د اسیايي هیوادونو د کرکټ شورا د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه د افغان کرکټ پرمختګ او ودې لپاره ۲۴ کرکټ لوبڅاران روزوي.
د لوبڅارانو دغه روزنیز ورکشاپ روزونکی محبوب شاه دی، محبوب شاه د اسیایي هیوادونو د کرکټ په شورا کې د لوبڅارانو روزونکي دنده پرمخ بیايي.
سبا ورځ چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د تلي د میاشتي د ۲۸ نېټې سره سمون خوري دغه ورکشاپ پېل کیږي او ۶ ورځې به دوام کوي. د دې ورکشاپ لپاره د ۱۸ ولایتونو څخه د افغانستان د کرکټ بورډ ریاستونه په کرکټ پوه کسان پیژندلي دي.
د دې ورکشاپ څخه د افغانستان د کرکټ بورډ موخه په افغانستان کې د کرکټ وده او پرمختګ دی، کرکټ بورډ په پام کې لري چې د کرکټ په نورو ډګرونو کې هم په کرکټ پوه کسان وروزي، د لوبڅارانو ښه تربیه کول او د کرکټ په قوانینو پوهول په هیواد کې د کرکټ په ډګر کې مهم ګام پورته کول دي.
په افغانستان کې دا دریم ځل دی چې د اسیایي هیوادونو د کرکټ شورا د لوبڅارانو روزنیز ورکشاپ وړاندې کوي، په لومړي ځل د لوبڅارانو ورکشاپ په ۲۰۰۴ زږدیز کال کې و چې ۲۴ افغان لوبڅارانو ته پکې زده کړه ورکړل شوه، په دې ورکشاپ کې د اسیايي هیوادونو د کرکټ د شورا څخه روزونکی خضر حیات و.
د لوبڅارانو په دویم ځل ورکشاپ کې د اسیايي هیوادونو د کرکټ د شورا روزونکی محبوب شاه و چې په ۲۰۰۵ کې ترسره شو او افغانستان ته یې د کرکټ د پرمختګ لپاره ۲۴ په کرکټ پوه لوبڅاران وروزول، په دې ورکشاپ کې زیات ګډونکونکې په هغه وخت کې د ملي لوبډلې لوبغاړي و.
تر اوسه موږ په افغانستان کې ۶ هغه لوبڅاران لرو چې د اسیایي هیوادونو د کرکټ د شورا څخه رسمي د لوبڅارۍ د ابتدائي، لومړۍ کچې او دویمې کچې د فراغت سندونه لري. چې د هغې ډلې څخه یو حامد اغا، عزت الله کنړی، احمدشاه پکتین، بهرام خان، فاروق او زهیر شاه زراب دي.