آ، ماشومه چې سهار تشه لمن وه
اوس يې شل يو ګون پراته ؤ په لمن كې
اوس يې چاودې د لاسو او پښو وې هېرې
اچولى يې اوس زړۀ ؤ په لمن كې
آ،ماشومه چې يې مور كور كې تنها وه
آ، ماشومه چې يې مور په انتظار وه
چې بيګا ته به يو شل روپۍ راوړينه
خو خبره نه چې نن د مرګ په كار وه
مازيګر دى خلك ځي خپلو كورو ته
د ماشومې هم موركۍ ته تلوسه ده
په ريښې ،ريښې لمن كې يې تنها اوس
بس يوې يوې روپۍ ته تلوسه ده
د ماشومې تر څنګ تور موټر روان شو
خو په درز كې پوره نيم چرې چرې شو
شوه په وينو، غوښو، دوړو باندې پټه
د ماشومې تن له درز سره پرې پرې شو
تښتېدلي يې د چاودو اوس دردونه
له چرو نه يې اوس ډك لاسونه پښې دي
اوس يې سره پخپلو وينو ده لمنه
او لستوڼې يې غار غار ريښې ريښې دي
اوس يې خړه په ګردو لمنه نه شته
اوس يې سپين توكرى تاو دى له وجوده
د يوې يوې روپۍ هوس يې مړ دى
اوس يې تللى آ،كړاو دى له وجوده
دا چې دلته پكې سوزي تنكۍ غوښې
د كسپين د بحيرې د تږ يو اور دى
دا د غرب دبلاګانو تور سيلاب دى
چې په ټوله مسلمانه نړۍ خپور دى
آ،ماشومه چې تنها په لوږه پوۍ وه
نه خو پوۍ په سيپاره نه په كتاب وه
د خرمستو قاتلانو تول كې لاړه
نه خبره په عذاب نه په ثواب وه
اوس به ډكه پرې د قبر وړه غېږ شي
اوس به خاورې شي واړه واړه هډونه
اوس يې پاتې ده موركۍ خالې انګړ ته
اوس يې پاتې دي موركۍ ته ډير غمونه
اوس د واټ څنډه خالې ده له ماشومې
اوس يې مور په ماښامي انتظار نه كړي
اوس به مور د مړې لوركۍ جامو ته ژاړي
بس بيلتون به يې زغمي انتظار نه كړي
+يادونه : دا نظم مې هغې ماشومې سوالګرې ته ليكلى چې د ګردېز ښار په يو
ځانمرګي بريد كې له ژونده لاس په سر شوه