کور / شعر / غزل

غزل

سپوږمۍ دی پټه کړه له مونږه توره شپه دي راوړه
شپې نه دې هم آرام اخیستى دى خپه دي راوړه
دکلي خلک درته ولې بیړاګان ښکاري ټول
خومان دی مات کړل خو دزهرو پیمانه دي راوړه
تا خو جومات کی عبادت کولو نه يي خبر
دڅنګ چاړه دی سپینه وړې وه خوسره دي راوړه
یو ځل خو وګوره عمل خپل دوجدان ګریوان کي
دورور په وینو دی خال ایښئ آینه دي راوړه
که داویده ښاماران ویښ شولو ضروي راوړه
څو به دی توره غدۍ ساتي په تورتم کوڅو کي
تر څو به ویاړې چی دکام مرګيدانه دي راوړه
دخدمتګار په محبت به څو تورونه تپې
څو به په دروغو یار ته وې چی نښانه دي راوړه