غوښتنه وکړه، ولسمشر له دوى څخه دکاغذ پرمخ دغوښتنې جزيات او څرنګوالى وغوښت، چې بيا دوى د پوځي هډو ليکلې غوښتنه وکړه.


ولسمشر کرزي د افغانستان له لوري د هډو په بدل کې د افغانستان لپاره داسې امتيازات وغوښتل چې په نړۍ کې معمول دي، خو امريکايي چارواکي د داسې امتيازاتو او شرايطو له منلو ډډه کوي. ويسا ليکي ظاهرا ددوى پلمه داده چې ګواکې نه غواړي دغه اسناد کانګرېس ته لاړ شي، ښايي په همدې لانجه د امريکا او ولسمشر کرزي پر خلاف په لنډه راتلونکې کې د تبليغاتو يو نوى کمپاين زور واخلي څه موده وړاندې چې له طالبانو سره د امريکا د اړيکو او په سپين بولدک کې د دوى ترمنځ د خبرو اترو خبرونه خپاره شول اصلا دهمدو هډو مساله پکې محوري ټکى وو، همدغسې اړيکې له پاکستاني چارواکو سره هم نيول شوې دي، امريکا غواړي په افغانستان کې پوځي هډې لاسته راوړي او د همدې لپاره د افغان چارواکو په شمول هر لوري ته لاس اچوي، امريکا اوس هم په بګرام، هلمند او کندهار کې پوځي هډې لري، او په مزار او شينډڼډ کې په دوو نورو کار روان دى په افغانستان کې د هډو مساله له پاکستان او طالبانو سره هم مطرح شوې ده، که د هېواد او سيمې ترخو واقېعتونو ته ځير شو دا ښکاره ده او بايد ومنو چې امريکا په سيمه کې خپل ستراتېژيک اهداف لري، امريکا د سيمو په نورو هېوادونو کې هم پوځي اډې لري.


 افغانستان په سيمه کې ستراتېژيک اهميت لري د وخت هر زبرځواک هڅه کړې چې افغانستان خپله مستعمره وګرځوي له دې جملې انګليس امراطورۍ تزاري روسيې ته دځان نژدې کولو په موخه په افغانستان درې ځلې يرغل وکړ خو هرځل په خپلواکۍ مينو افغانانو ورته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ شوروي اتحاد هم د هند ګرمو اوبو ته د ځان رسولو په موخه پرافغانستان پوځي يرغل وکړ خو دې متکبرزبرځواک هم ډېر ژر د افغان ولس لخوا کلکه ماتې وخوره او ټوټې ټوټې شو د جهاد په دوران کې امريکا د پاکستان له لارې له افغان مجاهدينو سره مرستې کولې تر څو وکولاى شي د افغانانو په وينو، قربانيو او زيانونو خپله لوى دښمن ته ماتې ورکړي ښکاره ده چې دوى زمونږ دغمه نه وو مړه بلکې هغوى خپلو ګټو ته ژمن وو دوى يو ساعت هم د افغانانو لپاره دلته مرستې نه کولې ځکه کله چې شوروي ښکېلاک په ګونډو شو ددوى ماموريت هم پوره او افغانستان يې ګاونډيانو ته په لاس ورکړ پايله يې دا شوه چې جهادي تنظيمونه او ډلې د پرديو په ډول په خپلو کې سره ونښتل کابل يې کنډواله کړ او ډېر افغانان په دې جګړو کې هم  د مرک کومي ته ولېږل شول، تاريخ او تاريخي اثار مو لوټ شول ښځې مو کونډې شوې او ماشومان مو يتيمان شول په دې وخت کې د امريکا په اشاره پاکستان ته ښه موقع په لاس ورغله طالبان يې راوستل ترڅوهغه بيا القاعده راولي او امريکا ته پلمه په لاس ورشي چې په دې خاوره يرغل وکړي


اوس مهال امريکا غواړي په افغانستان کې هم پوځي اډې ولري په لومړي سر کې امريکا غواړي چين ته ځان نېژدې کړي چين اوس په نړۍ کې دوهم اقتصادي ځواک دى او د نړۍ د لويو قدرتونو څخه شمېرل کېږي او دامريکا په مقابل کې يو ښه سيال پاتې کېداى شي بلخوا امريکا غواړي د خپل زاړه دوښمن په مقابل کې کمين ونيسي چې هغه روسيه ده روسيه د امريکا له دې هڅو پوره اندېښمنه ده  دې هېواد په اروپا کې د توغندويو ضد دفاعي سيستم ته هم د هو سر ونه خوځاوه او دايې دځان لپاره لوى تهديد وباله او لاتر اوسه په دې لانجه خبرې روانې دي بلخوا د ايران ستونزه ده ايران غواړي يورانيم غني کړي هغه چې په هستوي وسلو کې کارول کېږي، لوديځ او امريکا په دې هېواد همدا تور لګوي خو ايران له دې خبرې انکار کوي چې ګواکې هستوي وسلې جوړوي بلکې دوى داد سوله ييزو هدفونو لپاره مشروع بولي خو امريکا او غربي نړۍ دا ورسره نه مني امريکا غواړي د ايران ددې هڅو مخه ونيسي نو په افغانستان کې پوځي هډې به د ايران لپاره د خطر زنګ وکړنګوي په همدې ډول پاکستان او هندوستان ته په ګاونډي افغانستان کې د امريکايي اډو شتون په هېڅ ډول دمنلو وړ نه دى نو په داسې حالاتو کې چې افغانستان اوس هم د دګاونډيو، دسيمې دهېوادونو او نړيوالو د لاس وهنې څخه تر پوزې راغلى او افغانستان ټولې بدبختۍ د همدې لاس وهنو له امله دې دا نور هېوادونه هم لکه چين هېواد چې لاتر اوسه د افغانستان په مسايلو کې ډېر دخيل نه ښکاري له سيمې څخه د خپل دښمن د ويستلو لپاره مبارزه کوي افغانستان به نور هم د هېوادونو د لوبو ښه ډګر شي  بيا به هم خوار افغان او خوار پښتون وژل کېږي بندي کېږي او ځورېږي افغانستان به ورانېږي او په افغانستان به اور بلېږي.