د کندهار والي په مشرۍ يوه ګډ نظامي او ملکي پلاوي د خاکريز ولسوالۍ وضعيت له نژدې وکتى.
يوه ګډ نظامي او ملکي پلاوي چي پکښي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان ، د ٤٠٤ ميوند زون قومندان ، د کندهار امنيه قومندان ، د کندهار د اطلاعاتو کلتور رياست رئېس، د ښووني او روزني سرپرست رئېس د ولايتي شورا يو شمير غړو او يو لړ نورو لوړ رتبه چارواکو ګډون درلود د دې ولايت د خاکرېز ولسوالۍ ته سفر وکړ.
ياد پلاوى په ولسوالۍ کي د قومي مشرانو او سپين ږيرو په جوړه سوي غونډه کي ګډون وکړ او د هغوى غوښتني يې واورېدې چي زياته برخه يې د امنيت ټينګښت، پرمختياې کارونو، کرهڼي، اوبو لګوني او د ښووني روزني غوښتنو جوړوله.
والي وويل د وسله والو سره سره د ملي پخلايني او روغي جوړي خبري تر ډيري کچي په بريالي ډول پر مخ ځي چي د سولي او امنيت په ټينګښت کي يې يو روښانه پړاو نومولى سوو، خو ددې ټولو هڅو سره سره بيا هم ګډ کار او د ولسونو او عامو خلکو همکارۍ ته زياته اړتيا ليدل کيږي څو دا خبري لا هم بريالۍ او مثبتي پايلي خپلي کړي
والي وويل ددې لپاره چي د کندهار ښاروالۍ له خوا د ياد دوه کيلو ميتره سړک کار ژر پيل سي ما نن د ځان سره د ښاروالۍ دوه تنه ساختمان انجينران راوستي څو ددې سړک سروې وکړي او هر څومره ژر چي شونې وي په پاخه او اساسي ډول يې د رغوني کار پېل سي.
د خاکرېز ولسوالۍ د قومي مشرانو په جوړه سوي غونډه کي د ٤٠٤ ميوند زون قومندان پاسوال شفيق فضلي له قومي مشرانو او سپين ږيرو څخه د امنيت د ټينګښت او د حکومت سره د همکارۍ په برخه کي د ملاتړ غوښتنه وکړه .
د کندهار د پوهني او روزني سرپرست رئېس حاجي نجيب الله احمدي وويل چي ياد رياست د خاکرېز په ولسوالۍ کي له سته لسو ښوونځيو څخه څلور يو ځل بيا د سيمه والو او سپين ږيرو په همکارۍ د زدکوونکو پرمخ خلاصي کړي او ورته يې کتابونه، قرطاسيه او خوراکي توکي رسولي دي.