توضیح : دبنیاد ګرایۍ اصطلاح په اسلام پوری منحصره اصطلاح نه ده ، څرنګه چې فکری استعمار دا اصطلاح په اسلام پوری تړلی ده ، او د هرډول تشدد او تطرف زیرمه د اسلام معتدل او متوازن دین ګڼي ، بلکه اسلام هر ډول تشدد او تطرف ردوي ، او په خپله هراړخیزه راکړه ورکړه کې د وسطیت لیاره خپلوی .
دوهم ویتنام .. د یرغلګرو مقبره .. د امپراتوریو مقبره ..
دا هغه القاب دي ، چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان باتور ملت د یرغلګرو او اشغالګرو د تجاوز په وړاندې د خپل شهامت او میړانې او قربانۍ په پایله کې ګټلی دي ، که د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه د استعمار د ناوړه یرغل په پایله کې خپل استقلال او خپلواکي له لاسه ورکړی ده ، خو افغانستان هغه سرلوړی هیواد دی ، چې استعمار په کراتو کراتو ورنه ذلیل او شرمیدلی شړل شوی دی . د ازلي کینې اودښمنۍ پربنسټ استعمار دا ځل افغانستان ته د دوو مختلفوواو متضادو شعارونوو تر سیوره لاندې راغلی دی ، تر څو د افغانستان د مسلمان ملت نه خپل زوړ غچ او انتقام واخلی ، او په خپل زاړه پرهار باندې د افغانانو د غوښوو او وینونه جوړه شوې پټۍ کیږدي ، ځکه چې دا هغه هیواد دی چې د حق او باطل په دې جګړه کې ئې د تسلیم سر هیڅکله نه دی خم کړی .
لومړی شعار خود دیموکراسۍ هغه جنت دی ، چې دنړۍ هغو هیوادونو ته ئې باید د لویدیځ استعمارجوړ کړي ، چې تر اوسه ورنه محروم دي ، دوی باید د لودیدیځ پر مټ د هغه جنت ننداره وکړی ، چې د مستبدو پادشاهانو او حاکمانو د استبداد په پایله کې ورنه محروم ساتل شوی ، د هغه جنت نه باید دوی هم خوندونه واخلی چې په لویدیخ کې د لویدیځ تمدن خلکو ته ورپه برخه کړی ، هغه جنت چې یوه شیبه هم څوک پکې کراری نه لري ، ټول د ماشین په څیرپه مستمر کار بوخت دی ، شپه او ورځ د تولید او ثروت ټولولو په غم کې لالهاند دي ، ته به وایی چې په دې جنت کې خلک کومې بلا پسې اخیستی دی او ځغلوي ئې ! ، شپه او ورځ د ګرځندې میچنې په څیر په کار بوخت دی ، چې یوه شیبه کراری نه لری ، میده کوی هغه څه چې تولیدوي ئې ، او شندی هغه څه چې تولیدوي ئې ، تر څوئې بیا راټول کړي او له سره ئې میده کړی .
هغه جنت چې انسان پکې په اخلاقی لحاظ د حیوانیت درجې ته راټیټیږي ، هغه جنت چې انسان پکې روحې ارمتیا او سکون نه لري ، هغه جنت چې انسان پکې د تولید د ماشین د سون مواد وګرځی او د مادیت بنده او ذلیل پیروشي ، هغه جنت چې پکې انسان په خپلو جنسی اړیکو کې تر حیوان راټیټ وی ، هغه جنت چې پکې انسان د خپلو نفسي خواهشاتو ذلیل او خوار بنده وي ، هغه جنت چې پکې انسان بدبخته ، اندیښمن او سرګردانه وي ، او د اندیښنې او سرګردانۍ څخه نلیږي ، اوپه لیونتوب ، جرم ، او جنسی شذوذ او راونی او عصبی امراضوباندې آخته وي .
دلویدیځ استعمار تر دې شعار لاندې افغانستان ته راغلی تر څو خلکو ته دا د دیموکراسۍ جنت جوړ کړی ، خو پوښتنه دا ده چې دا جنت ولی د لسو کالونو په اوږدو کې په افغانستان کې جوړ نه شو ، اوتر دې وړاندې په عراق کې هم شعار همدا د دیموکراسۍ جنت ؤ ،چې جوړ نه شو ؟ ، آیا ریښتیا لویدیځ پر اسلامی نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان دا لورینه لری ،چې د هغه جنت خاوندان شي ، چې د لویدیځ وګړی ورنه خوندونه اخلي !؟، که دا هسی شعار دی چې د خلکو د غلامۍ او د خلکو د ثروتونو دغارتولو لپاره پورته شوی دي ؟
په حقیقت کې د لویدیځ استعمار د دیموکراسۍ دا جنت هم د اسلامی نړۍ په هیوادونو نه لوروي ، ځکه چې هغه اسلامی حرکتونه چې د دیموکراسۍ د اساساتو پربنسټ په اسلامی نړۍ کې حکم ته ورسیدل ، بیا په بنیادګرایۍ تورن او د پوځي انقلابونو او دسیسوو له لیارې د حکم نه ګوښه شول ، ځکه چې دوی د اسلامی اصول په اساس د یوه اسلامی حکومت غوښتونکی وو ، او موږ په خپله معاصره زمانه کې دا راز ډیر مثالونه لرو ، چې د فلسطین د حماس ګوند ، دالجزایر اسلامی حرکت ،د ترکیې د رفاه اسلامی ګوند.. چې د غربي دیموکراسۍ د اصول سره سم د خلکو د عام انتخاباتو په پایله کې حکم ته ورسیدل ، مګر له کومه ځایه چې د لویدیځ استعمار خپل کرغیړن مصلحتونه د دې اسلامی حرکتونو په حکومت کې په خطر کې لیدل نو ئې دې راز رزا توطیئو په اساس له حکومتدارۍ نه ګوښه کړل ، او په ډیره سادګۍ ئې د بنیاد ګرایۍ په تور تورن کړل .
