کور / تازه خبرونه / کندهار : ترافيکي پيښي يو تن ژوبل کړ

کندهار : ترافيکي پيښي يو تن ژوبل کړ

د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د يو ې ترافيکي پيښي له امله يو تن ژوبل سو .د دې ولايت د ملي پوليسو د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د ترافيکو د عمومي مديريت يو تن غړي ښاغلي دوهم څارن عتيق الله لراوبر ته د ټليفون پر کرښه وويل چي پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ په بازار کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يو ټکسي موټر يو پلى سړى پخپل موټر ووهى . ژوبل سوى کس د درملني په موخه روغتون ته وړل سوى او موټر چلوونکي د پوليسو په لاس کي دي . نوموړي همدا ډول وايي چي تېره ورځ هم په نيمروز ولايت کي د يوې ترافيکي پيښي په پايله کي يو تن خپل ژوند لا لاسه ورکړ . چي وژل سوى کس خپلو خپلوانو ته سپارل سوى او موټر چلوونکى د پوليسو په نظارت خونه کي بندي دئ .