نه له تا سره ژوند کړای شم نه بې تا
مبتلا دې کړمه داپه څه بلا
سپينه ورځ کې اوښکې پټې ګرځومه
توره شپه کې لکه شمع کړم رڼا
تخیل سره مې لوبې کړې بې درده
ته احساس يې که بنده یې په ریښتیا
په زړګي مې شومه هله بد ګمانه
چې یې واوریده د مړه زړګي درزا
که کلونه دې تر څنګ تیره وی نه شم
ربه وا مې خلې د یار په ځنګون سا