دوهم شعار چې د دیموکراسۍ تر شعار یو څه نوی شعار دی ، د بنیادګرایۍ په ضد د مبارزې شعار دی ، په ګڼ شمیر اسلامی هیوادونو اوپه ځانګړی توګه په افغانستان باندې د بنیاد ګرایۍ په ضد د مبارزې تر شعار لاندې د لویدیځ یرغل او اشغال تر سره شوی دی ، په کومه کچه چې د دیموکراسۍ له شعار نه لودیځ د خپلو ناروا یرغلونو اړوند ګټه پورته کړی ، په همدې کچه ئې د بنیاد ګرایۍ پرضد د مبارزې له شعار نه استفاده کړی ده ، او هڅه شوی چې دا شعار د اسلام له هغه متوازن دین سره ونښلوي ،چې په خپله هر اړخیزه تګلاره کې د الله تعالی په امرد بشریت د سوکالۍ لپاره د وسطیت لیاره غوره کوي .
په دې کې شک نه شته چې په مسلمانانو کې هم د تاریخ په اوږدو کې داسې ډلې پیدا شوی ،چې په خپله مبارزه کې ئې د تشدد او تطرف نه کار اخیستی دی او غیر مسؤلانه عملونه تر سره کړي دي ، چې اسلام ته ئې تر ګټې زیان ډیراړولی دی . اما دا دلیل نه شي کیدلای چې د بنیادګرایۍ دا وسله دې یوازی د لویدیځ د استعماري ځواکونو په لاس کې وي ، او هر هغه هیواد او حرکت دې پرې تورن کوی ، چې د دوی د مصلحتونو لحاظ نه کوي ، او د دوی دټولنیز اوفکری هویت اوشناخت سره نه منسجمیږي ، او بیله اوخپلواکه لاره خوښوي .
کوم شي چې نن د تشدد اوتطرف د څرګندونې معیار دی ، هغه نظامی وسلې او دهغه استعمال د بشر په ضد دي ، د دې تر څنګ هغه وحشتناکه زندانونه دی ، چې د انسان نه خپله آزادی اخلی او د بل انسان د جبر او تشدد .. لاندې پکې ژوند کوي . د تشدد په وړاندې تشدد اوتطرف په خپله د ترورستي تګلاره ده .
اوس که موږ د لویدیځ معاصر تاریخ وګورو ، نو په روښانه ډول لیدلی شو چې خپلو فرهنګی ،فکری او اقتصادی مصلحتونو ته دخلکو په چمتو کولوکې تر ټولو لویه بنیادګرایی همدوی په لاره اچولی ده ، د بیوزله او مظلومو ملتونو په ضد هغه وسلې استعمالوي ، چې د بشریت په تاریځ کې تر دوی پرته بل چا نه دی استعمال کړی ، که څوک د دوی د دیموکراسي جنت نه مني ، نوبیا د بې ۵۲ الوتکو او دوربرده راکټونو په ذریعه د بینادګرایۍ په تور ورته دوزخ جوړوي ، او که د دوی فرهنګی ، فکری او اقتصادی مصلحتونو ته غاړه نه ږدي بیا ئې په هغه وحشتناکه زندانونو کې لکه ګوانتیناما ، ابو غریب ، بګرام .. چې د لویدیځ د استعمار په ټنډه کې تور داغونه دي د جبر او تشدد ترقمچینه لاندې ځوروي .
نن د لویدیځ داستعمار په زندانونو کې وحشتناکه کارنامې د روسیې تر تورو زندانو ډیرې مشهورې دي . په حقیقت کې په افغانستان کې دا د دیموکراسۍ په نامه جنت اود بینیاد ګرایۍ پرضد د مبارزې په پایله کې دا دوزخ دواړه د لویدیځ د کینه کښ استعماردوه اړخیزه توطیئه ده .
د افغانستان د باتور ملت هیله دا ده ، چې په سیاسی مشرانو کې ئې دا فراست پیدا شي ،چې د لویدیځ مکاره څیره وپیژني ، او د دردیدلی او کړیدلی ملت لپاره د لویدیځ دا د جنت او دوزخ دسیسه شنډه کړی ، او افغانستان ته د صداقت او اخلاص پر بنسټ په خپلو کې سره کیني او خپلې کشالې په خپله د بهرنیو د لاسوهنې نه پرته اوارې کړي .