کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کرنيز اقتصاد د رغونې پر لور يو بل ګام

د کرنيز اقتصاد د رغونې پر لور يو بل ګام

د کرنې، اوبولګونې او مالداری وزارت په ابتکار او هاند سره د تلې په څوارلسمه نيټه يو نړيوال کرنيز نندارتون د کابل د بادام باغ په تاريخې څيړنيز فارم کې د پاک قرآن د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پرانيستل شو.

د نندارتون لومړنۍ ويناوال د کرنې وزير محمد آصف رحيمی و او هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې داسې وويل: زموږ سبا ورځ به تر نن بهتره وي، يعنې په نږدې راتلونکې کې به جدی تحول تر سترګو شي، انشاالله. دغه نندارتون د کورنيو او نړيوالو سوداګرو تر منځ د اړيکو او روابطو جوړولو يوه ښه، اغيزمنه او په زړه پورې تګ لاره ده چې په دغو درې ورځو کې سوداګرو يو بل سره ناستې درلودې او د افغانې کرنيزو توليداتو د صادراتو پرمختګ او همدارنګه په دغې برخه کې د شته ستونزو ارزونه وشوه.

 دغه نندارتون کې سربيره په کورنيو سوداګرو د ديرشو هيوادونو سوداګر او د سوداګريزو چارو استازيو ګډون درلود. د پام وړ خبره ده چې د ارجنټاين هيواد سفير له اسلام آباد څخه په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و. پر ده سربيره د هنګانک، سنګاپور، هندوستان،د عربې متحده اماراتو، امريکار، هالند، تاجکستان، ازبکستان او نورو سوداګرو برخه واخيسته.

د نندارتون لومړی ورځ خو رسمي شکل درلود او په دغې ورځ يواځې ۳۸۰۰ تنو ګډون کړی وو په دويمه ورځ چې د تلې پنځلسمه وو ۷۹۰۸ تنو ګډون وکړ او دريمه ورځ چې د تلې له شپاړسمې سره يې سمون درلود  ۲۲۹۳۷ تنو برخه واخيسته او د نندارتون په دريمه ورځ ډيری د کابل ښار استوګنو ګډون کړی وو. زموږ په هيواد کې دغه شان نندارتونونه پخوانۍ تاريخچه نلري خو د ۲۰۰۷ ميلادې کال راهيسې دا په هيواد کې يوولسم کرنيز نندارتون او په کابل کې شپږم نندارتون و.

خلکو که هغه سوداګر و او که عام ګډونوال، که بهرنۍ سوداګر و او که دولتي چارواکی په ډير شوق او ځانګړې مينې سره يې ګډون کړی و. هرې خوا هټی وې او هر هټېوال خپل کرنيز توليدات نندارې ته ايښې و. د دغه نندارتون بله ځانګړتيا دا وه چې په دې کې يواځې کرنيز توليدات نندارې ته وړاندې نشول بلکې د کرنې د سکتور سره په تړاو کې لکه د کشميرې، قرقل پوستکو، غاليو، کرنيز ماشين آلات او حتی خصوصې بانکونو هم ګډون درلود دا ځکه چې په لنډ وخت کې به د کرنې وزارت د پورونو ورکول پيلوي او د بانکونو ګډون هم يو وړ کار وو.

 د ګډونوالو شمير خو په ټوليز ډول ۳۴۶۴۵ تنو ته رسيده او همدارنګه د کورنيو او بهرنيو سوداګرو تر منځ د ۲۳۳،۱۰۰، ۱۲ (دولس ميليونه سل زره او دوه سوه او دري ديرش) امريکايې ډالرو په ارزښت بالقوه او د ۲،۰۰۰،۰۰۰ (دوه ميليونه) امريکايې ډالرو بالفعل سوداګريزې معاملې تر سره شوې چې په پايله کې به يې د افغانستان کرنيز توليدات لکه آنار، مميز (کشمش)، مڼې، انګور، زدالو… او غير کرنيز توليدات لکه قرقل، کشميره، غالۍ او … له ارجنټاين نه نيولې تر هنګانګ، سنګاپور، امريکا، ترکمنستان او نورو هيوادونو ته صادريږي.

 د کرنې وزارت له دغه نندارتون څخه تر خپلې توقع ډيرې لاسته راوړنې درلودې او يو ځل بيا يې نړيوالو ته افغانې کرنيز توليدات نندارې ته کيښودل. په نړی کې دغه شان نندارتونونه يو معمول ده او هر هيواد زيار کاږې چې خپل توليدات که هغه طبيعې وي او يا صنعتې نړيوالو ته وروپيژنې، نو پر دې اساس د کرنې وزارت تل زيار ايستلی چې د خپل هيواد توليداتو لپاره نړيوال مارکيټونه ومومي او يواځينې موخه يې د صادراتو د کچې لوړول او همدارنګه د مولدينو او يا بزګرانو د ژوند ښه والی دی.