لومړی: د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د نوفمبر د میاشتې په ۲۱ نېټه د چین هیواد ته په اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره سفر کوي. تر اوسه معلومه نه ده چې افغانستان به د نوفمبر په ۲۴ نېټه له چاسره لوبه کوي.
دویم: افغان ملي لوبډله د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د ډیسمبر په ۲ نېټه د سکاټلینډ هیواد سره پنځه ورځینۍ لوبه پېل کوي چې د ډیسمبر تر ۶ پورې به دوام وکړي. دا لوبه د لویو وچې د سیالۍ پایلوبه ده، د کرکټ نړیوالې شورا د دې لوبې د کولو لپاره په متحده اماراتو کې د دوبۍ نړیوال سټډیم غوره کړی.
افغان ملي لوبډله د چین د هیواد څخه په ۲۷ نېټه د متحده اماراتو په لور ښوځیږي چې هلته به د لویو وچو د سیالۍ لپاره د ډیسمبر تر دویمې نېټې پورې په روزنیز کې تمرینونه کوي.
د اسیايي هیوادونو په لوبو کې د افغان ملي لوبډلې مهال ویش:
په اسیايي لوبو کې افغانستان د اسیايي هیوادونو د کرکټ د څلورو پیاوړو لوبډلو په کتار کې دی. افغانستان به لومړۍ لوبه په دې سیالۍ کې د ډ ګروپ ګټونکې لوبډلې سره د ۲۰۱۰ز کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ نېټه لوبه ترسره کوي، د ډ په ګروپ کې نیپال، مالدیف او هانګ کانګ هیوادونه لومړی په خپلو کې لوبې کوي. د دې ګروپ هره لوبډله چې مخکښه شوه نو هغه به له افغانستان سره منځ لوبه کوي.
د افغانستان ملي لوبډلې که د ډ د ګروپ مخکښې لوبډلې څخه لوبه وګټي نو د دې سیالۍ په نیمه پایلوبه کې به د پاکستان هیواد د ملي لوبډلې سره د نومبر په ۲۵ نېټه مخامخ کیږي.
د پاکستان هیواد به په دې سیالۍ کې لومړی د سي ګروپ د ګټونکې لوبډلې سره لوبه کوي. په سي ګروپ کې د چین، مالیزیا او سنګاپور لوبډلې په خپلو کې لومړی لوبه کوي او هر یوه چې د دې ګروپ مخکښه شوه د پاکستان هیواد سره به منځ لوبه کوي.
د اسیايي هیوادونو د کرکټ په لوبو کې لوبډلې په دوه برخو ویشل شوي چې ۴ یې د لومړۍ درجې پیاوړي او شپږ نورې یې د دویمې درجې لوبډلې دي.
د دویمې درجې لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوي ، په سي ګروپ کې چین، سنګاپور او مالیزیا دي، په ډي ګروپ کې درې لوبډلې د نیپال،مالدیف او هانګ کانګ لوبه کوي، په هر ګروپ کې چې هره لوبډله بریالۍ شي نو د لومړۍ درجې د لوبډلو څخه یوې لوبډلې سره منځ لوبې ته لاره پیدا کوي.
د اسیايي هیوادونو لوبې د چین د هیواد د ګوانګزهو په ولایت کې تر سره کیږي، افغانستان پکې لومړۍ لوبه د دې کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ نېټه د چين په وخت د سهار ۹:۳۰ لري، که لومړۍ منځلوبه د ډي ګروپ مخکښې لوبډلې څخه وګټله نو د نومبر په ۲۵ به د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د پاکستان هیواد سره افغانستان نیمه پایلوبه تر سره کوي.
د اسیایي هیوادونو په لوبو کې د کرکټ په لوبه کې د اسیا ۱۰ هیوادونو لوبډلې ګډون کوي:
افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګلادېش، چين، هانګ کانګ، ماليزيا، مالديو، نېپال او سينګاپور