کور / ترخې خبري / امریکایي پوځي مشران په چنګیز ي رول کې

امریکایي پوځي مشران په چنګیز ي رول کې

دجرمني فوکس مجلې اونړیوال خبري اژانس AFPتیره شنبه په یوه راپور کې دهغه روح لړزونکي  جنایت په اړه تازه جزیات  رابرسیره کړ ل چې څه موده وړاندې  دافغانستان په کندهار کې دیوه امریکایي پوځي افسر په قومانده څلوروتنو امریکایي سرتیرو ترسره کړی وه .
فوکس مجله کاږي چې دامریکاد دالاسکا ایالت اوسیدونکي ۲۲ کلن پوځي  جیرمي مورلاک چې تیرکال یي په کندهارکې پوځي دنده ترسره کړې او بیا دګڼو بې ګناه  افغانانوپه وژلو تورن شوی دی تیره جمعه دمحکمې په وړاندې وویل چې نوموړي دغه جنایت په خپل سرنه دی کړی بلکې دخپل مشر له لوري ورته ویل شوي چې عام افغانان ووژنئ او چې څه یې زړه غواړي هغه ډول لوبې پرې وکړئ .
نوموړي ومنله چې دخپلو څوتنو نورو ملګرو په ملتیا یي یوشمیر ملکي افغانان لومړي ووژل بیایي دهغو ککرۍ او اندامونه څلي کړل او عکسونه یي ورسره واخیستل چې له دې کار نه وروسته ورته خپل مشرضابط شاباسۍ ورکړ او دلاهڅولولپاره یي  په مقصودي توګه ورته وویل چې ( تاسو باید داډول کارونو ته ادامه ورکړئ )
مورلاک چې دقاضي په وړاندې یي په پله پسې توګه خپل مشران دداډول جنایاتو دتکرار اصلي عاملین بلل ،ومنله چې ددغه قساوت په پایله کې وژل شویو افغانانو دوی ته له دې وړاندې هیڅ مشکل نه وه پیښ کړی او نه دمخالفینو شک پرې کیده .
لوړ رابرسیره شوی واقعیت کې له یوه خوا په افغانستان کې دروانو امریکایي جنایاتو په اړه عامه شکونه پای ته رسوي او داشتباهاتو په ځای یي تنظیم شوی بربریت ثابتوي له بلې خوا دجنایت څرنګوالۍ په ډاګه کوي چې دیوویشتمې پیړۍ دبشري حقونو ټیکداران او سوله ساتي ترکومه حده دبشریت غلیمان او دانساني اقدارو په وړاندې بې باکه دي .
ښایې ددې همساری جنایت دبشري تاریخ په پاڼو کې یوازې په چنګیزي دوره  کې ومومو چې دګوبي دصحرا دغه بشرخوړونکي لیوه به خپلو افرادو او ترلاس لاندې قومندانانو ته ویل چې ترڅو مووس کیږي انسانان ووژنئ ،دانسانانو له ککریو څلي جوړ کړئ ،او بیا به چې دهرچا څلی تربل لوړ وه هغه ته به چنګیز سترانعام ورکاوه ، دلته هم هوبهو همداسې کیسه روانه ده امریکایي پوځي مشرامرکوي  پوځیان خلک وژني او له سرونو یي څلی جوړوي او بیا ورته مشرافرین وایي .
داډول جنایت اګرکه پخوا هم روان و خو د ۲۰۱۰ د جون میاشتې راهیسي چې جنرال پیټرایس په افغانستان کې دپوځي مشرتابه په ګدۍ کینستی او دخپل لارښود له مخې یي  امریکایي سرتیری سراېله کړي دغه ډول بوږنوونکي کړنې یوپه لسه زیاتي شویدي ، دنیمو شپو چپاوونو او دخلکو کورونوته لویدل چې پخوایوځل بندیزپرې لګول شوی و  اوس بیاښه به درز کې روان دي ،بې پیلوټه الوتکې دشپې په هرمتحرک شي بمبارکوي چې ګڼ بزګران او کروند ګر افغانان یي تراوسه قرباني شویدي ،دغه راز دسپیشل فورس په نامه امریکایي سړي خواره  دنیمو شپو په چپاوونو کې له هیڅ راز ظلم اوقساوت څخه دریغ نه کوي ،له بلې خوا دورځنیو ګزمو په مهال هم دامریکایانو ظلم او جنایاتو نوی سبک خپل کړی دی په تیروڅو ورځو کې په هلمندکې امریکایانو یوملکي افغان ترنیولو وروسته په خنجرانو وواژه او بل ځای یی بیا دیوه افغان پر نس کې ټانک ورتیرکړ ،دغه راز امریکایان دخلکو په کورونوکې له پلټلو وروسته ماینونه ځای په ځای کوي چې ترڅو خلکوته زیان پرې واوړي  .
لوړ حقائق په ډاګه کوي چې امریکایي دماتې په درشل ولاړ یرغلګر اوس دیوې ستراتیژۍ له مخې هڅه کوي دچنګیزي سیاست او رهبري شویو جنایاتو له لارې  په افغان ولس کې ویره خپره او خپل دغلامۍ غړوندۍ پرې ومني خوعامه اوتاریخي باور دادی چې داکړنې به یوازې ددښمن په مخ دتورداغ غوندي پاته شي او چنګیزیان به له ټول ظلم او ستم وروسته هم انساني کرامت او برترۍ ته تسلمیږي .