شاعری مې خوښېده زړه مې ترې تورشـو
چـې سپین مــخ د تاپه خاوروکې نسکورشو
زمـا د شعـر اوشاعـرۍ کاڼـه خـــوتــه وې
بــې لـه تانـه اوس شـعـرونـه راتـه اورشـو
کاشکـې نـه مې وای لیکلـي پـه کـتاب کـې
چــې کـتل یــې راتـه غــم د پاسـه نـورشــو
ستا وصا ل بــه سعـاد ت شـو راته کورکې
پـه بیلتون د ې اسـمان ځـمکه راته اور شو
بـې لـه تا مـې ددنیــا ژوند نه خــو ښــیږی
ژونـد مـې ستا په جـدایي کې شرو شورشو
تــورې شــپې به مـې لـه تـا ســره رڼــا وې
بـې لـه تا په سپین سبا مـې تیاره کـور شـو
زه ملـیارغـوندې پـه هیلـه درتـه ناسـت وم
ډېر افـسوس د امـید بـڼ کـله سـمسورشـو
د اسمـــان وریځـوپـرې هــلته بـاران وکــړ
چـه اهـاړنه زمـا د ناز ګل سوی سکورشو
دارحــمت یــې دانسان لـه بــې رحـمـۍ وه
چـې په غــد ر یـې بـد ل مفهوم د ورورشو
پـه څارویـوکې احساس د زړه سـوي وشي
خـو انسان تـه کـرامت یـې خپل پیــغورشو
چه د ژوند په ځای د مرګ وسایل جوړکړي
عــواطف دانسـانیت ته یــې مـخ تــورشـو
ســر ور لانــــدې د ظالـم شـــه (علـي خـانـه)
کـه د (میګ) په الـوتکه کې څوک سپورشو