په چين کې دوروستيو سيلاوونو دراوتو له امله ديوسلو څلويښت زرو په شاوخوا کې کسان خپلو کورونو پريښودو ته اړشوي دي .
چيني چارواکې وايي دغه سيلاوونو دتيرو درې ورځو دپرلپسې اورښتونو له امله رامنځ ته شوې چې له امله يې ډيرى لويې لارې بندي شوي .
درپوټونو له مخې په روان کال کې په چين کې دا دوهم ځل دى چې سخت سيلاوونه رامنځ ته کيږي او ددغه هيواد وګړو ته دمالي زيانونو سربيره ځاني زيانونه هم اړوي .